تاند- د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې به هر څوک چې کویت ته ځي، باید د دغه هیواد په نړیوال هوايي ډګر کې ډي این اې (DNA) ورکړي.

کویتي چارواکي وايي، له ټولو بهرنیانو او کویتیانو څخه، چې له بهره دغه هیواده ته داخلېږي ډي این اې اخلي. دوی وايي دا کار د دې لپاره نه کوي چې د چا شجره، نسب، وینه، قوم، خپلوي یا کومه طبي مسله څرګنده کړي بلکې د دې لپاره یې کوي چې د تروریزم او جنایت مخه ونیسي.

د کویت ټایمز د راپور له مخې، له هغو کسانو څخه به د ډي این اي ټست نه اخیستل کېږي چې له هیواده دباندې وځي یا د کویت له هوايي ډګر څخه د ترانزیت په توګه کار اخلي.

د تروریزم مسله ورځ په ورځ د نړۍ د هیوادونو لپاره جدي کېږي. په اکثرو اروپايي او امریکايي هیوادونو کې د تروریزم د خطر له کبله مسافر د سختو تلاشیو لپاره مجبورېږي چې په اوږدو کتارونو کې ودرېږي، له بوټونو رانیولې تر کمربندونو پوري وباسي او څو څو ځلي تر لیزري سکنونو تېر شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *