د کیسې شخصیت باید وکولای شي چې خپل چاپیريال کې سیاله فضا رامنځته کړي او په هغه کې ژوندي حرکتونه ولري. داسې شخصیتونه د وړتیا له مخې نوښتګردي. هغه شخصیتونه چې ونشي کولی داسې فضا رامنځته کړي، هغو ډبرې ته ورته دي چې یواځې میکانیکي خوځښت لري تر هغې چې بهرنۍ قوه پرې وارده نشي حرکت نه کوي او کله چې قوه پرې شوه بیا درېږي.

زما په اند دغه تعریف په کیسه کې د کرکټر کښنې علمي مفهوم په وړاندې کوي، د کرکټر کښنې دغه تعریف په لاندینیو ځانګړنو مانا پیدا کوي:

د سیالې فضا رامنځته کول: کرکټر باید د کیسه ییز واقعیت په جریان( نه عیني واقعیت) کې وکولی شي د ځان په اړه سیاله فضا رامنځته کړي.

ژوندی حرکت:د کیسې کرکټر باید(حرکت) ښکاره اوڅرګند کړي. دغه حرکت په کیسه کې د حرکت د تیورۍ کلي مفهوم بلل کیږي.ژوندی حرکت د کرکټر د دننیو(دروني) ځانګړتیاوو د کره کولو، ښودلو او وړاندې کولو ټولګه ده.

د ننني(دروني) ځواک لرل: زما په اند دغه ځانګړنه په کیسه کې د کرکټر ډېره مهمه ځانګړنه بلل کیږي. د کیسې کرکټر د لیکوال په خوښه او افکارو نشي جوړېدای. د کیسې کرکټر باید د ذاتي، اخلاقي، قومي، طبقه يي، مذهبي، سیاسي، ټولنیزو مصالحو له مخې د لیکوال په ذهن کې رامنځته شي او له هغې وروسته خپله په کیسه کې حرکت وکړي.

خپله دې ووایي او واوري او د کیسې په بهیر کې دې ژوند وکړي، کرکټرونه نشي کولی چې د لیکوال د انګیرنو پوروړي وي، هغوی باید یواځې د خپلو ځانګړتیاوو پوروړي وي.

د کرکټر ثبات: په کیسه کې اصلي کرکټرونه باید بدل نشي ،که چیرې د موقعیت په بدلون کې کرکټرونه بدل شي، د دې ښکارندويي کوي چې د کیسې کرکټرونه ساختګي(مصنوعي) دي، خو یواځې د کرکټر له تغیراو تحول پرته مې په دې وروستیو کې د کړکټر کښنې داسې روش ته عقیده پیدا کړې چې هغه د ثابتو کرکټرونو د فردي، ټولنیز عمل او غبرګون له لارې د کیسې د موقعیت او فضا بدلون دی.

یعنې هغه ډول چې د کیسې شخصیت کولی شي دینامیک وي، استاتیک کرکټر هم کولی شي د دینامیک کیسه ییز موقعیت او فضا په رامنځته کولو سره د کیسې په جوړښت کې مرسته وکړي او د کیسې په جوړښت کې خپله دنده پوره کړي.

کیسه ییز کرکټرونه باید واقعي، ژوندي او پلټونکي وي. د کیسې هیڅ کړکټرپه ځانګړي توګه اصلي کرکټر نشي کولی د کیسې له اړتیاوو پرته کومه کړنه ترسره کړي پرته له دې چې د لیکوال له خوا ورته اړتیا ولیدل شي.

د کیسې کرکټرونه په دوه ډوله دي: اصلي او فرعي کرکټرونه، لیکوال باید د اصلي کرکټر د ژوند په ټولو خوا پوه وي، که څه هم کله کله اړتیا نه وي چې لیکوال د هغه د ژوند ټولې خواوې لوستونکو ته انتقال کړي، په اصل کې دغه لید د اصلي کرکټر د رواني کړنو لامل او د کیسې په بهیر کې اړتیا ده؛ خو فرعي کرکټرونه یواځې د اصلي کرکټر د ودې لپاره په کیسه کې د استفادې وړ دي.که چیرې د کیسې فرعي کرکټرونه په سمه توګه ونه کارول شي په دې صورت کې به له اضافي خبرو پرته بل څه نه وي.

د کیسې د کرکټرونو په ځانګړې توګه د کیسې د اصلي کرکترد پيژندنې کمزوری روش هغه دی چې لیکوال په مستقیمه توګه د کیسې د کرکټرونو له خولې ستاینه وکړي.

د کیسې کرکټرونه باید د کیسې د وروستۍ موخې او د خپلو کړنو د منطق په اساس چې د ټولنیزوطبقو، روحي او رواني ځانګړنو ښکارندوی وي ، مناسبې خبرې رامنځته کړي او هر یو یې د موجود عمل او غبرګون، له مخکې د موجودو جوړښتونو په اساس او د علت او معلول د اړیکې پر اساس وړاندې کیږي.

په کیسه کې شته خبرې په روانۍ حد او پرته له دې چې د لیکوال جهت ورکونه او حضور په داګه کړي، موخه لرونکي او د کرکټړ د وړاندې شویو ځانګړنو سره همغږې وي.

د بیلګې په ډول د دوو کسانو ترمنځ د شخړې خبرې په هیڅ ډول په څو کرښوکې نه لیکل کیږي بلکې غوسه ناکې يا ترخې خبرې لنډې لیکل کیږي، دغه ډول خبرې او کلمې د برخورد د شدت ترڅنګ د بریا او ماتې پرمهال عمل او غبرګون ښيي چې دغه شیوه د حرکت د تولید نه سربېره د کیسې د اساسي جز په توګه په کرکتر کښنه کې غیر مستقیم تکنیک بلل کیږي.

د کرکټرونو پټې او ښکاړه کړنې په بېلابېلو موقعیتونو کې ځایول او په کیسه کې د پیښو د بحرانونو اچول په کرکټر کښنه کې بل تکتیک بلل کیږي.

لیکوال باید هېڅکله د یوې کمرې په څيرنه وي چې څه د کیسې په چاپیریال،اصلي او فرعي کرکټرونو کې ویني تمرکز ولري، ځکه په دې صورت کې هغه یو انځورګر راوي ته پاتې کیږي نه کیسه لیکوال ته.

د کیسه لیکوال اصلي موخه د کیسې د هغو واقعیتونو رغول دي چې په کیسه کې شتون لري،که چیرې لیکوال له دې پرته څه غواړي ولیکي هغه اضافي او د لوستونکې د علاقې وړ نه دي.

لیکوال خپلې غوښتنې د موجوده فریمونو له ټولګې چې په کیسه کې د عیني واقعیتونو له مخې شتون لري په دقت ځای پرځای کړي، وروسته له هغې هغه رغوي او د کيسه ییز واقعیت په ډول یې وړاندې کوي.

هغه بنسټيز توکي چې پیاوړي کیسه لیکوال يې لارښوونه کوي، هغه دا دي چې د پيښو له تعریف او کیسه ییزو کرکټرونو له ځانګړنو ډډه وکړي او یواځې یې وښيي چې زما په اند دا ښودنه باید د ټولو جزیاتو د ښودلو په معنا نه وي.

د بیلګې په توګه د فلمبردارۍ له یوې دستګاه سره یوه کور ته ځو ، د هغه کور له غړو یو فلم له ټولو جزیاتو سره جوړوو، له هغې وروسته هر هغه څه چې په فلم کې دي هغه د کاغذ پرمخ لیکو او د کیسې د کرکټرونو کړنې په کې په پام کې نیسو، ځکه چې په دې صورت کې لیکوال او د هغه نوښت ته اړتیا نشته.

د کیسه ییزو کرکټرونو د کړنو تعریف په هغه ډول چې د فلمبردارۍ کمره یې په واقعي ډول ثبتوي له خسته ګۍ او سرګردانۍ پرته به نور څه نه وي او دا روش دې لامل ګرځي چې لیکوال د واقعیتونو خلاقانه رغونه رامنځته نه کړي.

په کرکټر ښکنه کې مخکې له دې چې د کرکټر د کړنو روایت ، تعریف او کړنې يې ګټورې واقع شي، د کرکټر دروني اکتشاف او هغو ظرافتونو ته پاملرنه چې په هغه کې دي په مختلفو رواني او ټولنیو شرایطو کې د عمل او غبرګون په څېراهمیت لري.

د کرکټر کښنې لپاره له خبرو د استفادې پرمهال باید پاملرنه وشي چې د یو څو عادي خبرو رد او بدل نشي کولی په حرفه يي کیسه لیکنه کې ځای ولري، ځکه داسې خبرې کولی شو په ښار او کوڅو کې ثبت او هماغسې یې په کیسه کې وکاروو چې په دې صورت کې د لیکوال شتون ته اړتیا نه پیدا کیږي.

د کیسه ییزو کرکټرونو ترمنځ خبرې، د دې ترڅنګ چې ساده ګې او رواني لري باید د لوستونکو لپاره زړه را ښکون او خوند ولري.

په خبرو کې ځانګړو کلمو، متلونو او د ولسې ادبیاتو کارونه د دې لامل ګرځي، چې کیسه حرکت او جذابیت پیدا کړي چې په یو مهال له دې ځانګړنو استفاده کول، د لیکوال وړتیا، پوخوالی او تجربه غواړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *