محب الله آرمل

ټول پوهيږي، چې د کيسې ليکل هم د شعر او سناريو په څېر سخت دي او کيسه هم يو پيچلی داستاني ژانر دی، کيسه تخليقي ادبيات دي، چې د لوستونکو په احساساتو پورې تړاو لري او جذابيت يې د ليکوال په کمال او هنرې پورې نښتی دی. لنډه کيسه د منطق او استدلال پر مټ حقيقتونه او واقعيتونه لېږدوي، ليکوال ته بويه چې دغه لېږد په هنري او خوږه ژبه تر سره کړي. خو څنګه يو فوق العاده کيسه وليکو ؟ کوم فکتورونه په پام کې ونيسو تر څو وکولی شو يوه کره او منلې کيسه و پنځوو، ددې کار لپاره دا لاندې لار ښوونې درته پکار دي.

۱ ــ څومره کيسې او ناولونه مو لوستي؟

د هغو کسانو لپاره چې غواړي ليکل وکړي لوستل بيخي اړين دي، د دې لپاره چې و کولی شئ يوه ښه کيسه وليکئ، په پيل کې درته پکار ده چې لنډې کيسې ولولئ، دا کار به ستاسې سره دا مرسته وکړي چې نور ليکوال په څه ډول ستاسې په احساساتو برلاسي کيږي او څنګه مو تلوسه را پاروي، البته د مطالعه په وخت دا يم ځير اوسې او هر څه چې لولئ د خوند تر څنګه يې د کرکتنې او زده کړې په موخه ولولئ .

۲ ـ تازه کاره و اوسئ

د ليکوالو لپاره نه ښايي چې د کيسې ليکنې الهام ته په تمه پاتې شي، فکر تل په غير شعوري يا طبعيي ډول نه رامنځ ته کيږي، بلکې هغه وخت ځان ښکاره کوي چې موږ يې شا ونيسو او وغواړو چې رامنځ ته شي، کله چې د کيسې ليکنې فکر در پيداشي تاسې ته به خامخا د کيسې يوه سوژه هم په لاس درشي، ليکوال ته بویه چې يوازې همدا فکر کاغد ته انتقال کړي، مګر د تازه کاره ليکوالو لپاره اړينه ده چې له پيښو، طبعيت، ورځينو کړنو… الهام وا خلي دغه الهام نه يوازې دا چې د ليکنې د پيل جملې په ګوتو در کوي بلکې د ليکنې تر پايه ګټه ترې اخستل کېدای شي. الهام بښونکې سرچينې بيخې ډېرې دي، يوازې خپلې خاطرې مو دومره سوژې درکولی شي چې د عمر ترپايه ليکل پرې وکړای شئ يوازې پرکټېس مه هېروئ او هره ورځ ليکل وکړئ.

۳ ـ تاسې بايد منظر کښونکي وئ.

ددې لپاره چې ستاسې کيسه د هغه کيسې يا واقعې سره چې ستاسې په ذهن کې ده، همغږي وي. د کيسې صحنې په يو بل کاغذ نوټ او طرحه کړئ. د کيسې احتمالي شخصيتونه لېست کړئ او دغه شان پېښې شوې واقعې په ترتيب وليکئ، خو پېښو او واقعو ته زيات تفصل مه ورکوئ، بلکې يوازې د خامو موادو په توګه يې ياداشت کړئ. البته په منظر کښنه کې زمان او مکان ته پاملرنه پکار ده، مثلا که کيسه په داسې يوه سيمه کې ليکل کيږي چې هلته سمندر نه وي نو د کيسې کرکټر په کېښتۍ کې سفر نشي کولی، او ياهم د شپې تګ د ورځې غوندې نه وي يا په پښو معيوب کرکټر د هغه جوړ په څېر تېر مزل نشي کولی. دغه راز ستاسې د کيس تصوير به ژوندی هم وي.

۴ ـ زاويه

دا چې راوي څنګه او په څه ډول کيسه روايت کوي د کيسې د جذابيت لپاره ډېره مهمه ده. د کيسې منظر کښنه، د کيسې په جذابيت کې بنيادی رول لري، نو ددې لپاره ليکوال ته بويه چې د کيسې د پيغام او اسکلېټ لپاره يوه مهمه زاويه په نظر کې ونيسي، داسې زاويه چې د کيسې تر پايه مهمه وي، لکه عکاس چې عکس اخلي ګوري چې له کومې خوا يو معياري تصوير اخستی شي نو له هماغه زاويي يې اخلي، دی د يوه ښه عکس ټول هنرونه کاروي او هغه ځای ته ځان رسوي چې خپل هدف په سم ډول د کمرې سترګو ته برابر کړي، ليکوال ته هم پکار ده همداسې يوه زاويه ومومي.

۵ ـ لوبغاړي

د لنډې کيسې د ليکلو لپاره حد اکثر درې اصلي لوبغاړي ټاکلی شئ، که په لنډه کيسه منځني کرکټر تر دې اندازې زيات وي کيسه پېچلې او ستړې کوونکې کيږي، ځکه هر نوی لوبغاړی د يوه بل نوي لوبغاړي د را پيدا کېدو لپاره خاليګا را منځته کوي.

د هر لوبغاړي ځانګړنې لومړی په يوه بېل کاغذ نوټ کړئ او تر پايه په هماغه يوه ډول ځانګړنو ولوبوئ دغه راز هر لوبغاړي ته د ده د وړتيا سره سمه دنده ورکړئ، د ده خبرې بايد د ده له شخصيت سره همغږي ولري او چې څنګه يې وايي همغسې يې وليکئ، مثلا د ده لهجه چې څنګه وي يا دی چې د هرې سيمې وي په هماغه لهجه يې وغږوئ.

۶ ـ لومړۍ برخه

کله مو چې هر څه تيار کړل او د کيسې ليکنې طراحي مو وکړه، نو په بيړه د کيسې لومړی پاراګراف وليکئ، مرکزي لوبغاړي معرفي کړی او فضا نندارې ته وړاندې کړئ، دا سې يو فضا وټا کئ چې تاسې خپله ليدلي وي يا په اړه زيات معلومات ولرئ تر څو وکولی شئ په ښه ډول يې تصويري کړئ، د کيسې پيل جالب کړئ، چې د لوستونکي تلوسه را و پاروي چې د پاتې کيسې لوستو ته يې هوس وشي، تاسې کولی شئ د کيسې پيل په سوال ډوله جملو، تصويري صحنو… پيل کړئ. پر دې سربېره د کيسې اصلي جزيات او برخه پای ته وساتئ ټوله غوټه په پيل يا منځ کې مه پرانيزې بلکې لږ لږ يې سسته کړئ داسې چې په پای کې خلاصه شي.

۷ ـ لوستونکي څنګه جذبولی شو؟

په پيل کې دا سې پېښه را منځ ته کړئ چې د کيسې مرکزي لوبغاړی يا لوبغاړي پکې ښکېل وي، وروسته صحنه پراخه کړئ او د واقعې په اړه معلوماتي صحنه و غزوئ… تر څو لوستونکي و هڅيږي چې د خپلو لومړنيو سوالونو لپاره د ځواب موندو په موخه کيسه ولولي، د کيسې له مخکې تلو سره پېښې ته وصعت ورکړئ او نور اړخونه يې را وسپړئ، خو د لوستونکي تنده په يوه وار مه ماتوي لږ لږ اوبه ورکړئ، دغه چلند لوستونکي ته تلوسه ورپيدا کوي چې کيسه تر پايه ولولي.

۸ ـ لوبغاړی به يې وايي نه ليکوال

لوبغاړي بايد داسې ولوبيږي چې هرڅه د دوی له تمثيل او خبرو په طبعي ډول روښانه شي نه داسې چې ليکوال يې پرې ووايي يا يې اقرار ته بې ضرورته تيار کړي، يانې داسې چې د طبعې ژوند په څېر هر لوبغاړی بايد خپله برخه غوټه په خپله په ډېر مهارت او غير مصنوعي ډول پرانيزي نه ليکوال. دغه راز هر لوبغاړی او پېښه چې رامنځ ته کوئ لومړی زمينه سازي ورته وکړئ له آسمانه يې مه را کوز وئ چې د کيسې منطق مو کمزوری نشي. مه هېروئ چې کيسه په منطق او استدلال ولاړه ده که د کيسې موضو بلکل دورغ هم وي خو چې منطقي وي سمه ده، بر عکس که د کيسې موضوع حقيقي هم وي خو چې منطق ته لنډه نه وي کيسه نده.

۹ ـ لنډ او څرګند ليکل وکړئ

د دې لپاره چې لا ښې کيسې وليکئ، تر وسې لنډې جملې و کاروئ، ستاينومونه لږ راوړئ او فعلونه څرګند استعمال کړئ. مثلا د دې جملې پرځای : (( ګلونه د فريحي په وسيله را ټول شول )) داسې وليکئ (( ګلونه فريحې را غونډ کړل)) . ګوته وايي : که غواړئ ساده او عالي متون وپنځوئ بايد فکري خپلواکي ولرئ.

۱۰ ـ کيسه ژوندۍ کړئ

د کيسې ژوندي ليکل په خبرو اترو يا مکالمو پورې تړاو لري، له ډيالوګونو يوازې د دې لپاره کار مه اخلئ چې لوبغاړي مهم وښاياست، بلکې داسې استفاده ترې وکړئ چئ لوستونکی د هويت او شخصيت پېژندنې درس ترې واخلي. له نقل قولونو مستقيمه ګټه واخلئ. لکه (( هلته لاړ شه )) دا ډول جملې غير مستقيمې داسې مه ليکئ : (( نجلۍ هغې ته وويل چې … لاړه شي )) . په کيسه ليکنه کې چې هرڅه راوړئ د اړتيا په صورت کې يې راوړئ. د بېلګې په توګه داسې مه ليکئ: (( له څنګ سره يې تور لپ ټاپ هم ايښی وو )) بلکې وليکئ (( تور لپ ټاپ يې بند کړ، را ته ويي ويل : …. )).

۱۱ ـ د هر کليمې د استعمال ځای و پېژنئ

توري، الفاظ، کليمې، اصطلاحات، متلونه، شعرونه ، مقولې… په خپل ځای و کاروئ او بې ضرورته يې مه راوړئ. ځينې وخت د يوې خبرې د ليکلو يا اظهار ولو لپاره يوازې يوې کليمې ته اړتيا وي، تاسې هڅه وکړئ هماغه کليمه پيدا کړئ، په داسې کليمو مه قانع کيږي چې پکس هماغه نه وي خو ورته والی ورسره ولري.

په مترادفو کليمو کې احتياط وکړئ د بېلګې په توګه، (ځوان او زلمی) مترادفي کليمې دي، موږ ځوان آس ويلی شو خو زلمی آس نشو ويلی. يانې ليکوال ته بويه چې د ژبې له ګرامر سره هم بلدتيا ولري.

۱۲ ـ معلومات تر لاسه کول

د کيسې يا بل هر داستاني ژانر د ليکلو لپاره بايد معلومات ولرئ، که دا معلومات د لوبغاړو په اړه وي، که د مکان، فرهنګ، قوم، ډول، علومو… او نورو ښکارندو په باب خو اړينه ده چې تاسې پرې پوهـ وئ.

کله چې تاسې سفر کوئ يا په ښار کې ياست نو ځير اوسې پېښې په سترګو عکاسي کړئ او دغه شان د سفر په مهال د طبعې منظرو تصويرونه ذهن ته ورکړئ .

۱۳ـ پای

د کيسې پای لکه په وحشي آس سپرېدل، داسې سخت دي، د کيسې د ښه پای لپاره توصيه کيږي چې يوڅه هسک و ټيټ را منځ ته کړئ، د کيسې په پای زيات سوچ وکړئ، په هسې ختمولو يې بسنه مه کوئ، هڅه وکړئ چې پای قانع کوونکی وي مګر ډېر د وړاندوينې وړ نه وي، په ياد ولرئ چې د کيسې پای بايد زيات اوږد نه وي، لنډ خو ډېر دقيق او لوستونکی بايد فکر کولو ته وهڅوي، مه هېروئ چې د کيسې پای له پيل تر پايه هرڅه ته د پای ټکی ږدي.

۱۴ ـ بيا يې ولولئ او اېډېټ يې کړئ

کله چې تاسې د کيسې د پای کليمه وليکئ نو اړينه ده له لږ ځنډ وروسته کيسه بيا ولولئ. د کيسې زړه ته ور دننه شئ، هره کليمه، جمله، فعل، صفت، د کيسې جوړښت، مکالمې، کرکټر، ليک نښې، ګرامر، قالب، پيغام… تر نظر تېر کړئ، هر څه چې په نظر اضافه در ښکاره شول که هغه آن يو پارګراف هم وي لرې يې کړئ، پېچلې او ګونګې برخې يې سمې کړئ. لدې وروسته يې پرېږدئ څو ورځې او آن يوه يا دوې اونۍ کله چې دا موده هم پوره شوه بيا يې ولولئ او سمونې پکې وکړئ. کله چې تاسې وخت درلود خپلې کيسې لولئ او هغه سموئ دا کار ستاسې سره مرسته کوي چې شهکارونه خلق کړای شئ .

۱۵ ـ ملګري مو کرکتنې ته را وبولئ

اجازه ورکړئ چې ملګري مو کيسه ولولي، امکان لري چې دوی هغه څه په کې ووينې چې ستاسې له ديده پاتې شوي، مثلا ځينې کليمې د ليکوالو خوښې وي او هغه په لاشعوري ډول زياتې ليکې مګر نور يې تشخيصولی شي. ستاسې ملګري که ليکوال هم نه وي خو کولی شي چې ستاسې د کيسې ځينې پيکه برخې را ښکاره کړي تاسې په هغې برخو بيا مرور وکړئ.

يادونه او خبرداری :

په ياد ولرئ چې تاسې يې نه ليکئ، بلکې بايد ويې ليکئ، ځکه چې غواړۍ و يې ليکئ، نو ليکل مه هېروئ او ليکوالۍ ته لومړيتوب ورکړی، خپل غير رسمي وخت بايد په ليکوالۍ مصرف کړئ که غواړئ شهکار ليکوالي وکړای شئ

پای ۱۳۹۴-۱۱-۲۸

————————————-

د ښاغلي ارمل نورې لیکنې

په پل کې د ښاغلي ارمل لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *