ځیرک یوسفي |
کُردان د منځني ختیځ د سیمې څلورم لوی قوم دی. لومړی عربان، دویم ترکان او درېم ایرانیان (فارسیان) د سیمې لوی توکمونه جوړوي. دا قوم له ډیر پخوا راهیسې د بین النهرین په سیمه کې میشت دی. اوسمهال کردان د ترکیې په سویل ختیځ، د سوریې په شمال ختیځ، د عراق په شمال، د ایران په شمال لویدیځ او د ارمنستان په سویل لویدیځ سیمو کې میشت دی. په دې مانا چې کُرد قوم په پنځه هیوادونو کې ویشل شوی دی. سره له دې چې له توکمیزه پلوه کُردان ټول یو قوم دی خو ژبه او لهجه یې یوه نه ده. د بیلابیلو مذهبونو پیروان دي خو ۹۹٪ سُني مسلمانان دي. د اټکلونو له مخې د کُردانو ټول نفوس تر ۳۵ میلیونه دی چې یوازې شپږ میلیونه یې په عراق کې اوسیږي، څوارلس میلیونه په ترکیه او پاتې نور په درې هیوادونو (سوریه، ایران او ارمنستان) کې میشت دي.
د شلمې پیړۍ په لومړیو کې کُردانو د خپل ځان لپاره د یو هیواد د درلودلو لپاره مبارزه پیل کړه. د لومړۍ نړیوالې جګړې او د عثماني امپراطورۍ له ماتې څخه وروسته، لویدیځو متحدینو په ۱۹۲۰ کال کې د کُردانو لپاره د یو خپلواک هیواد د رامنځته کولو موضوع راپورته کړه. خو دغه موضوع هغه مهال بیرته سړه شوه چې د لاوسان تړون رامنځته او د اوسنۍ ترکیې پولې پکې په رسمیت وپیژندل شوې او هیڅ ډول کُردي هیواد ته پکې اشاره ونه شوه. له اتیا کلونو راپه دیخوا کله چې د خپلواکۍ کوم غورځنګ د ترکیې د کُردانو ترمنځ راپیدا شوی نو په خونړۍ توګه د ترکانو لخوا له منځه وړل شوی دی.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته، شوروي اتحاد د کُردستان د رامنځته کیدلو څخه ملاتړ څرګند کړ او د اوسني ایران په مهاباد سیمه کې یې د مهاباد د جمهوریت په نامه د کُردانو یو حکومت جوړیدو ته لاره هواره کړه چې یوازې یو کال یې دوام وکړ او بیا له منځه ولاړ.
د تاریخ په اوږدو کې د نورو هیوادونو پرتله په عراق کې کُردانو یو څه خپلواکي درلودلې ده، په دې معنی چې د عراق په درې شمالي ښارونو (اربیل، سلیماینه او دهوک) کې کُردان د ګاونډیو هیوادونو سره د پولو کنټرول په غاړه لري، خپل پارلمان او سیمه ییز حکومتي مشرتابه لري، خپل ځانګړي امنیتي ځواکونه (کُردي پیشمرګه) لري او خپل قوانین پلي کوي.
وروسته له دې چې په ۱۹۹۰ کال کې صدام حسین پر کویټ برید وکړ، د امریکې متحده آیالاتو د هغه پر وړاندې یو ائتلاف جوړ کړ او د عراق په سویل کې کُردان او شیعه ګان د صدام حسین پر وړاندې پاڅون ته وهڅول. عراقي ځواکونو بیرته په ځوابي برید کې پر کُردانو خونړي بریدونه ترسره کړل او لږ تر لږه یو میلیون کُردان د ژمي په سخته سړه هوا کې د غرونو له لارې ګاونډیو هیوادونو ته په تیښته مجبور شول او ډیر زیات په لاره هم ووژل شول. په همدغه کال د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کُردستان فضا د الوتکو د پرواز لپاره ممنوع اعلان کړه چې په ترڅ کې یې عراقي الوتکو له شمال څخه سویل ته پرواز نه شو کولای. په ۱۹۹۲ کال کې عراقي کُردانو بیا خپل سیمه ییز خودمختاره حکومت اعلان کړ. د حکومت له اعلانه څخه وروسته لس کلونه د کُردانو لپاره ډیر سخت شول، عراقي حکومت ورباندې سوداګریز تحریمونه ولګول او ډیرې ستونزې یې وګاللې.
له ۲۰۰۳ کال وروسته د صدام حسین د حکومت د ړنګیدو سره سم د کُردانو د سیمې بیا رغوونه پیل او ډیره بهرنۍ پانګوونه پکې ترسره شوه.
د داعش د رامنځته کیدو سره کُردان بیا له یو لړ ستونزو سره مخامخ شول او دا ستونزې هغه مهال زیاتې شوې چې د ۲۰۱۳ کال په نیمايي کې داعشیانو د سوریې لخوا پر کُردانو خپل بریدونه پیل کړل. داعشیانو پر کُردانو ډیر بریدونه ترسره کړل او د ۲۰۱۴ کال ترنیمایی د خلکو د ساتنې د پوځ (YPG) لخوا چي د سوریي د کُردانو د دموکراتیک ګوند پوځي څانګه وه په شا و تنبول شول. خو د داعشیانو لخوا د موصل نیولو کُردان په سوریه کې له ستونزو سره مخامخ کړل.
په عراق کې د داعشیانو پرمختګ عراقي کُردان هم جګړې ته ورټیل وهل او کوم ځایونه چې د عراقي پوځ لخوا پریښودل شوي و، کُردان هلته خپل پیشمرګه ځواکونه ورواستول. هغه مهال د داعش او کُردانو ترمنځ دومره جګړه رامنځته نه شوه، خو د ۲۰۱۴ کال د اګست په میاشت کې په ناڅاپي توګه داعشیانو پر پیشمرګه ځواکونو بریدونه ترسره کړل چې بالاخره یې کُردان له ځینو ښارونو تیښتې ته مجبوره کړل، په دې کې د سینجا ر ښار هم و چې ایزیدیانو پکې ژوند کاوه او په زرګونو یې د داعشیانو لخوا ووژل شول. کُردانو له داعشیانو سره نورې سختې جګړې هم وکړې چې مشهوره یې د سوریې په کوباني کې وه، د کوباني د جګړې له امله ډیر کُردان ترکیې ته په تیښته مجبور شول.
که په لنډه توګه اشاره وکړو نو کُردان د عراق له هر وار جګړې څخه ډیر اغیزمن شوي دي، مهاجرتونه یې کړي او په زرګونو وژل شوي هم دي، له همدې امله دې نتیجې ته رسیدلي دي چې که دوی د عراق ترڅنګ پاتې کیږي نو هیڅکله به خوندي او مصؤن و نه اوسي. له ۱۹۸۶ کال څخه تر ۱۹۸۸ کال پورې عراقي پوځونو د عراق په شمال کې د کُردانو زرګونه کلي له منځه یوړل، ځینې شمیرې ښيي چې په دغه عملیاتو کې یو لک کُردانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. په ۱۹۸۸ کال کې د حلبجه په ښارګوټي کې زرګونه کسان د کیمیاوي وسلو د کارولو له امله ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم پکې و. اوس ډیر وخت کیږي چې صدام حسین نشته خو کُردان اوس هم فکر کوي چې دوی به تل د عراق د عربي حکومتونو لخوا د ګواښ سره مخامخ وي. کُردان په دې فکر کې دي چې د داعش رامنځته کیدل د عراق د عربي حکومت له لاسه دي. د ځینو شمیرو له مخې داعشیانو تر دوه زره زیات پیشمرګه ځواکونه وژلي دي.
له بله پلوه کُردان غواړي چې د ځان لپاره یو خپلواک اقتصاد ولري. کله چې داعش درې کاله مخکې بریدونه پیل کړل، عراقي ځواکونو جګړه ونکړه، کُردي سرتیري راغلل او د شمالي عراق زیاتې نفتي سیمې او د کرکوک لانجمن ښار په شمول یې تر خپل کنټرول لاندې راوستل. کُردان اوس وايي چې عراقي حکومت بیا غواړي چې د کُردانو سره د نفتو په ویش کې شریک شي. عراقي حکومت وايي چې له کُردستان څخه په ناقانونه توګه تیل صادریږي نو له همدې امله په دغه سیمه کې یو اقتصادي کړکیچ رامنځته کیدلو ته لاره هواره شوې ده.
څرنګه چې پورته ورڅخه یادوونه وشوه کلونه کیږي چې د عراق د کردستان د سیمې چارې یو خودمختاره حکومت لخوا پرمخ وړل کیږي او په عملي ډګر کې د نور عراق په پرتله د داعش له جګړې هم دومره نه دی زیانمنې شوي. د پورته دلایلو په پام کې نیولو سره د عراقي کُردانو مشر ښاغلي مسعود بارزاني د ۲۰۱۷ کال د جون پنځه ویشتمه د یوې ټول پوښتنې د ترسره کولو تابیا وکړه ترڅو خلک هغه پوښتنې ته د “هو” یا “نه” ځواب ووايي چې آیا غواړي، کُردستان یو خپلواک هیواد و اوسي که نه؟
په نوموړې ټول پوښتنه کې د عراق د کُردستان ۵ میلیونه پر شرایطو برابرو وګړو ګډون وکړ او دغه پوښتنې ته یې د “هو” ځواب ورکړی دی. پخپله مسعود بارزاني وايي چې دا ټول پوښتنه په دې مانا نه ده چې ګواکې په سمدستي توګه خپلواکي واخیستل شی، بلکې د بغداد سره به د خبرو ور پرانیزي.
باید په یاد ولرو چې په سیمه کې ډیری هیوادونه د دې ټول پوښتنې مخالف دي، د عراق پارلمان د سپتمبر په ۱۲ دغه ټول پوښتنه د عراق د اساسي قانون پر خلاف وګڼله. له یو خوا عراق نه غواړي چې دغه نفتي سیمې چې کرکوک هم پکې شامل دی له لاسه ورکړي او بله دا چې نه غواړي د تجزیې په طرف ولاړ شي.
ترکیه هغه هیواد دی چې د عراقي کُردستان سره یې له نږدې اړیکې پاللې. د ایران د نفوذ مخنیوی او سوداګریزه راکړه ورکړه د دې لامل شوې وه چې انقره او اربیل سره نږدې شی. د سوریې د کُردانو سره د ترکیې د پي، کي کې د کُردانو اړیکې هم د عراقي کُردانو سره د دواړو خواوو د تودو اړیکو لامل وې، خو په ترکیه کې د کُردانو ستر نفوس او دا چې هغوی هم د خپلواکۍ او یا لږترلږه د خودمختارۍ غوښتنه لري، نو انقره د دغه ډول ټول پوښتنې شدیده مخالفه او دغه کار یې یو ستر خیانت بللی دی.
ایران هم د دغه ټول پوښتنې سره کلک مخالفت ښودلی او دغه ټول پوښتنې ایرانیان او ترکان سره نږدې کړي دي. د دوی اندیښنه هم یو ډول ده، ځکه دغه ریفرنډم کولای شي د ایراني کُردانو ترمنځ هم د خپلواکۍ هیلې په غورځنګ راولي. د عراقي کُردستان سیمه د ایران او عراق، عراق او سوریې د تګ راتګ مهم مرکز دی او ایران ته لاره هواروي ترڅو د مدیترانې د سمندر له لارې سوریې او لبنان ته لاسرسی ولري، د کُردستان خپلواکي کیدای شي ایران ته په دغه سیمه کې یو بل سرخوږی رامنځته کړي.
په سیمه کې یواځینی هیواد، اسرائیل دی چې د کُردستان له خپلواکۍ څخه ملاتړ کوي. اسرائیل له کُردانو سره ځکه خواخوږي ښکاره کوي، چې عراق، ایران، ترکیې او سوریې ته ستونزې زیږولی شي او دغه ډول ستونزې د اسرائیلو په ګټه دی. د ټولپوښتنې په مراسمو کې د اسرائیلو بیرغ هم لیدل شوی دی.
په څرګند ډول، د امریکې متحده آیالات د کُردستان د خپلواکۍ د ټول پوښتنې مخالفت ځکه کړی چې فکر کوي د داعش سره به جګړه له ستونزو سره مخامخ کړي. واشنګټن تراوسه د بغداد او اربیل نږدې ملګری و، د خپلواکۍ په بشپړه توګه مخالف نه دی خو وايي چې اوس شرایط برابر نه دي او کیدای شي دغه مسئله په عراق کې د بې ثباتۍ اور ته لمن ووهي. اروپايي اتحادیې هم په احتیاط سره د ټول پوښتنې مخالفت ښودلی او ټولې عراقي خواوې یې یووالي او زغم ته رابللي دي.
د کُردستان د خپلواکۍ ټولپوښتنې یو لړ اندیښنې رامنځته کړي دي. اصلي اندیښنه د عراق د حکومت غبرګون او احتمالي پوځي نښته ده، د سیمه ییزې معادلې په پام کې نیولو سره بله اندیښنه د ایران، ترکیې او سوریې غبرګونونه دي، ځکه په دغه هیوادونو کې ګڼ شمیر کُردان اوسیږي او هلته هم د آزداۍ غوښتنې غورځنګونه له مخکې شتون لري. د کُردانو ترمنځ اختلافات او د مسعود بارزاني موقف چې ۲۰۱۵ کال کې یې د واک موده ختمه شوې ده بله اندیښنه ده. د امریکې او نورو هیوادونو اندیښنې له داعش سره د جګړې پڅوالی او بیرته د داعش تقویت یوه لویه اندیښنه ده چې سیمه به نوره هم نا آرامه کړي او نورو جګړو ته به د سیمه ییز ملاتړ له امله هم لاره هواره شی.
په منځني ختیځ او نورو سیمو کې به هم د تجزیې او یا خپلواکۍ غوښتنې غورځنګونه رامنځته شي. په عراق کې ایزیدیان هم کیدای شي د خپلواکۍ غوښتنه وکړي. ځینې نور قومونه چې لا اوس هم د یو واحد حکومت له شتون څخه بې برخي دي، کیدای شي خپلو مبارزاتو ته زور ورکړي. بلوچان چې په پاکستان، ایران او افغانستان کې میشت دي، کیدای شي د آزاد بلوچستان داعیې ته نور هم زور ورکړي، ځینې متعصبو او ابن الوقته افغاني تاجک توکمو هم وار له مخه ځانونه له کُردانو سره مشابه ښودلي دي او له پښتنو څخه یې د جلا والي شعارونه لږترلږه پر ټولنیزو شبکو راڅرګند شوي او د لوی خراسان موضوع راپورته کوي. پخپله پښتون قوم چې هم په دوه هیوادونو کې ویشل شوی کیدای شي خپلې پخوانۍ ادعاوې تازه کړي، خو حالاتو ته په کتلو سره یې د عملي ګام اوچتولو احتمال ډیر کم دی.
له دې ټول بحث څخه په ځانګړې توګه دا پایله اخیستلی شو چې د منځني ختیځ لانجه نوره هم پیچلې کیږي، عراق، سوریه، ترکیه او یو څه به ایران هم له ستونزو سره مخامخ کیږي. عراق به په یوه نوې جګړه کې ښکیل شي، داعش به پیاوړی او وژنې به دوام پیدا کوي. د امریکې د متحده آیالاتو او غربۍ نړۍ پر وړاندې به دا احساس نور هم پیاوړی شي چې دوی چې کوم ځای ته تللي نو بیا یې خونړې جګړې او تجزیې رامنځته کړي دي.