کله به مو په کور کې کچالو ذخیره کړي وي او ذخیره کوئ به یې، خو پام چې په سمه توګه یې ذخیره کړئ او بیا د ډیر وخت لپاره یې هم مه ذخیره کوئ.
ځکه یوه روسيي کورنۍ چې په دې نه پوهېدله چې د دوی د کورنۍ ټول غړي به د هغه پټاټو له لاسه وژل کیږي کوم چې ددې کورنۍ مور په ځمکتله (زیرزمیني) کې ذخیره کړي وو.
دا ځکه چې دغه ذخیره شوي سبزیجات په زهرجنو موادو بدل شوي وو.
کله چې ددې کورنۍ غړي دې زیرزمینۍ ته ننوتل، نو د خوسا ، بویناکه کچالو چی په ګازو بدل شوي ول، ددې کورنۍ د وژلو سبب شول.
څیړونکي وایي، دغه زهرجنه ماده په دې سبزیجاتو کې ډېر کم وي، خو کله چې په سمه توګه او یا د ډېر وخت لپاره ذخیره شي، نو دا ماده بړاس کوي او زیاتېږي چی بد بوي، تریخ خوند او ګاز پیدا کوي چې د دې روحو د فوري مرګ لامل کیږي.