تاند نیوز ډیسک: د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ایم وایي، له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۲ میلیونه افغانان له خپل هېواده تښتېدلي دي.
آی او ایم سازمان دا خبره د افغان بې ځایه شویو وګړو د کلنۍ ارزونې راپور کې کړې ده.
د افغانستان د کډوالو وزیر سیدحسین عالمي بلخي په دې اړه د یکشنبې په ورځ خبري کنفرانس ته وویل، دا راپور ۳۹۰ ولسوالیو له ۱۱۴۴۳ کلیو د ۶۲۱۸۶ کسانو سره د مرکو په اساس ترتیب شوی چې ارقام یې هم دقیق دي.
بلخي زیاته کړه، تیرو ۴ کلونو کې دوه ملیونه ۲۹۱۵۸۵ وګړو افغانستان پریښی دی چې له دې منځه ۲۷۱۲۴۸ کسان یې اروپا ته تللي دي.
خو بلخي دغه راز وایي، همدې کلونو کې درې ملیونه ۲۵۳۰۸۰ کسان بیرته خپل هیواد ته له کډوالۍ راستانه شوي دي.
بلخي دغه راز وایي، له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۸ پورې افغانستان ۳ ملیونه ۵۲۹۹۷۱ کورني بیځایه شوي هم لرل چې ۲۶۶۹۴۳ کسان یې خیمو او تر شنه اسمان لاندې ژوند کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *