موبایل یې له جیبه راوایست. بیرته یې پر میز کیښود. تندی یې وموښه. یو ځل یې یو جیب بیا بل جیب وپلټه. سګریټ یې راواخیست. لایټر یې ورته ونیو. کړکۍ یې پرانیسته. لوګی یې بهر ته پوف کړ. د میرمنې یې سلګۍ شوې. سړي سګریټ ایسته سړک ته خطا کړ. دواړه لاسونه یې پر سر کیښودل. میرمن یې په ژړغوني غږ ورته وویل:

  • نور نو کابل خبر کړه

سړي موبایل غوږ ته ونیو. بل لور ته غږ لوړ شو:

  • جرمني ته ورسیدئ

سړی غږ ونه کړ. له بل لورې خندا شوه:

  • نومره دې معلومیږي شکر چې ورسیدئ ده ورو وویل:
  • څلور ورځې کیږي چې رارسیدلي یوو
  • وئ ظالمانو څومره سودا مې وه، ما ویل چې بس ستاسو حال راشي زه به پسې درروان شم پسه مې منلی دی هغه به هم نن خیرات کړم

ده ورته وویل:

  • دوه پسونه خیرات کړه
  • ولې نه ولې نه
  • یو دې د وراره لپاره… هغه اوبو یووړ.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *