زه ځینې وخت د ډیوه او مشال راډیو فېسبوکي پاڼې څارم  او هلته په خپرو شویو مطالبو د خلکو نظرونه (کمنټونه) لولم.
دلته لر او بر پښتانه د موضوعاتو په اړه خپل نظرونه شریکوي چې ډېر وخت د ځینو بحث سپکاوي او بربنډو کنځلو ته هم وځي.
یو بحث  چې زما ور پام شو، د لرو پښتنو له لوري برو پښتنو ته د مهاجر خطاب و.
د الفاظو معناوې ځینې نازک بریدونه هم لري، چې د کم پوهاوي له کبله يې ځینې خلک په تفکیک نه پوهېږي او یو له بله سره يې ګډوي.
مهاجر/ کډوال: هغه خلک چې له یو هېواده بل ته د بېلابېلو عوامولو په اساس وکوچېږي ویل کېږي.

بېځایه شوی/ شوي/ هغه خلکو ته وايي چې په خپل هېواد کې د جګړو، وچکالۍ، سېلابونو او نورو عواملو پر اساس بېځایه شي.

زما د پورته توضیح موخه:
که موږ د لوی افغانستان چې تر اټکه او ټیکسلا مدعیان یوو، نو پکار ده چې پېښور ته ورغلو خلکو ته کډوال او مهاجر نه، بلکې بېځایه شوي ووایو، خو که پنجاب ته موږ ولاړو، نو هلته د خلکو حق دی چې موږ ته کډوال وايي، موږ په پېښور کې کډوال نه وو، موږ په پېښور کې د لوی افغانستان بېځایه شوي خلک وو او یوو.

که موږ د اوسني پاکستان سره له علمي او حقوقي اړخه د ډیورنډ په اړه قاطع او قانع کوونکی دریځ ولرو، نو ښايي نړیوال هم زموږ پلوي وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *