نور محمد ثاقب

کړنلاره (procedure) هغه لارښوونې دي، چې له مخې یې د څرګندو چارو پرمخ وړلو لپاره طریقې وړاندې کیږي. یا پروسجرد اجرأ کیدو طریقه ده. پروسجر یا کړنلاره یوې پالیسۍ ته لارښود چمتو کوي او د ټاکل شوي پالیسۍ اړوند چارو پر مخ وړلو لپاره د اقدام کولو ګامونه څرګندوي. کړنلاره د پالیسۍ په پرتله ډیره څرګنده او معلومه وي. پالیسي د کړنو لپاره په ټولیزه توګه لارښود چمتو کوي خو کړنلاره(پروسجر) د لارښود د تعقیب په موخه لارې ښايي. “پروسجر یو لړ سره تړلي دندې دي، ترڅو د کار د بشپړ کولو لپاره په پرله پسې یو جوړښت ولري او د اجرأ کولو لارې وښايي.

پروسجر فکر ته په نسبي توګه د عملي کار کولو یو لارښود دی او د ټاکل شویو فعالیتونو سرته رسولو په ترڅ کې د دقیقو طریقو تفصیل وړاندې کوي. له کله چې کړنلارې د اداري مسالو او کشالو ګام په ګام د اداره کولو لپاره توصیه کیږي نو په دې حالت کې لوړ پوړي مدیران ټيټ پوړو مدیرانو ته روزنیزې چارې سپاري او صلاحیت ورکوي، ترڅو په مهمو موضوګانو متمرکز وشي. په حقیقت کې لوړ پوړي مدیران پالیسۍ جوړوي او کړنلارې د ټيټ پوړو مدیرانو له خوا ټاکل او اداره کیږي. یوه ښه ټاکل شوي کړنلاره اداري چارو ته په بېلا بېلو مرحلو کې ګړندیتوب ورکوي او چارې اسانه کوي. کله چې وګړي په مختلفو ساحو کې د پروسجرونو په تعقیبولو سره چارې پر مخ وړي، نو یو بل ته مزحمت نه جوړیږي. یوه ښه کړنلاره فعالیتونه سره همغاړي کوي او همرنګي کولو ته یې شرایط چمتو کوي. پروسجرونه څارونکو او هیئتانو ته اسانتیاوې برابروي. یعني دوی ته ښايي چې دلته د کارونو ترسره کولو لپاره څرګنده تګلاره شتون لري. همدارنګه د ټيټ پوړو مدیرانو د روزنیزو چارو مهارتونو او وړتیاوو ته پرمختګ ورکوي. د چارو په ګړندیتوب کې اړینه مرسته کوي.

که وپلټل شي رامعلومیږي، چې زموږ(د افغانستان) د یو شمیر دولتي او نادولتي ادارو اوږدو او پيچلو اداري کړنلارو( پروسجرونو) له امله اداري کارکونکي او مراجعین زوریږي.که مدیران او اداري چلونکي د حالتو مطابق کړنلارې په پرله پسې توګه د بیا کتنې لاندې نیسي او بدلون ورکوي؛ غوره به وي. د ادارې اجرأیه کار کوونکو ته دې خپلواکي ورکړل شي، ترڅو په ځینو اړمنو حالتو کې د رغندونکي طریقو په لرلو، دکړنلارو په تبدیلولو سره ګته واخلي. هاله هدفونه په اسانۍ سره ترلاسه کیدی شي. که پروسجرونه مغلق او اوږده وي، شوني ده، چې د سرچینو د ضایع کیدو سبب وګرځي.

بېلګې: یوتن په شرایطو برابر او مستحق برحال محصل د لوړو زده کړو په موخه د بهر هيواد د تحصلي بورس څخه د ګټې اخیستنې لپاره نیت کوي. د پروسجر په تعقیبولو یې پیل کوي. ترڅو ټاکلي مهال ته یې پړاونه ووهي. خو د پروسجر د اوږدوالي له امله یو شمیر پړاونه پاتې کیږي. د اړوند هیواد د پوهنتون د داخلیدو مهال تیریږي او تدریسي بهیر پیلیږي. دغه مستحق محصل ردکیږي، چې پایله يې د تحصیلي بورس په ضایع کيدو تمامیږي.

داسې نورې بېلګې هم د رسمي چارو پرمهال لرو. که ولس مو د ژوند اړوند اسناد (تذګیره، پاسپورټ، لایسنس، واثقه، نکاخ نامه، تحصیلي اسناد، د موټر جواز او داسې نور) تر لاسه کوي او د اوږدو او بې ګټې اداري پروسجرونو او کړنلارو له امله ستړی کیږي او د دولت باور ته زیان رسیږي. که شوني وي، باید اداري پروسجرونه لنډ او ساده شي، ترڅو د قوانینو د تطبیق په موخه پړاونه اسانه شي.

پای – ۱۳۹۴ اسد ۲۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *