څو تنه سپينې چپنې والا کوټې ته راننوتل. يو يې وويل : ډاکتر صايبانو ، ما په لکچر کې د همدغه مريض خبره کوله.
ډاکتر ، لکچر ، مريض ، نه پوهېدم چې دا څه سره وايي. ډاکتر ، مريض ، ذهن کې مې د هغه خبرې تکرارېدلې.
بيا يې وويل : پوره دوې هفتې په کوما کې و، پرون په سد شو. اوسه پورې څوک نه پېژني ، خبرې هم نه شي کولى ، حافظه يې له لاسه ورکړې.
د هغه خبرې مې بيا په ذهن کې انګازې وکړې : پرون ، حافظه ، کوما….
زړه مې ورته په تنګ شو دا څه سره وايي.
يوه بل پوښتنه وکړه : استاده ! سړى ولې په داسې حالاتو کې کوما ته ځي؟
اولي ځواب ورکړ : که چېرې سړى په سد وي دومره شديد دردونه نه شي زغملى.دا د بدن يو دفاعي ميکانيزم دى.
کوما ، درد ، ډاکتر ، مريض ،
درد ، دوا ، ډاکتر ، مريض….کرار کرار دغو خبرو راته معنا پيدا کوله. مريض _ درد ، ډاکتر _ دوا.
يوه بل يې وويل : استاده ! نو حافظه ولې له منځه ځي؟
اولي بيا ځواب ورکړ : حافظه له منځه نه ځي ، بلکې سړى يې ياد ته نشي راوستلى. دا هم د انسان په ګټه ده که مريض ته تېره حادثه ورياده شي بيا بيا شاک ويني.
بيا مې دغه کلمې لکه چې څوک مې په غوږ کې تکرار کړي په وار وار واورېدلې.
حافظه ، حادثه ، انسان ، مريض.
٭٭٭
_ ليداجانې ! مريض څنګه دى؟
_ ښه دى. حياتي علايم يې ثابت دي.
_ خبرې کوي؟
_ پرون چې تاسو لاړئ لږ لږ يې ستاسو خبرې تکرارولې. نن يې ويل چې (( مخ ليد)) راکه. زه پوه نشومه چې څه شى يادوي.
_ ډېر ښه . کرار کرار ښه کيږي. تا څه وويل ، مخ ليد ، مخ ليد ، اممممم هو هېنداره به يې غوښتې وي.
_ ما ورو ورو سترګې پرانيستلې. اوس پوهېدم چې هغه زما ډاکتر دى. خوله مې په سختۍ سره خلاصه کړه ، په ټيټ غږ مې ورته وويل : ډاکتر ، درد.
هغه خوشاله شو ويې ويل : کوم ځاى؟
ما خپلې ښۍ اوږې ته اشاره وکړه.
هغه وويل : اوږه دې درد کوي؟
ما د هغه خبره تکرار کړه : اوږه دې درد کوي.
ډاکتر ليدا ته وويل : يو ديکلوفينک امپول ورته په عضله کې ولګوه.
هغه ولاړ. ليدا هم لاړه څو شېبې وروسته بېرته راغله. يو پتنوس غوندې شى يې په لاس کې و. د هغې له لاسه کوم شى وغورځېد ، کړنګ شو.
کړنګ ، کړنګ ، کړنګ … دغه اواز مې غوږو کې انګازې کولې. يو تت غوندې تصوير مې ذهن کې جوړ شو لکه د خولو وهلې ښيښې له شانه چې چا ته وګورې. درې کسان د يوه مېز شاته پر چوکيو ناست وو. مخونه يې سم نه ښکارېدل ، لکه دوړو کې چې پټ وي. ګيلاسونه يې پورته کړل سره ويې جنګول : کړنګ ، کړنګ ، کړنګ.
يوه وويل : په سلامتۍ.
بل يې وويل : د ټولو په سلامتۍ.
ګيلاسونه يې خولو ته يوړول. په سر يې واړول.
سپږمو ته مې يو تېز بوې راغى. ليدا په پنبې باندې د اوبو غوندې دوا لګوله. دې بوى سره مې سر ټکان وخوړ.
هغو دريو تنو بيا ګيلاسونه نيمايي پورې ډک کړل. کړنګ کړنګ سره ويې جنګول ويې چښل. کرار کرار د هغوى تصوير روڼ شو. يو په کې زه وم ، مخامخ راته ايمل ناست و ، څنګ ته مې داوود و.
ګيلاسونه څو وارې ډک او تش شول. پاڅېدو ، موټر کې کېناستو. داوود پر جلو کېناست ، څنګ ته يې ايمل ناست و ، ما ځان شاتني سيټ کې اچولى و. موټر روان شو ،لکه ټال کې چې ناست اوسو زنګېدلو. څه خوندور حال مو و. ټېپ کې هندې سندره چالانه وه : (( شراب جس نې بنايي اوسې همارا سلام)) موږ ټولو سندره تکراروله ، ورسره مو چکچکې هم کولې. داوود به کله شټرنګ ته لاس يوړ او کله به يې چکچکې کولې. نيمه شپه وه ، سړکونه خالي ، د پسرلي تازه هوا ډېر خوند يې راکړى و. د لرې نه دوه څراغونه په چټکۍ سره رانژدې کېدل. موږ په دنيا نه و خبر. ايمل چيغې کړې : احتياط !
کغغغغغغغغغ ، ګړز
٭٭٭
_ ليدا جانې ! مريض بيا کله بې سده شو ؟
_ يو ساعت به کيږي. هماغه وخت چې تاسو ته مې زنګ وواهه.
ډاکتر راباندې غږ وکړ : اجمله ! اجمله !
کرار کرار مې سترګې وغړولې. هغه په موسکا سره ليدا ته وويل : ډېر ښه. دې ته وايي بست وربل رسپانس (best verbal response ).
يوه اشنا غږ وويل : ياره ترور زيه ! زما ورور خو بختور و، ايمل او داوود ځاى په ځاى ساه ورکړې وه.
١٣٨٦ _ ١١_١١