ساجد آفاقي

د افغانستان د روان کړکیچ مسولیت د چا په غاړه دی؟

د افغانستان روان کړکیچ د ۱۳۵۷  دثور د اوومی نیټی  د نظامی کودتا څخه پیل او بیا د شورویانو د یرغل په نتیجه کی خپل اوج ته ورسید. اوسنی جنګ او جګړه د هغو سترو خیانتونو او ناوړو افکارو  چی روسانو د یرغل په پایله کی یی افغانانو ته پریښود، نتیجه ده.

پداسی وخت کی چی افغانان او افغانستان په یو عجیبه کشمکش کی را ګیر دي له یوې خوا کابینه نده معلومه له بلې خوا هر فرد د اقتصادي ستونزو سره مخ دی ، هر ورځ اختطاف ، وژنه ، غلا ترور او… د افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دولت او دولتي چارواکو خپل غوږونه پټ کړي ….
ستاسو په نظر دا حالت به تر کومی دوام کوي؟
دا مسؤلیت مونږ د چا په غاړه واچوو؟ هیواد د بحران په لور روان دی، چا ته وژاړو ، چا ته ووایو هری خوا ته یو قوي دښمن پروت دی ،هره لاره تړلی ده …
دا پړه به په دولت او دولتي چارواکو نه اچوو ، زما په اند مونږ دولت نه لرو! د کوم دولت بنیاد چی یو بی فرهنګه خارجئ کیږدي هغه به څه دولت وي؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *