خالد احمدي

خالد احمدي –

څه باندي دیارلس کاله کیږي، چې په هیواد کې د هري ورځې په تیریدو امنیتې وضعیت مخ په ځوړ

روان دي افغان امنیتې ځواکونه د هري ورځې په تیریدو غښتلي په اسري او نظامې وسایلو مجهز کیږي خو بیا هم زمونږ په هیواد کې امنیت وضعیت د ډاډ وړ نشو په څلوردیرشو ولایاتو کې یواځې افغان دولت په مرکزي سیمو کې حکومت کوي او نوري سیمې د دولت د مخالفینو په لاس کې دي په خلکو خپل حکومت چلوي .

بهرنې ځواکونه چې زمونږ هیواد ته د ترهګري د ځپلو په موخه راغلي نه یواځې چې ترهګر زمونږ له خاوري ورک شول بلکې نور هم پیاوړی شول او هغه وسلي او مهمات چې زمونږ امنیتې ارګانونه يې د شتون نه عاجز دي ترهګر د جګړي په میدان کې کاروي کورنې او بهرنې ځواکونه د شپې پر مهال د ملکې خلکو په کورونو چاپې وهې په یوه او بل نامه يې وژنې یا په کلونو کلونو د شخصي زندانونو میلمانه وي.

د کورنیو او بهرنیو ځواکونو د دغه ناوړه کړنو د دولت او خلکو ترمنځ لوی واټن رامنځته کړي، چې د دغو نا امنیو یو لامل همدا د خلکو او دولت ترمنځ بې باوري ده.

په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې، چې تر نن ورځې يې ستونزی ندي هواري شوي د ولسمشر اشرف غنې او اجرایوي عبدالله ترمنځ د واک پر سر هغه ناندری وي چې هیوادوال يې تر پوزی راوستل امنیت لا پسي خراب شو اقتصادي حالت ورځ تربلې مخ په ځوړ روان وه هغه کسانو چې د هري ورځې ګټلي روپۍ به د خپلو ماشومانو لپاره د شپه ډوډې کوله د هغه روزګار لا پسي د ستونزو ډک شو.

ولسمشر اشرف غنې چې په ټاکنو کې يې اکثریت رايې د ځان کړي وه د خلکو پراخ ملاتړ د ځان سره درلود خو نن دغه ملاتړ د هر ورځې په تیریدو له لاس ورکوي . کوم امیدونه چې افغانانو درلودل هغه ر ښتیا نشول د خلکو هیلې په نا هیلیو بدلې شوي .

ولسمشر اشرف غنې د لوړي نه وروسته څو سرونه خیشته کړل خو یو يې ترپایه ونه رسو د کابل بانګ، د پلچرخې زندان، اداری فساد، ځمکو د غاصبینومحاکمه، شيرپور او داسي نور پلانونه وه چې په ډیري چټکې سره يې پیل کړل ټاکلي وخت يې ورکړ خو نن وینو چې دا هرڅه ورنه هیر شول یواځې تش ویل وه د نوموړي د ریاست څه باندي دوه میاشتې کیږي خو تراوسه ندي توانیدلي چې کابینه جوړه کړي د د ترڅنګ د اجرایوي عبدالله سره د کابینې او واک نیمایې ویش دي چې هوکړه يې ورسره کړي او هغه کسان چې د نوموړي ترڅڼګ په ټاکنو کې شتون درلود له ځانه لري کړي هره پریکړه یواځې کوي چې دا دي نن عبدالله موازی حکومت جوړ کړ په بهرنیو سفرونو کې ورسره برخه اخلي د هیواد په استازیتوب دواړه په غونډو او کنفرانسونو کې وینا کوي .

دا بله هغه ستونزه ده چې په نوي حکومت د خلکو بې باوري نوره هم زیاتیږي زور واکې او خپلواکې زور اخلي کابل ښار په پرله پسې توګه هره ورځ د ځانمرګو، چاودنواو برید ګرو د برید شاهد وي هره ورځ په دغه پیښو کې زمونږ بې ګناه هیوادوال خپل ژوند له لاس ورکوي. هغه کړي وعدي د امنیت ، اقتصاد،سوله، رغونه یو تش خیال وه . کومې ستونزی چې اوسنې حومت ورسره مخ دي د هري ورځې په تیریدو لا پسي زیاتیږي افغانان یوځل بیا د یو لوي ناورین په لوري وړي که د دغه ناورین د مخنیوي لپاره هیوادوال هوښیار ونه اوسي یو ځل به بیا د تیر په څیر په خپلو کې په جګړو بوخت شو او ګاونډي هیوادونه به زمونږ ترمنځ بل شوي اور ته پکه وهې قربانې به مونږ ورکوه وژل کیږو به مونږ موخې او ګټې به د ګاونډیانو وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *