«کک او زرينه» منظومه تاريخي حماسه ده. کک د زړورتيا او باتورۍ او زرينه د هوښيارۍ او پلان جوړونې سيمبولونه دي. داستان د زرينې له دعا پيلېږي. د کک پر لومړۍ مينه اوږدېږي، بيا يې په دويمې او حقيقي مينې پای ته رسېږي.
داستان د حماسې اکثره ځانګړنې خپلې کړې دي. دلته د وطن خاوره هغه هيلن ده، چې کک لکه اګاممنون پسې له کوره وځي. زرينه پکې د منيلاس په ډول چې اګاممنون يې راپورته کاوه، کک راپورته کوي، خو توپير دادی، چې زرينه پخپله هم په جګړه کې دخيله ده.
کک تر دې د مخه هم مين و، هغې مينې کک له روميانو سره هومره وجنګاوه، چې په تنهايي يې رومي لښکر ته ماتې ورکړه. بيا ورپسې دويم مينتوب هغه څه دی، چې کک په تنها ځان له سلو پيلانو سره جنګېږي. لښکر تر دې د مخه چې کک لا نه دی، راغلی وارخطا دی. دوی پوهېږي، چې کک نه وي، شل به نه شي او سوبه به د دوښمن په برخه وي. دلته کک د زړورتيا هغه سيمبول دی، چې خلک يې له رغبته تر مخ چپه خوله دي. همدارنګه زرينه د هوښيارتيا هغه سيمبول دی، چې په تنکۍ ځوانۍ کې د ساکانو اووه قومونه په خپلو کې له جنګونو راګرځوي. په يوه ټغر يې کښېنوي. بيا پرې خپل حکومت چلوي. په مجازي مينه کې غرق کک ته په داسې چل او هنر ځان ورسوي، چې تر اوسه لا درباريان ورته ګوته په غاښ دي. د حقيقي مينې راز ورښيي. له تياره ژونده د ژوند بل رڼا مخ ورښکاروي. د وطن او خاورې په دفاع کې ترې داسې ګټه اخلي، چې په پای کې دواړه د بري پر سمند سپاره او د بري بيرغ رپاند ساتي.بله دا چې دا داستان يو بشپړ داستان دی، چې پيل، اوج او پای لري. دا د حماسې يوه بله اساسي ځانګړنه ده.
د کک او زرينه ژبه خوږه او د خوندورو مکالمو، تحليلونو، منظرکشيو په واسطه داستان مکمليږي. کک او زرينه ټول دوه ويشت سرودونه لري، چې هر سرود يې له بل سره مفهومي تړاو لري. سرودونه يې د ناول د کوچنيو کيسو په څېر يوه يوه وړه کيسه ده، چې ناول پرې مکملېږي.
داستان ساده نظم دی، څرنګه چې تاريخي نظم دی او تر ميلاد د مخه کيسه بيانوي؛ نو د ځينو ځايونو، اشخاصو او قومونو له نومونو سره لوستونکي ته پوښتنه پيدا کېږي، خو دا پوښتنې د کتاب په پای کې حل شوې دي. په متن کې له مهم نوم سره اشاره شوې، لوستونکی کولای شي، هغه اشارې د کتاب په وروستيو پاڼو کې وګوري.
کک او زرينه له پند، خوند، ښکلا او مينې ډکه تاريخي حماسه ده. کک او زرينه د وطن دوستۍ داسې درس راکوي:
هو، د ښځې په بولۍ به ځي جګړې ته!
هر سر تيری يوې مور دی زېږولی
هر سالار ته يوې ښځې عشق ښوولی
لښکر ټول د خپلې مور په مينه مست دی
د وطن اوبه، شيدې د مور د تن دي
لکه ته چې خپله مور پريښته بولې
هر انسان ته خپله مور همداسې بويه
دا داستان راته د ژوند دوه اړخونه تياره او رڼا ډېر په هنرمندانه ډول تشرېح کوي. زموږ روان دې ته ځيروي، چې ناهيلي او ګوښه توب نرتوب او ژوند نه دی؛ بلکې د ژوند بل اړخ ښکلا او د هغې لټه ده، چې رڼايي راولي. ژوند دی. نرتوب دی. او بريا ده.
خبر نه شوې چې تيارې نيمې دنيا نه
ها خوا نيمه د نيا نوره رڼا ورځ ده
هلته مينه، هلته سوله، هلته ژوند دی
له انسان سره د بل انسان پيوند دی
نيمه نوره دنيا تکه سپينه مينه
د اوبو په څېر روانه پاکه سپينه
زه راغلې يم تا هلته ورولمه
د داستاني ادب يوه مهمه ځانګړنه د کرکټرونو له خولې د هغوی د پوهې په اندازه خبرې کول دي. زموږ ځينې داستانونه داسې وي، چې يو صحرايي او بېسواده به پکې درته د خانۍ او ابادۍ داسې کيسې کوي، چې تا به حيران کړي. يا به د مکتب د لسم ټولګي له شاګرده د فلسفې هغه بحثونه اورو، چې لوی لوی استادان به ورته عاجز وي، د کک او زرينه ليکوال دې اصل ته هم ښه ځير دی. د زرينې له خولې درته د هوښيارۍ هغه انداز ښکاره کوي، چې لوستونکی ورته حيرانيږي، خو د کک له خولې درته د باتورۍ بيان کوي.
منظرکشي د تشبېهاتو پر مټ داسې حد ته رسوي چې لوستونکی د ځان سره هماغه ځای ته وړي. دلته به يې يوه بېلګه ولولو:
ملکه زرينه ځير ځير کک ته ګوري
د سالار ښکلې ځوانۍ ته فکر وړې
لوړ قامت، ځيږه ښکلا او زرځې سترګې
ملکې تر دې پخوا ليدلې نه ده
نرينه ښکلا تر دې بريده زړه وړونکې
تورې څڼې يې لام لام پر مخ چارپېره
غنمرنګه، لکه هسک شمشاد يې ونه
لکه ښه روزلی اس، چست اندامونه
لکه دوه پولادي ډاله يې سينه ده
د پياوړو مټو پلې يې وسپنيزې
د داستان يوه ځانګړنه تجسس وي، چې لوستونکی پرې نه ېږدي، تر څو يې د ځانه سره تر پايه ونه رسوي. کک او زرينه هم ته شروع کړه، داستان به دې تر اخيره د ځان ملګری کړي.
په رواني لحاظ د داستان يو ځانګړنه بايد دا هم وي، چې په وروستيو کې لوستونکي ته ډاډ ورکړي، چې له هر ډول تکليف او زحمت نه وروسته د بري خول د سړي پر سر کېږي. په اوسنيو داستانونو کې ډېر يې داسې دي، چې لوستونکی په درد او غم کې پرېږدي. داسې داستانونه د لوستونکو په روان کې بدې پايلې هم ممکن ولري. کک او زرينه لوستونکی د ځان سره تر پايه وړي. په پای کې يې د دوو بريمنو پر سمند سپرو عاشقانو نندارې ته کښېنوي.
دغه شپه د ژوند تر ټولو خوږه شپه ده
پر دوښمنو بری يو خوا جانان بلخواه
پر دوه زړونو د مراد وږمه خوره ده
هيرمند غواړي مينان تر خپلې غاړې
چې يو بل سره د مينې په خوند پوه شي
د څپو د مستانه شوخيو خواته
په خوږو د يوه نوي پيوند پوه شي
سمند ځي په منډه منډه تر هيرمنده
چې د عشق نوی داستان ورته بيان کړي
راز ونياز باندې ماړه دوه مينان کړي
عشق د هرې اتلوالې د زړه زړی
د عشق شور دی چې ودان لوی ساکستان دی
کک او زرینه یوه افسانه ده ، تاریخ یې مشکوک دی ، خو له بده مرغه چا چې نظم کړي دادهغه ایجاد نه دی ، بلکه دای غلاکړې ، ترده دمخه استاد رشید او ترهغه دمخه ارواښاد نجیب الله خان توروایانا اوله هغه سره سمه ارواښاد کهزاد اونورو د افساني په بڼه په ساده الفاظو ویلی ده . له سترګو رانجه وهل خو مړه همدغه ته وایی کنه ؟؟؟
وحید الله بریال صیب د کک اوزرینې د داستان په باب ښایسته معلومات وړاندې کړي دي. مګر زما په شان کسانو ته چې د لومړي ځل لپاره د دې داستان نوم اوري ، نورو معلوماتو ته هم ضرورت احساسیږي.
دا داستان چالیکلی دی؟ څه ډول داستان دی ؟ پيښې یې حقیقي دي او که خیالي؟
چېرته یې پیدا کولای شو. اصلي ژبه یې کومه ده ؟