تاند، جمعه، د ثور ۵مه: د برښنا شرکت وايي، د روانې میاشتې د بریښنا د لګښتونو نیمايي پيسې یې ازبکستان ته ورکړې دي، خو دغه هیواد ترې د راتلونکې میاشتې پيسې هم غواړي.
برښنا شرکت همداراز خبرداری ورکړی چې د دوی د برښنا سرچینې د کمبود ښکار دي او د وارداتي بریښنا د صرفیې د ورکړې مالي توان هم نه دی ورپاتې.
د بریښنا شرکت وايي، له ازبکستان څخه دمګړۍ ۴۰۰ میګاواټه بریښنا راوارد شوې چې د میاشتې ۱۳ میلیونه ډالر بیه یې ازبکستان ته ورکوي، خو اوس د دغه شرکت رئیس امان الله غالب له رسنیو سره ویلي، که دا پیسې ازبکستان ته ورنکړي راتلونکې میاشت کې به ازبکستان بریښنا پرې قطع کړي: (( دا ستونزه په خبرو هوارېدای شي، موږ د اپریل د میاشتې پيسې ازبکستان ته ورکړې دي، خو هغوی د بلې راتلونکې میاشتې پيسې هم غواړي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې افغان او ازبکستاني چارواکو د بریښنا د لګښتونو په برخه کې د ځنډ په اړه خبرې کړې وې، مګر کومه نتیجه یې نه ده ورکړې او اوس دا امکان شته چې ازبکستان راتلونکې میلادي میاشت کې پر افغانستان برېښنا قطع کړي.
په همدې حال کې برښا شرکت وايي، دمګړۍ یې لوی دولتي ادارې درې میلیارده افغانۍ پوروړې دي او د دریو میاشتو صرفیه یې دوی ته نه ده ورکړې چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه په کې شامل دي.
د قانون له مخې څوک چې د برښنا د مصرف پیسې نشي ورکولای ، باید برښنا ورباندې بنده او په مقابل کې دا برښنا دې نورو مستحقو مستهلکینو ته توزیع شي.