تاند- د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که د پخلاینې او سولې په برخه کې جدیتوب ونه ښيي نو دفتر به وربند کړي. کیري وویل، ډاډه نه دی چې د د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به خبرې وشي او که ونه شي.
جان کیري نن / شنبه/ د قطر په پلازمېنه دوحه کې له خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل: په قطر کې د طالبانو پرانستل شوی دفتر به په هغه صورت کې بند شي چې په خبرو کې پرمختګ ونه شي.
کیري په عین حال کې وویل چې د امریکا متحد ایالتونه لا تیار نه دي چې له طالبانو سره وویني. ده طالبان د سولې په هلوځلو کې د خپلو ژمنو په پوره کولو کې ناکام وبلل.
د قطر دفتر، چې له نژدې دوولس کالو جګړو وروسته له طالبانو سره د سولې د رسمي خبرو لپاره پرانستل شوی، د سولې د خبرو لپاره خورا مهم بلل کېږي.
ده زیاته کړه:«باید وګورو چې پیل شوې هڅې پر مخ ځي او که نه ځي. زه په خپله نه پوهېږم چې پرمختګ ممکن دی او که نه دی. که پرمختګ نه کېږي، بیا ممکن موږ د طالبانو د دفتر په بندولو غور وکړو.»
کیري د منځني ختیځ د اوو هیوادونو د سفر په لړ کې نن/شنبه/ قطر ته ورسېد او د سوریې په کنفرانس کې یې ګډون وکړ.
طالبانو تېره اوونۍ په قطر کې خپل دفتر د افغانستان د اسلامي امارت د دفتر په نوم پرانست او د خپلې ډلې سپین بیرغ یې ورباندې ولګاوه.
د افغانستان حکومت د اسلامي امارت لوحه د یوه جلا وطن حکومت سمبول وبلله او پر هغې یې د اعتراض په دود اعلان وکړ چې قطر ته به پلاوی ونه لېږي.
د اسلامي امارت د لوحې له لېري کېدو وروسته افغانستان خپل دریځ نرم کړ خو راپورونه وايي چې اوس طالبان په دې غور کوي چې خبرې بیل کړي او که یې نه کړي.
د سیاسي چارو ځیني کتونکي په دې ټینګار کوي چې د سولې خبرې، چې د افغانستان او افغانانو برخلیک پکې ټاکل کېږي، باید د داسي نسبتاً وړو خبرو قرباني نه شي.
ګوری زه خو یو کوچی سړی یم . کوچیان ورونه دی نه خپه کیږی یعنی چه زه یو بیسواده او ناپوهه سړی یم او دومره هم په سیاست نپوهیږم. خو دومره به ووایم چه دا دفتر پرانیستی امریکایانو دی او امریکایان یی هم بیرته بند دولی شي، لکه چه وینی هغوی په خپله هم وایی چه که چیری په دی دفترکی د سولی خیری پر مخ لاړی نشي نو مونږیی بنده وو. په هر صورت کوچی هیله مند دی چه د سولی خبری پیل ښی. باور په چا کوی؟ ووایه باور په چا کوی؟ زه خو په خدای له جنګه دوه پوزی ته راغلی یم ، تر څو به دا حال یی؟ الله دی چه د تاند چلونکی دما دا څو کرښی په عین رقم سره چاپ او نشر کړي