تاند- د امریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن ډاډ څرګند کې چې هیواد به یې له افغانستان سره امنیتي تړون لاسلیک کړي.
جان کیري، چې پاکستان ته په سفر تللی دی، وویل:«تر کومه ځایه چې په ګاونډي افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په راتلونکې پوري تړلې ده، زه مظمین یم چې د امریکا متحد ایالتونه به په سم وخت کې د خپلو پاتې کېدونکو عسکرو د شمېر په اړه امنیتي موافقې ته ورسېږي.»
ښاغلي کیري تاکید وکاوه:«موږ د خپلو ځواکونو شمېر لږوو، پوځیان نه باسو.»
له دې ټینګاره ښايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اشاره په پاکستان کې مېشتو سخت دریځو او د پاکستان د پوځ هغو عناصرو ته وه چې په افغانستان کې د ستراتیژیک عمق لپاره له افغانستانه د امریکايي پوځیانو وتلو ته انتظار باسي.
ښاغلي کیري له پاکستان سره موافقه وکړه چې د بشپړو ستراتیژیکو همکاریو لپاره خبرې بېرته پیل کړي.
د دواړو هیوادونو د ستراتیژیکې اړیکو لپاره خبرې په ۲۰۱۱ کال د پاکستان پر دوو سرحدي پوستو د ناټو د بمبارۍ او د امریکا د بې پېلوټه الوتکو د حملو له کبله ځنډېدلې وې.