تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به نن /شنبه/ بیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ له دواړو کاندیدانو سره وویني.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه چګپوړي امریکايي مامور د جمعې په ورځ ناوخته وویل چې ښاغلی کیري به له ښاغلیو احمدزي او عبدالله سره په بېلا بېلو نظرونو، لکه د رایو د تفتیش او د یوه پراخ بنسټه حکومت په باب خبرې وکړي.
رویټرز خبري اژانس وايي چې له دغه جګپوړي امریکايي مامور څخه وپوښتل شول چې ایا دواړه افغان کاندیدان د انتخاباتي لانجې حل کولو ته نژدې شوي دي؟ هغه وویل:«پر هغه څه چې بحث کېږي د بدلون په حال کې دی، پر ګڼو نظرونو خبرې کېږي، باید ولیدل شي.»
په همدې منځ کې یو شمېر افغاني رسنۍ د یوه ايتلافي حکومت د جوړېدا وړاندوینه کوي خو ګڼ کتونکي دا احتمال ردوي او واي�� چې کاندیدانو ايتلافي حکومت رد کړی او له بلې خوا که ايتلافي حکومت جوړ شو پر انتخاباتو به د افغانانو باور ختم او د بدلون لپاره به د دوی هیلې مړاوې شي.
ايتلافي حکومت به د غلاوو او فساد دوام ته نوره لاره هم پرانیزي.
تراوسه پوري له دواړو کاندیدانو سره د ښاغلي کیري د خبرو جزییات نه دي څرکند شوي خو له ولسمشر کرزي سره یې په خپله لومړۍ غونډه کې د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نژدې نیمايي رایو د بیا شمېرل کېدو په باب خبرې کړې دي.
لوېدیځې رسنۍ وايي چې د عبدالله عبدالله غوښتنې بیا بیا بدلېږي. د امریکا د مشهورې راډیو (این پي آر) د راپور له مخې عبدالله په پیل کې د ۶۰ محلونو د رایو د بیا څېړلو غوښتنه کړې وه، وروسته یې وویل چې په دې شمېر دې ۲ زره نور محلونه هم زیات شي خو اوس وايي چې د ۱۱ زره محلونو رایې دې تفتیش شي چې شاوخوا درې نیم ملیون رایې کېږي.
د دې راډیو پر اساس د ښاغلي عبدالله د غوښتنو او نظرونو بیا بیا بدلون د اندېښنې وړ دی او دا پوښتنه رامنځته کوي چې ښاغلی عبدالله څه غواړي.
په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی سید فاضل سانچارکي امریکا ږغ راډیو ته وویل چې د عبدالله او جان کیري په لومړۍ کتنه کې د ټاکنو له روان بحران څخه د وتلو پر لارو چارو خبرې وشوې. د انتخاباتو د شفاف کولو او ټاکنو ته د مشروعیت ورکولو پر سر مذاکرات وشول خو ښاغلي عبدالله ښاغلي کیري ته کومه مشخصه طرحه نه ده وړاندې کړې.
له بلې خوا همدې راډیو ته د ښاغلي احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه غړي داوود سلطانزوی وویل، د ښاغلیو احمدزي او جان کیري په کتنه کې د ملګروملتو پر وړاندیر سلا شوې. د سلطانزوی په وینا، په هغه وړاندیز توافق شوی چې یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګروملتو مرستندوی دفتر وړاندي کړی دی.
دا وړاندیز د شاوخوا ۸ زره محلونو درایو د تفتیش غوښتنه کوي.
په همدې منځ کې د امریکا چاپ ډیلي بیست ورځپاڼې نن د افغانستان د انتخاباتي جنجال په اړه په یوه تحلیلي لیکنه کې ویلي چې عبدالله عبدالله، چې په ښکاره به یې ویل چې د جنوب او ختیځ پښتانه د طالبانو له کبله رایې نه شي استعمالولی، غافلګیره شو. د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم د عبدالله د تصور خلاف د جنوب او ختیځ پښتنو د طالبانو د خبرداریو پروا ونه کړه او په انتخاباتو کې یې پراخ ګډون وکړ.
موږ په افغانستان کی د هر ډول ګډ (ایَتلافی)حکومت محالفت کوو،.که ډاکټر صاحب اشرف غنی د شمالی ټلوالی چی اوس یی په سر کی عبدالله دی ګډ حکومت جوړ کړی افغانانو ته د منلو ندی او نه یی عواړی. د ګډ حکومت څخه به دا ډیره ښه وی چی اشرف غنی ټول واک عبدالله ته ورکړی او خپله په کور کی کشینی، دا ځکه که ډاکټر صاحب دا د شمال لنډغر په حکومت کی ځای پر ځای کړی نو بیا به اشرف غنی لکه هسی ملی ناست وی او هیڅ به نه شی کولای او ورته به ګرانه وی چی د شمالی ټلوالی د غلو مخه ونیسی.هیله ده چی ډاکټر صاحب اشرف غنی په هیڅ وجه ګډ حکومت ته زړه ښه نه کړی.
که عبدالله ته دا ټولې رايي هم له سره حسابې کړي والله که يي پری ومنې. دا ډیر مردارې سترګې لري او پدې خبرو هیڅ نه شرمیږي. مونږ له اشرف غني غواړو چې د افغانستان د خلکو په رایو ملنډې و نه وهي او له دغه فاسد او بد اخلاقه سړی سره یوځای حکومت جوړ نه کړي کنه نو دی به هم د کرزي په حال د چاره شي. کرزی له دې ډلې سره ډیره مرسته وکړه او اوس يي نتیجه ویني. که اشرف غني له ده سره یو ځای شی ځان به وشرموي. له کرزی نه هم غواړو چي خدای مخې ته وګوري او پر دی ملت ورحمیږي او که صلاحیت لری پدی مسله کې دی مداخله وکړي او افغانستان دې نور ددې پنجشیری مافیاڅخه خلاص کړي. مونږ د دري ژبو ورونو سره هیڅ مشکل نه لرو، دوی لکه پښتانه ، ازبک، هزاره ، نورستاني، ترکمن او نورو ورونو میلیتونو زمونږ د بدن غړی دی او مونږ سره نه جلاکیدونکی یو. خو دا په پنجشیر کې یو څو وطن پلورنکې څیری دی هغوی ته نه افغانستان، نه د افغانستان خلک او نه نور اقوام اهمیت لری. دوی صرف افغانستان د ځان د ساتنې، چور او جپاول لپاره غواړي اړ بس. بیا هم له ډاکتر صاحب څخه په جدی توګه هیله کوو چې خدای ته وکوری او د افغانانو په رایو دې معامله نه کوي
زما په اند نور با ید دهمپالنې دټیم پر ځای با ید دبدمعا شیا نو ټیم نوم ووا یو او دډبل عبدالله پر ځای با ید ډبل عبدالامریکا نوم پر ښاغلې (مجاهد صا حب) کښیږدو.بدمعا شې نو توره که سپینه؟ او بیا په دونده اندازه؟
عبدالامریکا یې په دغه ونومووچې ښاغلی (مجاهد صا حب) په مسلمان اوافغان با ور نلرې او په بهرنې او کافر با ور لرې. نو په نتیجه کې ویلا ی شو چې جان کیرې دډبل عبدالامریکا اودده دبد معاش ټیم مدافع وکیل، بادار، پلار او غمخوردی. هغه متل کې وا یې : چې مربې لرې مربا به خورې
ډبل عبدالامریکا چې امریکا جان لرې نو هره څه یې صحیح دې که ځان ګټونکې وبولې ، که په نا ولې ایتلا فې حکومت کې لویه او غوښنه برخه وغوړې. لعنت دې وې پر داسې مسلمانو او داسې افغانو
زما په اند نور با ید دهمپالنې دټیم پر ځای با ید دبدمعا شیا نو ټیم نوم ووا یو او دډبل عبدالله پر ځای با ید ډبل عبدالامریکا نوم پر ښاغلې (مجاهد صا حب) کښیږدو.بدمعا شې نو توره که سپینه؟ او بیا په دونده اندازه؟
عبدالامریکا یې په دغه ونومووچې ښاغلی (مجاهد صا حب) په مسلمان اوافغان با ور نلرې او په بهرنې او کافر با ور لرې. نو په نتیجه کې ویلا ی شو چې جان کیرې دډبل عبدالامریکا اودده دبد معاش ټیم مدافع وکیل، بادار، پلار او غمخوردی. هغه متل کې وا یې : چې مربې لرې مربا به خورې
ډبل عبدالامریکا چې امریکا جان لرې نو هره څه یې صحیح دې که ځان ګټونکې وبولې ، که په نا ولې ایتلا فې حکومت کې لویه او غوښنه برخه وغواړې. لعنت دې وې پر داسې مسلمانو او داسې افغانو
Misher Lala chee sa way khagha ba Kiggi ( da the Ghani Abdullah Kar Nady)