تاند- د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري نن /یکشنبه/ وویل، باور لري چې افغان چارواکي به له امریکا سره امنیتي موافقه لاسلیک کړي څو پر اساس یې له ۲۰۱۴ وروسته نړیوال پوځیان په افغانستان کې پاتې شي.
جان کیري د امریکا د (اې بي سي) تلویزیون (دا اوونۍ) خپرونې ته وویل:«باور لرم چې یا به د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او یا د هغه ځای نیوونکی دا موافقه لاسلیک کړي.»
کرزي د هند د سفر په ترڅ کې یو وار بیا تاکید وکاوه چې تر څو امریکا د ده دوه اساسي شرطونه نه وي منلي دا موافقه به لاسلیک نه کړي. د افغانانو پر کورونو د حملو بندېدا او د جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره د سولې د خبرو پیلېدا د کرزي اساسي شرطونه دي.
امریکايي چارواکو په ضمني ډول ویلي چې که د افغانستان حکومت امنیتي موافقه ورسره لاسلیک نه کړي نو بارک اوباما به له افغانستانه د ټولو پوځیانو د ایستلو پرېکړه وکړي خو کیري وویل چې د امنیتي موافقې نه لاسلیک به د افغانستان په جګړه کې پر پرمختګ منفي اغېز وشیندي.
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر وویل:«د امریکا متحد ایالتونه په افغانستان کې پرمختګ غواړي، او د پرمختګ معنا دا ده چې افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان خلکو ته د امنیت د برابرولو وړتیا ولري او په دې ډول د خپلې ټولنې، ادارو، روغتیايي سیستم، تعلیم او نورو برخو پرمختګ ته لاره پرانیزي چې نن سبا پکې پرمختګ روان دی.»
ټاکل شوې ده چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي کال د حمل په شپاړسمه د ولایتي شوراګانو له انتخاباتو سره یوځای وشي.
که یوه دریمه لاره و نه لټول شي، د دغه تړون کړل او نه کړل دواړه کیدای شی افغانستان ټوټه کړي.شمال ټلواله هرڅه ته تیاره ده چې امریکا یې غواړي.
د ده خو دې دا ټېغې سترګې ورکې شي. بېګا مې چې تاند اوپن کړ هم دی په مخکې ولاړ وه او اوس هم چې دا درې څلور ځلې یې تازه کوم دی له دا کږې ټایي سره ولاړ دی. ما ویل که افغانان ټایي سمه نشي تړلی، دی خو له مونږ نه هم بدتر دی. څه وایئ چې سیمویش فیریرا (مېرمن) به یې ورته نه تړي؟ دلته یې وګورئ؛ http://en.wikipedia.org/wiki/Teresa_Heinz
پښتون ولس او پښتانه مشران به داسې فکر کوي چې د امریکا سره تړون نه لاسلیک کول به د دوی غیرت خوندي کړي، خو داسې نده.
د پښتنو لویه بد بختي طالب او وسلوال مخالفت دی.
پښتانه باید ومني چې د جګړې له لارې حکومت نشي کولی. نن لږکي ډیر زیرک دي او دا غوره ګڼي چې د طالب وحشت پرځای د هر کافر غلامي ومني.
پښتانه باید د وسلوال جهاده لاس واخلي.
ځوانان او پیغلې په تعلیم ملبس کړي. او د امریکا سره پر بین الاقوامي سیاسي ګټو او معاملو خبرې وکړي. که دا تیروتنه وکړي، لکه حکمتیار او ملا عمر چې پرې ولاړ دي؛ افغانستان به هیڅکله هم یا خو ارام نه شي او یا به د لږکیو په لاس کې پاته کیږي.