یویشتمه پیړۍ ده،‌ نور هغه وختونه نشته چې امپراتورۍ به د مټو په زور ټینګیدلې،‌اوس ټکنالوژي او تخنیک د ځواکمن کیدلو بنسټیز اصل بلل کیږي. په دغو ټکنالوژیو کې تر ټولو مهمه هغه یې د و سلو جوړونې ټکنالوژي ده.

وسلې د کار د بنسټ له مخې په دری ډوله دئ،‌لمړی هغه ډول چې د کیمیاوی تعاملاتو او کیمیا پورې اړونده خواصو پر بنسټ کارکوی، دوهم هغه ډول و سلې چې بیولوژیکی خواصو او په بیولوژي پورې اړونده تعاملاتو په مټ کار کوئ او دریم هغه ډول چې د فزیکی یا په ځانګړې توګه د هستوي فزیک یا هستوي تعاملاتو پر مټ کار کوئ چې دې دریو ډولونو ته په ترتیب سره کیمیاوي،‌بیولوژيکی او هستوي وسلې وايي (دغه تعریف د کیمیاوي وسلو تعریف ندی بلکې د وسلو د کار د بنسټ له مخې ورته نومونه ټاکل شوي) .‌ دغه ټولې وسلې د هغو د تخریب د کچې له مخې بیا هم په دری ډوله خفیفه، ثقیله او د ټول وژنې وسلو په ګروپونو ویشل کیږئ.

دټول وژنې وسلې هغه ډول وسلو ته ویل کیږئ چې دهغو په کارونې سره لږ تره لږه تر سلو ډیرو انسانانو ته مرګ ژوبله واړوئ، تعمیرونه ویجاړ کړئ،‌ طبیعی شتمنی زیانمنې کړئ او همدارنګه د ځمکې د اټومسفیر د زیانمن کیدو لامل وګرځئ، چې د ټول وژنو وسلې هم بیا په خپل وار سره په دریو برخو کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي وسلو باندې تقسیمیږي.‌

کیمیاوي وسلې

کیمیاوی وسلې د ټول وژنو وسلو له ډلې څخه ګڼل کیږئ. ‌په دې ډول وسلو کې د کیمیاوی موادو له زهرجنو او وژونکو خواصو څخه کار اخیستل کیږئ،‌ په کیمیاوی وسلو کې د وسلو د چادونې ځواک د وسلو بنسټیز اصل نه بلکې د هغو د زهرجن توب وسلیز توان د وسلو بنسټیز اصل بلل کیږئ.‌ په زرهاوو کیمیاوی مواد کولای شئ چې د کیمیاوی وسلو په بڼه وکارول شئ.‌ کیمیاوي ګازونه د انسان وژنې، د ژوندیو موجوداتو د عادی حالت د بدلون، د کښتونو د ویجاوړولو یا وچولو،‌ د څارویو د لوږې او نورو ناروغیو لامل کیدای شئ. په نړیوالو قوانینو کې هره هغه کیمیاوي ماده چې زهری خاصیت ولري کیمیاوی وسله ګڼل کیږئ. دا وسلې په لمړي ځل د آلمانانو لخوا کارول شوېدئ.

ټیټه بیه، په بیلابیلو ډولونو د انتقال وړتیا، روانی او فزیکی اغیزې د کیمیاوی وسلو له ګټورو خواصو څخه شمیرل کیږئ.‌ د ځینو کیمیاوی اجنټونو په تولید کې د پیچلې ټکنالوژی لزوم، د زیان ناسمې کچې تعین او‌ د زیان د ساحې ناسم کنټرول د کیمیاوی وسلو له ناسمو خواصو څخه شمیرل کیږئ.

بیولوژیکې وسلې

بیولوژیکی وسلې د ټولوژنې وسلو له ډلې څخه شمیرل کیږئ. په بیولوژیکی وسلو کې د ژوندیو ژونکو او ویروسونو څخه کار اخیستل کیږئ. بیولوژیکی وسلې کولای شي نیغ په نیغه اغیزه ولرئ، کولای شئ چې د اوږده مهال لپاره خپلې اغیزې په داسې ډول پریږدئ چې په لنډ مهال کې ورته څوک متوجه نشئ، انټرکس د بیولوژیکی وسلو یوه سترګه او پیژندل شوې بیلګه ګڼل کیږئ. تبه، ستړیا او وینه تویدنه په بیولوژیکی او کیمیاوی وسلو د معروضیت ګډې نښې ګڼل کیږئ.

د انتقال آسانې او بیلابیلې لارې،‌په لنډ مهال کې د نه پیژندلو ځانګړتیا، ټیټه بیه، لږ حجم، په سخته باندې دفع کوول، ودانیو او مړو موجوداتو ته زیان نه رسول دبیولوژيکی وسلو له ګټو همدارنګه زهرجنتوب، په سخته فرق کیدل، د خپراوی سخت کنټرول او د پیژندګلوي سخت میخانیکیت د بیولوژیکی وسلو له ناسمو خواصو څخه ګڼل کیږئ.

هستوي وسلې

هستوي وسلې هم د ټولوژنې وسلو له ډلې څخه شمیرل کیږئ. هستوی وسلې د دوو هستوی تعاملونو (هستوی انشقاق او هستوی اتحاد) پر بنسټ کار کوئ.‌هغه چې د هستوی انشقاق پر بنسټ‌کار کوي د اټومی وسلو او هغه چې هستوی اتحاد پر بنسټ‌کار کوي د هایډروجنی وسلو یا بمونو په نامه یادیږئ. د دغو وسلو د ویجاړتیا قدرت ډیردی،‌ اوږدمهاله او لڼد مهاله زیانونه لرئ چې له چټکې چاودنې پیل تر اور لګونې او اوږدمهاله وړانګونې پورې رسیږئ.‌‌د هستوی وسلو ډیر خطرناک ډول یې هستوي بمونه دي چې د سون توکی یې معمولا یورانیم او یاهم پلوټونیم وئ په داسې حال کې چې د هایډورجنی بمونو د سون توکی یواځې هایډروجن وئ.‌ یو کوچنی (زر کیلو ګرامه) هستوي بم د یوه ښار د ویجاړولو لپاره کافی دی.‌ یو داسې هستوي بم چې یو ټن وزن ولرئ د یوښار د ویجاړولو لپاره کافی دی،‌ د یوټن یورانیمو انرژي د یوملیون ټنو باروتو له انرژي سره مساوی ده. نورې وړې هستوي وسلې هم شته چې فقیر شوی یورانیم کاروی.‌ دهستوی وسلو کارونه په بشپړه توګه بنده ده.

ټیټه بیه،‌ ډیره انرژي،‌ د تعامل چټکتیا او لږه کتله د هستوی وسلو له ګټو او د ویجاړتیا لویه کچه، له کنټرول څخه وتلې زیانونه، اوږدمهاله اغیزې او ساتنې پیچلی میخانیکیت د هستوي وسلو له ناسمو خواصو څخه ګڼل کیږئ.

که چیرې دغه وسلې په هر چاپیریال کې وکارول شي نو هلته کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي بیړني حالات را مینځ ته کوي. د دغو حالاتو لپاره په ټوله نړۍ کې هیوادونه ځانکړې ادارې یا هم د بیلابیلو ادارو په چوکاټ کې ځانګړي واحدونه لري، د دغو ادارو یا واحدونو دنده دا وي چې امنیتي ځواکونه، د اور وژنې کارکونکي او په هیواد کې نور هر هغه څوک چې غواړي په داوطلب ډول باندې له دغو ادارو سره کار وکړي وروزي او همدارنګه په خپل هم د بیړنیو حالاتو په صورت کې د خلکو مرستې ته ور ودانګي.‌

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي وسلو سمبال ګاونډیو په مینځ کې پروت دی او له ګاونډیو سره د شخړې په صورت کې هره شیبه د داسې بیړنیو حالاتو د رامینځ ته کیدلو خطر موجود دی خو مونږ ورته څومر چمتو یو ؟

د افغان دولت په چوکاټ کې هم د بیړنیو حالاتو په نامه یوه اداره شته چې تمامه ورځ د سرې میاشتې دنده تر سره کوي، یا په خلکو کمپلې ویشي او یا هم غوړي او چای. دا منم چې دغه توکي هم د ژوند لپاره اړین توکي دي خو په دې اداره کې باید د کیمیاوي، بیولوژيکي او هستوي بیړنیو حالاتو لپاره هم د چمتوالي پر سره ژور فکر وشي، اړونده ادارو سره په تفاهم داسې یو ټیم را مینځ ته شي چې لږ تر لږه سرحدي امنیتي ځواکونه خو له دې ډول احتمالي خطرونو څخه خبر کړي.‌که چیرې دغه اداره په دې اړه جدي او چټک ګامونه پورته نکړي نو خدای مکړه د ګاونډیو یا نړیوالو هیوادونو یو وړوکي خوځښت به هیواد او هیوادوال له دایمي ناورین سره مخ کړي.‌

بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *