امام غزالي د اسلامي نړۍ له لویو فیلسوفانو او پوهانو څخه دی، دی ډير اثار لري چې هر اثر یې د اسلامي نړۍ د مهمو اثارو څخه دي، د کمیت او کیفیت په لحاظه یې یو مهم اثر احیاالعلوم الدین دی، د دې اثر غورچاڼ (کیمیای سعادت) دی، یعنې کیمیای سعادت د احیاالعلوم الدین برخې دي، دا کار په خپل وخت کې امام غزالي ځکه کړی وه چې احیاالعلوم الدین اثر ډير لوی دی او په کیمیای سعادت کې یې له همدې اثره مهمې برخې اخیستې دي. احیاالعلوم الدین ټولې برخې بهترینې دي خو د وخت او زمان تقاضا، د وخت د خلکو لپاره مهم مسایل، او یا ځینې نورو مهمو خبرو په سبب دا اثر د احیاالعلوم الدین نه انتخاب شوې برخه ده.
ما د استاد ګل پاچا الفت د شعرونو منتخبات ترتیب او تنظم کړه او کتاب یې چاپ شو، د الفت ټول شعرونه بهترین دي او یو ته ښه او بل ته ناښه ویل به ښه خبره نه وي خو ما هغه شعرونه د انتخاب په ډول غوره کړل چې نني وخت خلکو ته یې پيغامونه درلودل او یا د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او ریالیستیکي تقاضاوو په نظرکې نیولو سره مې شعرونه غوره کړه او یا زه خپل ذوق، فکر، نظر او تجربه لرم نو حق لرم چې د خپلې خوښې شعرونه غوره کړم، نو امام صاحب هم د احیاالعلوم الدین نه کیمیای سعادت برخه چې (ولې) غوره کړې ده ځواب یې پورته ذکر شو.
کتاب زښت ډېر بحثونه لري او هر بحث یې د انسانانو د لارښوونې لپاره دی چې زه یې د کتاب د څو مخونو د متن د لوستلو وروسته یوازې او یوازې په ځان پېژندنې باندې بحث کوم.
مولانا جلال الدین محمد بلخي له شعرونو نه دې نتیجې ته رسېږو چې ده د امام غزالي مطالعه درلوده، د ده په شعرونو کې هم د ځان پېژندنې په اړه خبرې شته، همدارنګه علامه اقبال په شعرونو کې د خودي مفهوم هم د ځان پېژندنې په اړه بحثونه لري او اسرار خودي او رموز بیخودي یې هم د ځان پېژندنې په تړاو خبرې لري او همدارنګه د پښتو ژبې مفکر لیکوال او شاعر ګل پاچا الفت هم د پورته پوهانو په نقش قدم تللی دی.
د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي، نو له همدې امله که چا ځان وپېژنده نو هغه الله تعالی وپېژنده، د ځان پېژندنې په تړاو خپله یوه ادبي ټوټه او یو ازاد شعر راوړم:
ځان پېژندنه
سترګې مو ډېر لېرې شیان لیدلای شي خو د خپل وجود نیمګړتیاوې نه.
د سترګو لېرې دید مې سم او نږدې ناسم دی.
وایو غیبت سم کار نه دی خو خپله یې له سهاره تر ماښامه وایو.
د نورو عیبونه شمارو خو خپل نه خبر نه یو.
هو! د نورو عیب د کلي منځ وي او خپل د ولو منځ.
نور خلک چې پردو ښځو ته ګوري ګناه ده خو خپله چې یې له سره تر پښو معاینه کوو، ستونزه نه شته.
د نورو ښکلې قوارې راته بدې ښکاري او خپله ویرونکي قواره راته ښکلې.
د نورو ښکلي اولادونو نه درته خپل بدرنګه اولاد ښه ښکاري.
نیچه وايي: (که بتان مات کړې کوم ستر کار دې نه دی کړی. حقیقي شهامت دا دی چې په خپل ځان کې د بت پرستۍ خوی ورک کړې.
هو! د نورو جوړولو لپاره د ځان جوړول مهم دي. د ځان پېژندل د الله تعالی پېژندل دي.
ځان پېژندنه
د فلک له کتو مخکې لږ خو ښکته نظر وکړه
فلک لرې ستا له سترګو
ځمکه لاندې ستا د سترګو
ولې لرې دید دې سم دی؟
خو نږدې کتلای نه شې
ولې نورو ته کتی شې؟
خو خپل ځان کتلای نه شې
سترګې ستا هر څه لیدای شي
خو ستا کړه لیدلای نه شي
ته چې بل ته ګوته نیسې
لږ دې ځان ته نظر وکړه
د بل عیب ښکاره کوې تل
خپل وجدان ته نظر وکړه
د بدن دا توازن دې
همرنګي او یګرنګي دې
دواړه سترګې خوا په خوا کې
دوربینونه ستا د مخ دي
دوه غوږونه خوا په خوا کې
لاسپیکر ستا د وجود دي
دوه لاسونه په یو شانې
که لاسونه مو دوه نه وای!
پوزه، زنه یوه نه وای!
بدرنګي د ټول وجود به
ستا بدن ښکاره کولای
د خودي مفهوم همدا دی
چې دې ځان ته نظر وکړې
خپل کمال ته نظر وکړې
خپلو ټولو کړو وړو ته!
خپل ایمان ته نظر وکړې
چې په نورو کړې شکونه
په خپل شک دې نظر وکړې
د جهان په ننداره کې
ټول نظام ته نظر وکړې
د الله پر پېژندلو
خپل نظام ته نظر وکړې
زما په شعر او نثرکې د ځان پېژندنې په تړاو چې کومې خبرې راغلي دي، د ټولو انسانانو لپاره لارښوونې لري.
په کیمیای سعادت کې ځان پېژندنه
امام صاحب په ځان پېژندنه کې په باطن ډېر تاکید کوي، دی وایي یو د انسان ظاهر دی، دې ته کالبد یا ډانچه وايي، رحمان بابا وايي(بت که جوړ کړې د سروزرو انسان نه دی)، انسان د ګنده او بد بویه خټې جوړ دی، روح با ارزښته شی دی همدا روح چې جوړ شو، په ټول بدن ښه مشري کولای شي. ظاهر په سترګو ښکاري او باطن په ظاهري سترګو نه ښکاري بلکې باطني بینايي غواړي، زړه د باطني بیایي اصلي محور دی یعنې زړه پواسطه د انسان باطن جوړیدای شي، امام صاحب وايي، یو د زړه ساختمان دی یا هغه جوړښت دی چې په سترګو ښکاری او بل د زړه باطن دی، زړه د نړۍ ټول انسانان لري خو د هر چا د زړه باطن جوړ نه وي او یا زړه خو حیوانات هم لري چې په سترګو ښکاري خو د انسان له زړه سره یې توپير په باطن کې دی.
امام صاحب وايي: د انسان ټول بهرنی او دننی جوړښت د یو مملکت حیثیت لري، زړه د دې مملکت پاچا او یا ریس جمهور دی، ریس جمهور په ټول ملک باندې مشري کولای شي، ښه او پیاوړی ریس جمهور پیاوړې او ښه مشري کوي او بې کاره او ناکاره ریس جمهور به په خپلو کارونوکې ناکامه وي. فکر، عقل او یا دماغ د همدې مملکت د لومړي وزیر دنده په غاړه لري، د پاچا ټولې خبرې مني او بیا یې د ملک نورو لوړ پوړو چارواکو ته وړاندې کوي، که پاچا سم هدایت وکړ نو د وزیر لخوا هم سمه لارښوونه د لاس لاندې چارواکو ته کېږي.
د مملکت نور ټول کار کوونکي د بدن اعضاوې دي لکه لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، پوزه او داسې نور، که په لاسونو د خیر او یا دشر کارونه کوو نو لارښوونه یې له زړه کېږي، که په پښو جماعت ته نه بلکې خرابو ځایونو ته ځو بیا هم امر یې له زړه دی، که په سترګو ګناه کوو، په غوږونو غیبت اورو او داسې نورو کړنو لارښوونه د زړه څخه کېږي، ښه زړه د ښه او پرمختللي ملک نمایندګي کوي او خراب زړه د خراب مملکت. عبثیاتو زړه ته دام ایښی وي چې خپل په نیرنګ کې یې ونیسي، هغه زړه چې د کار نه وي ډير ژر په عبثیاتو اخته کېږي او هغه چې په معرفت د الله نوراني زړه وي نو کله هم په داسې دامونو کې نه نیول کېږي.
کله چې زړه غواړي اصلي او حقیقي ښکار وکړي نو معرفت حاصلوي او بیا نو دا زړه د ځان پیژندنې لپاره سمه لاره چاره ښيي.
د انسان ظاهري پنځه حواسه( غوږونه، سترګې، پزه، حس کول او ذایقه) او باطني حواس(تخیل، تفکر، حفظ، تذکر او توهم) د زړه د فرمان لاندې دي، که زړه پیاوړی او ښه وه نو دا ټول حواس سم کار کوي او که زړه ناسم وي نو ناسم کارونه کوي.
امام غزالي وايي، د چا چې زړه جوړ شو نو د ځان پېژندلو په مفهوم پوهیږي او کولای شي چې د بدن له ټول اعضاوو سمه ګټه واخلي، نننۍ ټولې ستونزې په دې کې دي چې د ځان پېژندنې له مفهومه ښه خبر نه یو.
د نړۍ ټول انسانان بهرني او دننی رغښتونه لري خو دا چې له دې رغښتونو څه ډول ګټه واخلي نو په دې کم کسان پوهیږي، لاسونه، پښې، سترګې، غوږونه، فکر، احساس، خیال، اخلاق او داسې نور داخلي او خارجي توکي خو ټول انسانان لري خو د څومره کسانو زړونه جوړ دي چې د ځان پېژندنې په مفهوم پوه وي او د خپلو ټولو اعضاوو نه سمه ګټه واخلي.
سلام
ستا لیکنہ مبدالری بشپر عنوان لری مفھوم او معنایی لہ عنوان سرہ اریکی ساتی چی لوستونکی تہ اسانتیاوی برابر وی
بل صفت ستا لیکنہ کی دادی چی ستا لیکنہ کی فرھنگی مراعات دیر دی او دیر سیاست مزاجہ افکار و سرہ سراو کار نہ لری
معنوی او تربیتی ارخ یی غنی دی زہ دغہ تبصرہ بی لہ ھر دول تشریفا تی او شحصی گتو نہ عاری بولم او باورلرم چی ستاسی مٹالونو کی
الفت او اقبال د علم او عرفان دوہ ستر خراغونہ پہ نظر کی راخی
امام غزالی د سمعی او بصری برخو پہ ھکلہ وایی: سمع مساوی پہ دوہ غوڑنو
بصری مساوی پہ دوہ سترھویں
تول انسا نان او حتی حیوانات ھم دوہ سترگی او دوہ غوڑونہ لری
دوارہ غری نور خہ دول محاسبہ کوی،دغڑ فریکونسی حکمت تہ یی گوری
بیا دستر گو لید تہ خیر شی او ھمدارنگہ فکری نور او قلبی نور ھم باید پہ یوہ لور او جھت ولار وی چی دخانپیڑندنی اصلی ارکانرامنختہ کوی
بنی آدم اعضادیو اوبل دی
چی پیدایشت کی لہ یوہ جوھر دی
خلق الانسان من علق۔۔۔۔۔