کینه ذهن مخشوش او ګډوډوي؛ د بېلګې په ډول په دفتر کې د نورو همکارانو په پرتله سخت کار کوئ، خو هغوی ترفېع اخلي او تاسو نه، په داسې حال کې چې له هغه به مو مخکې کار پیل کړی وي. دې ته ورته په سلګونه نورې بېلګې هم شته خو یوه یې هم باید د دې لامل ونه ګرځي چې تاسو کینه وکړئ. پر دې باید پوه یاست چې د هر چا ژوند د هغوی له برخلیک سره سم پر مخ ځي؛ که کله داسې شوي وي چې تاسو پیسه دار شئ، نو هېڅوک مو مخه نه شي نیولی او برعکس که مو څه لاسته هم نه وي راوړي بل څوک درسره مرسته هم نه شي کولای. له ځان سره چې هر څه کوئ، خپله یې کوئ، بل څوک باید ملامت نه کړئ او که یې ملامت هم کړئ بې له دې کینه خپله تاسو وخوري، بل څه لاسته نه شئ راوړلی. ډاډه اوسئ چې کینه مو هېڅ ځای ته هم نه شي رسولی، بې له دې چې ذهني توازن مو له لاسه ورکړئ.