پورته عکس په کهکشان کې له لړو او غازونو نه د جوړو شوو ستورو دی، چې په دوامداره توګه چارج لرونکې ذرې او کیهاني وړانګې خوروي.
کیهاني وړانګې ه��ه د لوړې انرژۍ لرونکې ذرې دي چې په بیروني فضا کې له شته سماوي کتلو نه تولیدېږي او بیا له نوموړو کتلو نه په فضا کې خوریږي. دغه وړانګې له ځمکني اتموسفیر نه د تېرېدلو او د نوموړو د ذرو سره له ټکر نه وروسته په بېلا بېلو ذرو لکه میزونو او پوزیترونونو باندې اوړي.
دا وړانګې چې الکترونونه او د اتوم بشپړې ایونایز شوې هستې دي، د ځمکې په ټولو برخو کې په مساوي توګه موندل کېږي خو سرچینه یې نه مالومېږي دا ځکه چې کیهاني وړانګې چارج لرونکې ذرې دي اود شېدو لارې کهکشانونو له الکترومقناطیسي ساحو نه د تېرېدلو پر مهال یې لوری بدلون مومي. د کیهاني وړانګو لوړه انرژي ښیي چې دا ذرې باید د لوړې انرژۍ لرونکو تعاملونو لکه د ستورو چاودنې له امله منځ ته راغلي وي. د نوموړو وړانګو۹۰٪ برخه پروتون او ۱۰٪ یې د هیلیوم هستې جوړوي. البته په دغو کې د یوشمېر درنو هستو له رول نه چې د نه تر الکترون ولـټو پورې انرژي ولري، سترګې نشو پټولای. دا چې د کیهاني وړانګو او د هوا مالیکولونو د ټکر له امله تشعشع منځ ته راځي چې د ځمکې پر مخ یې هم لیدلای شو، خو د کیهاني وړانګو د لیدلو لپاره باید د ځمکې له اتموسفیر نه ووځو. د کیهاني وړانګو د لیدلو آلې کټ مټ د بڅرکو فزیک کې د کارېدونکو آلو په څېر دي. دې ته په پام سره باید ووایو چې د انسانانو په مرسته جوړو شوو د ذراتو تعجیل ورکوونکو کې ذرې دevپورې انرژي تر لاسه کولای شي، نو له همدې امله ویلای شو چې کیهاني وړانګې د بڅرکو فزیک لپاره یوه طبیعي آزمایښتي چینه په لاس کې ورکوي. ټولې سپوږمکۍ او ستورمزلې د کیهاني وړانګو له لیدونکو آلو نه برخمنې دي.
تاریخچه
ویکتور هیس اطریشي فزیک پوه په ۱۹۱۲ میلادي کال کې د چارج لرونکو اجسامو دچارج کموالي معما ته د پای اېښودلو په موخه د ځمکې په پېلابېلو برخو کې الکتروسکوپونه نصب کړل. نو د چارج له کموالي نه یې دا مالومه کړه چې د چارج لرونکو وړانګو اصلي چینه له ځمکې نه بهر ده چې بیا په ۱۹۲۶ کال کې رابرت ملیکان پرې باندې د کیهاني وړانګو نوم کېښود. نو همدا علت وو چې د فزیک په برخه کې د ۱۹۳۶ کال نوبل نړیواله جایزه ویکتور هیس د همدې وړانګو له کشف نه تر لاسه کړه.
ځمکې ته راننوتونکې ذرې
د ځمکې اتموسفیر ته لومړنۍ راننوتونکې ذرو کې ۹۲.۹ سلنه پروتون، ۶.۳ سلنه د هیلیوم هستې(د الفا ذرې)، ۰.۱۳ سلنه لیتیم، بور او بریلیم عناصر، ۰.۴ سلنه د کاربن، نایتروجن، اکسېجن او فلورین عناصرو هستې، ۰.۱۸ سلنه ددرنوعناصرو هستې او ۰.۰۵ سلنه پکښې د ډېرو درنو عناصرو هستې شاملې دي.
د ذراتو چینې
د نوموړو ذرو چینې د انرژۍ ترتیب له مخې( له لوړې انرژۍ نه ښکته ته) عبارت دي له: نیوتروني ستوري، نوي بشپړېدونکي ستوري(سپین اتلق)، د لمر لکې، فعالې کهکشاني هستې، د سیارو تر منځ پرته فضا، د لویو ستورو پاتې شونې، کهکشاني دیسک اوکهکشاني وږو نومونه اخستلای شو.
یادونه باید وشي چې لا تر اوسه پورې د کیهاني وړانګو زیاتره چینې ناپېژندلې پاتې دي.
ځمکې ته د لومړنیو ذرو راننوتنه
د کیهاني وړانګو د تیت او پرک کېدلو انځور
کیهاني وړانګې د ځمکې مقناطیسي ځانګړنې ته په پام سره له نزدې کېدلو نه وروسته په یوې ځانګړې شعاع سره تاوېږي اود ځمکې له اتموسفیر سره د لګېدلو نه وروسته تیتېږي. دا خورې شوې ذرې بیا په خپل وار له خپل مسیر نه د ځمکې لور ته درومي او په همدې بڼه ادامه مومي تر دې چې د ځمکې له سطحې سره ټکر وکړي. هېره مو نه وي چې ځمکې ته د رارسېدلې ذرې شمېر د هماغې ذرې له انرژۍ سره مستقیمه اړیکه لري. ځمکې ته د راننوتونکو ذرو مجموعې ته ذرو ځړوبی هم وایې .
د انرژۍ طیف یې
د انرژي لرونکو کیهاني وړانګو طیفچې سور یې د لومړنۍ ذرې د چارج شمېره اواوږدوالی یې انرژي را په ګوته کوي.
د نوموړو ذرو د انرژۍ په طیف کې څلور بیلوونکې کرښې په لاندې ډول دي.
نوم | انګرېزي نوم | انرژيپه الکترون ولټ |
زنګون | Knee | |
دوم زنګون | second knee | 6* |
د پښې بجلکه | Ankle | |
ماته برخه GZK | GZK cut-off |
د ذرو له شمېر او انرژۍ تر منځ لاندې دیفرانسیلي اړیکه ووجود لري:
په پرتنۍ اړیکه کې E انرژي او N د ذرو شميره ښیي.
د کیهاني وړانګو ترویتون (رصد خانه)
په چیلي هېواد کې د کیهاني وړانګو د ترویتون عکس
د کیهانی وړانګو لیدلو په موخه د بڅرکو له ښکاره کوونکو آلو لکه د چرنکوف او د فلوورسنیس نه کار اخلي.
د کیهاني وړانګو تر ټولو مشهوره لید خونې عبارت دي له:
- د پیر اوجر لید خونه چې د ارجنتاین په مندوزا ایالت کې پرته ده او د ۳۰۰ کېلو مټرو په شاوخوا کې چاپیریال د پراخو هوایي بهمنونو لپاره تر پوښښ لاندې راولي. چې دا زیاتره د لوړو انرژي لرونکو کیهاني وړانګو (UHECR) له پاره کارول کېږي.
- د جاپان په آکنو سیمه کې د آګاسا لید خونه چې د ۱۹۹۳ نه تر ۲۰۰۴ کال پورې فعاله وه.
- د رس لید خونه چې د امریکا په اګوي یوتا سیمه کې پرته ده.
- د ځمکې په سهیلي قطب کې د آماندا لید خونه چې د نیوترنیونو لیدلو او هم د کیهاني وړانګو د یو شمیر نورو اطلاعاتو د ارزونې په موخه هم ترېنه کار اخستل کېږي.
د کیهاني وړانګو اغېزه
د لمریز سیکل د یولسمې دورې له څېړنو نه دا جوته شوې چې له لمر نه راوتلې کیهاني وړانګې د اوزون پوړ( چې ځمکې ته د لمر ماورای بنفش وړانګو له ننوتلو نه مخنیوی کوي) زیانمنولای شي.