ننۍ کیوبا د امریکا د لوی وچي په مرکزي برخه کي یو پروت هیواد دي چي د امریکا د فلوریډا ایا لت سره په ۱۵۰ کیلومتری کي همسایه او د مکسیکو سره په لویدځ کی همسایه هیواددي په ۱۴۴۲ کال کی کریستیف کولومب کشف کړه اودا هیواد د اسپانیا له خوا په کال ۱۵۵۱م کي[1] خپل مستعمره وګرځول شو د لاتینی امریکي د هیوادونو بر خلاف کیوبا تر ډیره مستعمره وه کله چي کیوبایانو د خپل وطن د ازادۍ لپاره پاڅون وکړي د اسپانیا او امریکی ترمنځ جنګ وشو د امریکا یوه کښتي د کیوبا د هوانا په بندر کی  په کال ۱۸۹۸ کی منفجره سول ټول عمله یی مړه سول او دا د امریکایانو لپاره په کیوبا کي د لاس وهني لپاره یوه بهانه سول. کله چي د کیوبا د هوانا په بندر کی امریکايې کښتې منفجره سوله دا وخت دی چي د اسپانیا او امریکی تر منځ جنګ وه شو اسپانیا تسلیم سول او په کال ۱۸۹۸ کي په فرانسه کی ددوی تر منځ د سولی  په تړون کی  کیوبا و امریکایانو ته ور تسلیم کړل، تر دریو کلونو پوري کیوبا د امریکایانو په لاس کنترویدل په کال ۱۹۰۳ کي نوی اساسی قانون جوړشو امریکایانو ته صلاحیت ورکړل شو چي امریکایان کولای سی چی د کیوبا په داخلی اموروکي مداخله وکړلای شي.

په کال ۱۹۲۵ کي  ماکادود کیوبا ریس جمهور شو نوموړی د امریکا سره نژدي اړیکي درلودلي د کیوبا خلک دده څخه په تنګ سول فساداوج ته ورسیدي مظاهری وسوی اونوموړی په کال ۱۹۳۳ کی د کیوبا څخه وتښتیدۍ پدی وخت کی دکیوبا حکومت امریکا ته اجازه ورکړل چي د کیوبا د منافعو د محا فظت په منظور نوموړو ته یوه اډه ورکړي، پدی وخت کي (کارلوس مانو‌یل دسیروس) د کیوبا ریس جمهورسو او په عین حال کي په کال ۱۹۳۴ کي روزوولټ د امریکي ریس جهمور شو د کیوبا په نفع يي بعضی تغیرات راوستل  په کال ۱۹۴۰ کي کي باټیشټا د کیوبا ریس جمهورسو په کال ۱۹۴۴ کي د قدرت نه لیری سو فلوریډا ته ولاړۍ او په کال ۱۹۵۲ کي يی کودتا وکړل د دوهم ځل لپاره یي قدرت په لاس کي واخستي نوموړي هم د امریکا ملګري اود هغوي د ګټو مدافع و.

دا هغه وخت دي چي د کیوبا خلک د خپل ازادۍ په فکر کي سول خلکو شورش وکړي په مملکت کي فساد خپل اوج ته رسیدلي و په ډیر ځوان نسل کي چي دمظاهرو په سر کي چي نوم اخستل کیدې هغه ښاغلي فیدل کاسټرو ؤ. نوموړي غوښتل چي کیوبا د امریکا د اسارت څخه خلاصه کړي، او په چریکی جنګ باندی یی شروع وکړل نوموړی د خپل ګروپ سره چي ۸۱ کسان وه په کال ۱۹۵۶ کي پر کیوبا حمله وکړل د بټیشټا د عسکرو د سخت مقاومت سره مخامخ سول بیله ۱۲ نفرو څخه چي ژوندی پاته سول د فیدل کاسټرونور ټول چریکان مړه سول، پسله دوه کاله مقاومت څخه فیدل کا سټرو په خپل خلکو کي نفوذ پیداکړي او په کال ۱۹۵۹ م کي دجنورۍ په اوله ورځ د کیوبا پر پایتخت هوانا باندي د چګوارا[2] په مشري دزرګونوعسکرو په ملتیا باندي پرهوانا او سانتکلارا ښارونو حمله وکړل باټیشټا وتښتیدي او فیدل کا سټرود کیوبادحکومت واګي یي په لاس کي واخستي، داهغه وخت دي چي د کیوبا ملت د فیدل کاسټرو د وینا په انتظاردي دا هغه څوک دي چي د کیوبا ملت یي د امپرالیستي نظام څخه ژغورلي او ملت د ده راښکاره کیدلواو ویناته انتظار باسي فیدل کاسټرو هغه سړي ؤ چي راتلونکي ۵۰ کاله  به پر کیوبا باندي حکومت کوي.ښاغلي فیدل کاسټرو د ۱۹۵۹ څخه تر ۱۹۷۶ پوري د کیوبا د رهبر په حیث او د ۱۹۷۶ څخه تر۲۰۰۸  پوری د کیوبا ولس مشر ؤ دهغه څخه وروسته په خپل خوښه د قدرت څخه لیری او خپل ټول واک يی د خپل ورور (راوئول کا سټرو)په لاس ورکړي. او راوئول کا سټرو هغه څوک دي چي د فیدل کاسټرو سره په ټول مبارزاتي ژوندکي ورسره و اوفعلا نوموړي د کیوبا ولسمشر دي. فیدل کاسټرو د امریکا سر سخته دښمن ؤ هغه تل ویل چي که امریکا په خپل ګاونډي توب کښي سوشلیزم نه شي زغملای نو برعکس کیوبا په خپل همسایه توب کښي امپرالیزم او کپټالیزم نه زغمي. د فیدل کاسټرو ژوند او داستانونه کتابونه نیسي خو اخر مرګ د هرچا میلمه وي کاسټرو پرون د نوامبر پر پنځه وویشتم تاریخ باندي د ۹۰ کلونو په عمر ومړ. د فیدل کاسټرو پلویان کاسټرو د شلمي پیړۍ اتل نوموي خو دده ضد کسان بیا وایې چي هغه یو شیطان ؤ ځکه چي ۵۰ کاله یې کیوبا د کیوبایانو لپاره په زندان بدله کړي وه ځکه ازادي نه وه هر سړی چي د کیوبا څخه بهر ته سفر کولای باید دولت یې خبر کړي وای چي چیرته او د څه لپاره ځي.

مننه

نجیب الله علیزی

هندوستان، نوی ډهلي

د جواهر لعل نهرو پوهنتون

[1]  احمدضیا، خالد ، مردشکست ناپذیر،کابل: انتشارات فیضی،کال ۱۳۹۲، ص (۱۴)

Che Guevara an Argentinean Gorilla combatant and the best friend of fidel Castro: [2]

2 thoughts on “کیوبا او فیدل کاسټرو/ نجیب الله علیزی”
  1. علیزی روره له نوم او پختو لیکنې نه خکارې چې کنداری ، هلمندی ،هراتی ، فراهی خلاصه دجنوب غرب ولایتونو سره تعلق لری . لیکنه دی شه معلوماتی ده.
    او دتاسو خلکو پختو هم خوګه جبه ده، خویو شی چې مانوټ کړی ده, هغه دخځینه یامؤنث نوم فعل
    ده چې دستاسودغاړی خلق یې غلط کاروی، دبیلګې په توګه (کختۍ غرقه سول) (منفجره سول) (یوه
    بهانه سول) که دغې نیمګړتیاته پام وکړی . هیله ده خفه نه شې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *