تاند- په کیپلر ټیلسکوپ کې ۹ داسي کوچنۍ سیارې هم کشف شوي چې باور کېږي د اوبو شرایط پکې برابر دي او ژوند پکې ممکن دی.
ناسا وايي چې تراوسه پوري ۱۲۸۴ دا ډول سیاري کشف شوي دي.
کیپلر د رینسانس د دورې منجم او ستور پېژاندی و. ناسا په خپل دې پرمختللي ټیلسکوپ د هغه د خدمتونو په خاطر کیپلر نوم ایښی دی.
دا ټیلسکوپ د ۲۰۰۹ کال په مارچ میاشت کې په کار واچول شو.
ساینسپوهان هڅه کوي چې د کیپلر په وسیله معلومه کړي چې په اسمانلارې کې به مځکې ته ورته څومره سیارې موجودې وي.
د ناسا څېړونکي ډاکتر نتالي بټلر، چې په کلیفورنیا کې د ایمز په تحقیقاتي مرکز کې د ویدو کنفرانس له لارې خبرې کولې، وویل، له محاسبو ورته داسي ښکاري چې ښايي په اسمانلار کې د ژوند وړ تر ۱۰ ملیارده زیاتې سیارې موجودې وي. د اسمانلارې د سیارو شمېر تر ۲۰۰ ملیاردو زیات اټکل کېږي.
ده وویل، که څوک وپوښتي چې د ژوند وړ تر ټولو نژدې سیاره به احتمالاً چیري وي، ځواب یې دا دی چې نژدې ۱۱ نوري کاله لېري سیاره موږ ته تر ټولو رانژدې سیاره ده.