تیره اونۍ یوې خپلوانې راته زنګ وهلی ؤ او ویل ېې چې لور مې کیڼ لاسه ده څه پرې وکړم چې په ښي لاس يې عادت کړم؟ دغه راز تیره اونۍ د خپل زوی د هنډبال له ټریڼر سره مې کلنۍ غونډه وه هغه د خپل ټیم یوه کمزروتیا د کیڼ لاسو غړیو نه شتون وباله او ویې ویل په ټیم کې کیڼ لاسه نه لرو او کله چې د رقیب په ګول حمله کیږي وار له وراه راباندې پوهیږي چې دغه ټیم یوازې له ښي لوري شوټ وهي ځکه خو په تیرو سیالیو کې مو دویم مقام ترلاسه کړ.

ډیری کسان لا هم فکر کوي چې کیڼ لاسي یوه ستونزه ده او ډیری میندې او پلرونه هڅه کوي خپل ماشومان په زور ښي لاسه کړي تر دې وړاندې چې په دې هکله نور څه ووایم باید یادونه وکړم چې لا دقیقاً نه ده معلومه چې ولې ځینې کسان کیڼ لاسه دي خو دلته ممکن جنټیکي مسسله رول ولري ځکه چې د دغو کسانو په کورنۍ او ذات کې به ممکن داسې بل کس هم موجود وي .

بل ډول کیڼ لاسه پټالوجیکه بڼه لري چې له یوې ناروغۍ وروسته او یا هم ممکن د مازغو له ضربې وروسته یو کس له ښي لاسه کیڼ لاسه شي.

په هر صورت دا چې ماشوم کیڼ لاسه وي یا ښي لاسه هیڅ ستونزه نه شته او میندې او پلرونه باید هڅه ونه کړي چې کیڼ لاسه ماشومان به ښي لاسه بدل کړي دا هسې د وخت ضایع کول او ماشوم ته ستونزې جوړول دي د کیڼ لاسو کسانو په هکله په بیلابیلو سایټونو کې بیلابیلې لیکنې کیږي خو ټولې یې سل په سلو کې سمې هم نه شو ګڼلی ځکه چې دغه څیړنې د احصایو په اساس وي او سل په سلو کې سمې نه وي خو تر یو حده پرې اعتماد کولی شو.

د کیڼ لاسو په هکله ځینې مهم معلومات :

د « Mirror » انټرنټي سایټ د کیڼ لاسو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه مقاله کې لیکلي دي، له دې سره سره چې په نړۍ کې د کیڼ لاسو کره شمیره نه ده معلومه خو څیړنو ښودلې ده چې د ټولې نړۍ له لسو تر دیرشو سلنه کسان کیڼ لاسه دي. ځینو سر چینو دغه شمیره لس فیصده بللې ده په مشهورو کین لاسو کسانو کې د باراک اوباما، بیل ګیټس، ایپرا وینفري او پرینس ویلیم یادونه کولی شو.

څیړنو ثابته کړې ده چې کیڼ لاسه کسان اکثره شتمن دي. دغو څیړنو ته په پام سره د کیڼ لاسه کسانو دیارلس په سلو کې چې پوهنتوني زده کړې ېې کړي دي تر خپلو ښي لاسه ملګرو شتمن شوي دي ، البته دغه احصاییه په ښځو کې لږ توپير کوي او په میرمنو کې کیڼ لاسه له خپلو ښي لاسه ملګرو پنځه په سلو کې کم عاید درلودلی دی.

البته کیڼ لاسه کسان له خپلو همځولو نهه کاله کم عمر کوي، دغه راز کیڼ لاسه کسان تر نور ژر په حساسیت، میګرن یا نیم سري، او بې خوبۍ اخته کیداي شي دغه راز ویل کیږي په شیزوفرني اخته څلویښت فیصده ناروغان هم کیڼ لاسه دي.

خو مه خوابدي کیږئ کمزورې خوا ېې همدا یوه ده ځکه چې څیړنو ثابته کړې چې کیڼ لاسه کسان تر نورو ډیر فعاله دي دغه کسان په تیره بیا په سپورټ کې تکړه وي ، د دغو کسانو ذهن په یو وخت د څو کارونو د ترسره کولو ښه استعداد لري. رافایل ناډال ټول پیژنو چې د ټینس په ډګر کې ېې سیال نه دی پيدا شوی دغه تکړه سپورټمن کیڼ لاسی دی دغه راز د فوټبال ستوری سیسک فابیرګاس هم کیڼ لاسه دی.

نو کیڼ لاسه کسان په سپورټ کې تر نورو تکړه دي په شطرنج کې هم ویل کیږي دوی تر نورو مخکې وي.

څیړنو ښودلې ده چې دغه کسان له هنري دندو او موسیقۍ سره ډیره علاقه ښيي او په پيچلو مسلو کې ښه درک لري. په زړه پورې خبره خو دا ده چې د امریکايي شخصي پوهنتون ییل په یوې څیړنه کې ثابته شوې چې د کیڼ لاسه کسانو د مازغو آی کیو تر ښي لاسو لوړه وي د دې خبرې د اثبات لپاره د اسحاق نیوټن، البرټ انیشټین، چارلیز ډاروین او بنجمین فرانکلن یادونه کولی شو.

په سیاستمدارانو کې د امریکا ولسمشران لکه باراک اوباما، بیل کلینټن،جرالډ فورډ او جارج بوش یادولی شوی چې کیڼ لاسه دي، دغه راز د بریټانیا ملکه ، پرنس چارلز او پرنس ویلیم هم په کیڼ لاسو کې راځي.

خو یوه بله څیړنه ښيي چې کیڼ لاسه کسان تر ښي لاسو ډارن دي په یوې څیړنه کې یو شمیر کیڼ لاسه او ښي لاسه کسانو ته ېې د « The silence of the lambs » بیرونکی فلیم ایښی ؤ کیڼ لاسي له اتو دقیقو وروسته تر ښي لاسو ډیر ډار شوي وو. د دې څیړنې څیړاند وايي د دې چارې علت ممکن دا وي چې د دغو کسانو د مازغو ښی اړخ پر کیڼ اړخ بر لاسه دی او ځکه خو تر ښي لاسو ژر ډاریږي.

2 thoughts on “کیڼ لاسي، ګټه که تاوان/ ډاکټر سباوون”
  1. دټولو قدرمنو پلرونو او میندو څخه په ډیر درنښت هیله کوم چی خپل کیڼ لاسی اولادونه په زوره دی ته اړ نه باسی چی په ښی لاس لیکنه وکړی ځکه زه هم په کیڼ لاس لیکنه کووم او یوځل می هڅه وکړه چی باید د نورو په شان په ښی لاس لیکنه وکړم تاسو باور وکړی چی دی کار زه په ډیرو جدی ستونزو مخامخ کړم . له هغو ستونزو چی زه ور سره مخ شوم یوه یی ستاسو سره شریک کوم . زما په سینه کی یو شان دردونه شروع شول ما داسی ګومان کاوه چی ګواکی د زړه تکلیف لرم بالاخره د یوکال څخه وروسته ډاکټرانو پدی قانع کړم چی دا عصبی دردونه دی او لامل یی دادی چی ته کیڼ لاسی یی او په زوره غواړی چی په ښی لاس لیکنه وکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *