تاند- امریکايي جنرال جنرال جان کېمبل، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د قوماندان په توګه یې ماموریت د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد، په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سرزورې ډلې د غړیو شمېر د زرو او ۳ زرو ترمنځ اټکلوي.

جنرال کېمبل په عین حال کې خبرداری ورکوي چې داعش نه یوازې په نوره نړۍ بلکې افغانستان کې د جنګي کسانو د جلب و جذب توان لري.

ده وویل، سره له دې چې د داعش د غړیو شمېر د طالبانو په پرتله خورا لږ دی، په افغانستان کې د دې ډلې حضور د ډېرې اندېښنې وړ دی او د دې یو بل دلیل دی چې باید له طالبانو سره سوله وشي.

داعش د ۲۰۱۵ م کال په جنورۍ کې په افغانستان کې خپل حضور اعلان کړ. دې ډلې د پاکستاني طالبانو د اورکزو ایجنسۍ پخوانی مشر حافظ سعید خان د اسلامي دولت د خراسان ولایت مشر اعلان کړ. داعش افغانستان او پاکستان ته خراسان وايي.

دې ډلې په ننګرهار کې د خلافت په نوم راډیو جوړه کړه او په جلال اباد کې یې د پاکستان پر کونسلګرۍ د حملې هڅه وکړه.

په وروستیو کې افغان امنیتي ځواکونو په ننګرهار کې د داعش اصلي مرکز یعني اچین ولسوالي کاملاً تصفیه کړه.

د اچین ولسوالي د تصفیې په عملیاتو کې د داعش غړي سخت وځپل شول.

دې ته په پام چې یو شمېر وسله وال په هیڅ صورت روغه او سوله نه غواړي، وېره ده چې که د طالبانو مشران د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي، دغو عناصرو ته به بله لار پاتې نه شي مګر دا چې له داعش سره یوځای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *