تاند- د طالبانو له لوري د ملکیانو مرګ ژوبلې د دې سبب شوي چې یو شمېر شتمن افغانان او بهرنیان له دې ډلې سره د پخوا په شان مالي مرسته ونه کړي.
ګارډین ورځپاڼې د چهارشنبې په ګڼه کې لیکلي، طالبان مني چې له مالي ستونزو سره مخامخ شوي ځکه چې د دې ډلې بهرني او کورني تمویلوونکي نور لېواله نه دي چې د دوی په پیسو عام افغانان ووژل شي.
د طالبانو یوه مشر ملا رحمت الله کاکازاده ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، سره له دې چې طالبانو تېر کال د جنګ په میدان کې بریالیتوبونه لرل، خو له مالي نظره په تنګسه کې ول.
ګارډین د کاکازاده په اړه وايي چې نوموړی له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي له طالبانو سره په جګړه کې برخه نه لري خو د دې ډلې له مشرانو او اصلي شبکو سره تماس لري او له بلې خوا د ده څرګندونې د طالبانو نورو سرچینو هم تایید کړي دي.
د ملا رحمت الله کاکازاده په وینا، د طالبانو له لوري پر اېښودل شویو ماینونو د ملکیانو مرګ ژوبلو د افغانستان روانه جګړه د ډېرو لپاره پر یوې منفورې جګړې بدله کړې ده.
دی وايي چې د طالبانو بهرني مالي ملاتړ کوونکي وايي چې دوی طالبانو ته د دې لپاره پیسې یا چنده ورکوي چې بهرني پوځیان ووژني، نه دا چې پر سړکونو ماینونه کښېږدي او د ماشومانو او ښځو په شمول عام خلک پرې ووژني.
د ګاردین د راپور پر اساس، طالبان د شتمنو افغانانو او د عربي خلیج د شیخانو په شمول په سیمه کې له خپلو بلویانو مالي مرستې ترلاسه کوي او دا خلک له کلونو راهیسي د طالبانو مالي ملاتړ کوي.
طالب سرچینو ویلي چې دوی اوس له مالي ستونزو سره مخامخ دي او حتي یو شمېر سخت ټپي شوي طالبان د پاکستان له خصوصي روغتونو په دې خاطر نه شي راایستلی چې د هغو پیسې نه شي ادا کولی.
د ګارډین پر اساس، کاکازاده وايي، په ۲۰۱۴ م کال له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته د افغانستان د جګړې رواوالی له شک سره مخامخ شوی خو طالبان لا هم هڅه کوي د بهرنیو غاصبانو په شعار د افغانستان جګړه مشروع وبولي.
د طالبانو یوې بلې سرچینې ګارډین ته ویلي چې د لومړي ځل لپاره د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړینې له اعلانه وروسته د طالبانو بهرنۍ مالي بسپنې کمې شوې.
ملا عمر درې کاله وړاندې په پاکستان کې مړ شو خو د مړینې خبر یې تېر کال اعلان شو.
ورځپاڼه دغه راز وايي چې د پاکستان په خاوره کې د ملااختر محمد منصور وژل کېدو هم طالبانو ته له مالي نظره ګوزار وکړ. منصور د مخدرو موادو په کاروبار کې زیات رول درلود.
ګارډین دغه راز لیکلي چې د طالبانو اوسنی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده، چې جنګي تجربه نه لري، د طالبانو د پوځي کمیسیون له مشر ملا ابراهیم صدر سره په هلمند کې د تریاکو د عوایدو پر سر څو ځلي لانجه کړې ده.
ورځپاڼه وايي چې ملا ابراهیم صدر ملا هیبت الله ته په یوه لیک کې ویلي چې د پاکستان په شان په امن ځای کې اوسېدا دا معنا نه لري چې په افغانستان کې جګړه کوي.
ورځپاڼه د طالبانو د یوه استخباراتي مشر په قول وايي چې ملا اختر منصور ډېر عواید د هلمند له تریاکو ترلاسه کول خو د نوموړي له وژل کېدو وروسته ملا ابراهیم صدر د کوټې شورا ته پیسې نه لېږي او له ملا هیبت الله یې غوښتي چې له پاکستانه ووځي او هلمند ته ورشي.
کاکازاده بیا ویلي چې د طالبانو مشرانو غوښتل چې د سولې خبرې وکړي خو په افغانستان کې د دې ډلې قوماندانانو د سولې له خبرو سره مخالفت کړی دی.
د ده په وینا د طالبانو په سلو کې ۹۰ مشران دې باور ته رسېدلي چې په افغانستان کې واک نه شي ترلاسه کولی.
دی وايي چې طالبانو د کندوز د نیولو لپاره یو کال چمتووالی ونیوه خو یوازې د یوې اوونۍ لپاره یې ونیوه، په داسي حال کې چې افغانستان ۳۴ ولایتونه لري او د هغو د نیولو لپاره په دې حساب ۳۴ کلونه وخت پکار دی. دی دا هخم وايي چې حکومت هم طالبان له منځه وړلی نه شي.
انگریز لالا خو ددی خبرو څه خاص هدف لری!