هبت الله اخوندزاده

تاند- ګارډین ورځپاڼې نن /یکشنبه/ د طالبانو په قول راپور ورکړ چې د دې ډلې مشر هیبت الله اخوندزاده د افغانستان له حکومت او امریکا سره د خبرو د چټکولو هڅه پیل کړې ده.

یوه طالب مشر د بریتانیا دې ورځپاڼې ته ویلي چې د سولې په دې هڅو کې به پاکستان او نور ګاونډیان په تدریج شامل کړل شي.

دا راپور وروسته له دې خپرېږي چې همدې ورځپاڼې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو د پټو خبرو په اړه راپور خپور کړ او ورپسې پاکستان ته د طالبانو د درې کسیز پلاوي سفر تایید شو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستان ته د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د پلاوي د سفر هدف د ځینو مدرسو د بندېدو او کډوالو پر اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې بللي خو طالب سرچینو ګارډین ته ویلي چې د طالبانو پلاوی د نورو مسلو ترڅنګ د سولې د احتمالي خبرو د څرنګوالي په اړه د پاکستان له امنیتي چارواکو سره سلامشورې کوي.

سره له دې چې د سولې خبرو ته یو وار بیا خوشبیني زیاته شوې خو یو شمېر افغانان شک څرګندوي، وايي چې هر کال د هوا او د جګړې له سړېدو سره د سولې خبرې تودېږي خو چې هوا توده شوه، بېرته جګړه زور واخلي.

په دوحه کې د طالبانو یوه مشر هم ګارډین ته ویلي چې پاکستان غواړی بیا د سولې خبرې په خپل کنټرول کې واخلي او په عین حال کې د امریکا له فشار او د نړیوالې ټولنې له انزوا ځان خلاص کړي.

ده همداراز وویل:«پاکستان ته تللي طالبان به د سولې د خبرو او له پاکستان سره د وروستیو معلوماتو د شریکولو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو وږغېږي.»

د ګاردین د راپور پر اساس د طالبانو ځیني مشران په دې اعتراض لري چې د دوی د قطر د دفتر غړي په داسي ډول پاکستان ته تللي لکه دغه هیواد چې جلب او احضار کړي وي.

په قطر کې د طالبانو سرچینو او د افغانستان حکومت له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړې چې د سپتمبر او اکتوبر د میاشتو په لومړیو کې د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې شوي او ټاکل شوې ده چې د دوی بل پړاو خبرې راتلونکې اوونۍ په سعودي عربستان کې وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *