ډیر کم نور سبزیجات موجود دي چې په دی اندازه کاروتین ولری او په بدن کې په ویتامین A تبدیل شي.
دا سبزي ریشتیا هم هر کاره او د ویتامین B او Cغني منبع ده همدارنګه کلسیم او پيکتین فایبر لري چې د دې فایبر دنده د کلسترولو کمول دي.
ګازره داسی یو نبات ده چې ۸۷٪ اوبه لري د منرالي مالګو او ویتامینونو سره.
ګازره د ویتامین A، پتاسیم، ویتامین C و B6، مس، فولیک اسید، تیامین او مګنيزيمو غنی منبع ده.
په لوړه سویه بیتا کاروتین لري چې د ګازرې د نارنجی رنګ سبب شوی.
د ګازری مثبت تاثیرات په بدن:
د جلد، ويښتو او نوکانو ښکلا
که هره ورځ وخوړل شي نو د وينې فشار او کلسترولو ټیټیدلو سبب کېږي
د سرطان مخنیوی
که هره ورځ د ګارزې جوس وڅښل شي د مایکروب مقابل کې بدن مقاومت پیدا کوی او د اندوکراین غدو او ګردو ته خاص ارزښت لري.
د قلبي حملو مخنیوی
د Anemia (کم خونی) سره مبارزه
په وینه کې د قندو تنظیم
د سترګو سلامتیا
او داسی نوری ډيری ګټی… خو په مناسبه اندازه د ګازری جوس او یا خام خوړل ډیره ګټه لري د اندازې څخه زیات خوړل یې تاوان لري.
د ګازرې جوس په یو وخت کې ډیر مه څښئ صبر وکړئ څو معده مخکینیو جوس څخه خالي شي.
یو وخت کې څو ګیلاسه څښل ستاسی د جلد په رنګ بدې اغیزې لري او ستاسی بدن د سرطان سره مبارزه کوي نو ډیر antioxidants ته ضرورت لری.
Carotenemia یوه طبی اصطلاح ده چې په وینه کې د کاروتین د زیاتوالی له امله منځ ته راځی چې د ښه صحت په معنا نده.
نو زه تاسی له هره ورځ ۱ ګیلاس سپارښتنه کوم .
سید ساحل