تاند، پنجشنبه، د عقرب ۱۶مه: یو امریکايي تحقیقاتي بنسټ ګالوپ په یوه تازه سروې کې افغانستان له ۲۰۱۸ کال راهیسې د نړۍ په کچه تر ټولو ناامنه هېواد یاد کړی دی.

ګالوپ نن په خپل خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان په شمول یې د ۱۴۲ هېوادونو له ۱۵۲ زره وګړو سره په مرکوکې موندلې چې تر افغانستان بل ناامنه هېواد نشته.

رابور وايي، په هر هېواد کې نږدې زر کسان پر امنیتي وضعیت، پولیسو او د کال په اوږدو کې د نورو بریدونو په تړاو د دوی د باور په اړه پوښتلي دي.

ګالوپ وايي، افغانستان له وینزویلا وروسته د دوی د پوښتنو په اړه ۳۸ نومرې ګټلي او تر ټولو ښکته ځای ته یې نوم رسېدلی دی.

په دې راپور کې یوازې ۱۳ سلنه خلکو ویلي چې د افغانستان امنیت د شپې لخوا یو څه خوندي دی.

راپور وايي، ۲۲ سلنه افغانان پر خپلو پولیسو باور لري، خو د ۵۰ سلنه پوښتل شویو افغانانو لخوا ورته بیا ویل شوي چې په ۲۰۱۸ کال کې یې خامخا یو تاوان لیدلی یا یې هم مال او پیسې تښتول شوې دي.

ګالوپ وايي، ۲۹ سلنه افغانانو ورته ویلي چې دوی تېر کال د بریدونو ښکار شوي دي.
راپور همدا راز د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې وایي چې په ۲۰۱۸ کال کې په افغانستان کې د ملکیانو تلفات تر ټولو لوړ ګراف ته رسېدلي وو چې په ترڅ کې يې ۳۸۰۰ ملکیان وژل شوي او ۷۲۰۰ نور یې ژوبل شوي دي.

One thought on “ګالوپ موسسې، افغانستان د ۲۰۱۸م کال تر ټولو ناامنه هېواد اعلان کړ”
  1. کله چی په نوری نړی کی جنګ وسایلو د تولید فابریکی په تیزی تولیدات کوی او افغانستان ته یی رالیږی او پدی هم پوهیږی چی دلته پاکستان او ایران د جنګی ډلو ملاتړ کوی مګر بیا هم امریکا له پاکستان سره ۳۳ میلیارده ډالر مخکی او اوس څو میاشتی مخکی ۱۲۵ میلیون ډالر پاکستان مرسته اعلان کړی نو پدی معنا چی ددی جنګی جرایمو په وړاندی ددی ټول لاس په مستقیم او غیرمستقیم د همدی امریکا لاس ده چی کله نړیوالی محکمی غوښتل دلته راشی او جنګی جرایم وڅیړی نو همدا د امریکا حکومت ورباند بندیز ولګاوو مګرلدی معلومیږی او نړی هم پدی پوهیږی چی دوی مجرم هیوادونه باندی بندیزونه نه لګوی په هغه چا بندیز لګوی چی ددی جرم څیړنه او پلټنه کوی

    نو معلوم داره خبره ده چی دلته به د افغانان ژوند په خطر کی وی
    مګر یوه ورځ له ټولو هیوادونه پوښتنه کیږی
    ځکه دوی په افغانستان کی اقتصاد پیاوړتیا لپاره او فقر له مینځ وړلو لپاره او د همدارنګه د لویو اقتصادی او زیربنایی پروژو لپاره کار ونکړ او نه غواړی چی افغانستان په خپلو پښو ودریږی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *