سره له دې چې له پاکستان او ایران سره سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي خو بیا هم افغان سواګر له ګڼو ستونزو سره مخ دي، لوړ ډيمريج ترې اخیستل کېږي او آن د خپلو توکو پرېښودلو ته اړ کېږي.
د افغانستان د تازه مېوې يو تن سوداګر محمد یونس مومند، چې د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په مياشت کې د خپلو ۲۰ کانتيرو انارو د خرابېدو او له منځه تللو له کبله د ستر مالي زيان سره مخ شو وايي، په پاکستان کې د ګڼو افغان سوداګرو د انارو ۵۰ لارۍ موټرونه درول شوي وو چې ۲۰ موټره په کې دده وو او د ډېر وخت د تېرېدو له امله له منځه ولاړل.
مومند له افغانستان څخه د پاکستان د واګه او کراچۍ بندرونو له لارې هندوستان ته صادرات کوي، خو زياتوي چې په پاکستان کې له ستونزو سره مخ کېږي. هغه وايي: ((په پاکستان کې زموږ موټرونه د تضمين ليکونو، بانکي ګرانټيو او محصولاتو په نوم درېږي او کارونه مو ځنډول کېږي.))
له عراق څخه د تيلو واردوونکی سوداګر محمد یوسف يوسفي وايي، پنځه مياشتې وړاندې يې په ايران کې ۱۹ ټانکرونه یې په ایران کې د قانون بدلېدو په بهانه درول شوي وو.
افغانستان له ايران سره د اقتصادي همکاريو هوکړه ليک لري، خو يوسفي وايي، د دوی ۱۹ ټانکره د تیلو موټرونه دوې مياشتې په سرحد ولاړ وو. هغه وايي: ((هره ورځ په يو موټر سل ډالر ډيمريج راځي او د دوو مياشتو په اوږدو کې پر موږ ۱۱۴۰۰۰ ډالره ډيمريج راغلی و.))
د يو تن ډرېور رحمت الله وايي، په بندرونو کې يې موټر په بېلابېلو بهانو درول کېږي او هره ورځ د موټرونو د درېدو له کبله ګمرکونه له دوی څخه د موټر پر سر ۱۰۰ ډالر اخلي. نوموړی وايي د موټرونو مالکان مجبورېږي چې یا لوړ رشوت ور کړي او يا هم په ورځو ورځو په ګمرکونو کې پاتې شي.
له ترکيې، دوبۍ او امريکا څخه د پي وي سي پايپونو او نورو ساختماني توکو واردوونکی، محمد دادود احمدزی وايي پاکستان چې د افغانستان اقتصاد وده وکړي او د نړۍ له نورو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړيکې ولري. هغه وايي: ((پاکستان له سوداګرو سره سياسي چلند کوي، کله چې د دولتونو اړيکې ښې وي، په سوداګرۍ کې هم ستونزې نه وی، خو چې دا اړيکې خرابې شي، پاکستان بیا د افغانستان ترانزيټي موټر دروي.))
احمدزی وايي، د پاکستان دولت په سرحد کې د افغان سوداګرو ترانزيتي کانتينرونه خلاصوي، توکي يې چک کوي او کنترولوي يې چې په دغه کار سره د دوی زيات وخت مصرفيږي او پر موټرونو یې زيات ډيمريج راځي. احمدي زياته کړه: ((که له پاکستان څخه کوم توکي اخلو هېڅ خبره نه وی، خو چې له بهرنیو هېوادونو څخه څه اخلو او يا يې مستقيم غواړو نورو هېوادونو ته واستوو، بیا ډول ډول بهانې لټوي، وړمه مياشت زما په یو کانټينر کې ټول د ۱۵۰۰۰ ډالرو توکي وو، خو د وخت په تېردو سره يې ډيمريج ۲۴۰۰۰ ډالرو ته ورسېده او له مجبوريته مې ټول کانټینر پرېښود.))
د ګاونډيو هېوادونو سره د ستونزو تر څنګ په کور دننه د سمو سړکونو او اسانتياو د نشت له کبله هم سوداګر د ستونزو سره مخ دي.
غلام فاروق فراهي له مزار شريف څخه تر کابل او نورو ولايتونو پورې د لویو سړکونو او ريل کرښې د ستونزې سره مخ دی. هغه وايي: ((که موږ ځانګړي ټرانزيټي سړکونه او د ريل کرښه ولرو هم به مو وخت زيات نه تېرېږي او هم به لګښت کم شي چې په پايله کې به مستهلکينو ته توکي په کمه بيه ولېږي.))
د کابل ـ تورخم ـ کراچۍ د لويې لارې یو تن موټر چلوونکی محمد افضل چې دولس کاله کېږي په دغه لاره موټر چلوي وايي چې د خیبر پښتونخوا ديخوا تر تورخم پورې سړک بيخي له منځه تللی او دوی د ورځې مزل په څو ورځو کې تر سره کوي.
په دغو لارو امنيت نشته او هم ډېرې تنګې دي. هغه وايي: (( په دغه لارو د ټرانزيتي موټرونو تر څنګ د مسافرينو موټرونه هم تګ را تګ کوي، بله دا چې یوه کرښه ده او دواړه خواوو ته موټر ورباندې حرکت کوي، اکثره موټورنه ټرافيکي پېښې په همدغه لاره کوي.))
په افغانستان کې دننه د سوداګرو پر وړاندې بله مهمه ستونزو د کارګو او ګودامونو نشت دی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي، دولت د سوداګرو او ټرانزيتي مالونو لپاره په سرحدونو کې ګودامونه نه لري او نه هم د دغه موټرونو د ترميم لپاره په لارو کې کومې اسانتياوې شته چې ډېر ځله د طالبانو او وسله والو غلو د حملو ښکار کېږي.
افغان سوداګر، حاجي نواب عبدالرحيم وايي، که په کور دننه سړکونه جوړ، د اوسپنې پټلۍ فعالې او په ګمرکونو کې بيروکراسي له منځه يوړل شي، افغان سوداګر په آرام زړه د هېواد ګوټ ګوټ ته خپل توکي ورسوي. نواب وايي: ((که د اوسپنې کرښه فعاله شي، ددې تر څنګ چې نړيوالو بازارونو ته په په وخت توکي رسېږي، د ولايتونو خپل توليدات به هم ټول افغانستان ته ورسېږي، د کندهار انار به په حيرتان کې په ارزانه بيه تر لاسه کېږي او د مزارشریف خربوزې په ننګرهار کې.))
د هرات، ننګرهار، خوست، حیرتان، کندهار او نورو ولايتونو د اوسپنې کرښې جوړول د افغان ټرانزيټ د پرمختګ لپاره يو مهم فکټور دی.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې سلاکار او د اقتصادي چارو شنونکی محمد يونس نګاه وايي، که دولت په خپله دا کار نه شي کولی، په کار ده چې له خصوصي سکتور سره په ګډه دا کار تر سره کړي. نوموړی وايي: ((سوداګر دې په دغه پروژه پانګونه وکړي، خو دولت دې د امنيت په برخه کې ور سره ژمنه وکړي او عواید دې هم سوداګرو ته د ټاکلې مودې لپاره ورکړي.))
افغانستان په کور دننه ۴ زره کيلومتره د اوسپنې کرښې ته اړتيا لري، چې ټول ولايتونه يو له بل او ګاونډيو هېوادونو سره ونښولي.
د سوداګرۍ او صينايعو وزارت مرستيال مزمل شينواري وويل، چې د افغانستان د ټرانزيټ د ودې لپاره يې له ګاونډيو هېوادونو سره تړونونه لاسليک کړي او په نږدې راتلونکي کې به له ازبکستان او ترکمنستان سره هم د ټرانزيټي همکاريو تړون لاسليک کړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستيال وايي، د اوسپنې کرښې په هر کيلومتر یو ميليون ډالر لګښت راځي، چې ټول ټال ۴ ميليارده ډالره کېږي.
هغه وايي: (( د اوسپنې کرښې په جوړولو سره به نړيوالو هېوادونو ته په کمه بېه خپل توليدات ولېږدو او په کم وخت او کمه بيه به بهرني توکي هم هېواد ته وارد شي.))
په کور دننه د ټرانزيټي لارو له جوړولو سره به د تير سيټم د فعاليت چارې هم ګړندۍ شي او د افغان سوداګر به نېغ په نېغه له اروپايي هېوادونو افغانستان ته او له افغانستان څخه اروپايي هېوادونو ته صادرات کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزی وايي چې اوسمهال د ځينو ټرانزيټي خنډونو له کبله داسيسټم په هېواد کې په سمه توګه نه عملي کېږي. نوموړي وويل: ((د لومړي ځل لپاره د کابل څخه د بېلګې په توګه يو موټر د اروپا پر لور وخوځېده، خو د دغه سيسټم د پرمختګ لپاره په کار ده، چې د افغانستان په يو شمېر بندرونو کې ځانګړي تجهيزات او تاسيسات جوړ شي او د سوداګرۍ خونې، ټرانسپورټ وزارت او ګمرکونو يو شمېر کسان مسلکي زده کړې وکړي.))
الکوزی وايي، چې په دغه سيسټم له ۵۰ تر ۶۰ ميليونو ډالرو لګښت ته اړتيا ده، چې یوازې په زرنج، حيرتان او اسلام قلعه بندرونو کې ځانګړي تاسيسات او تجهيزات برابر شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وياند مسافر قوقندي وايي د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه يې د پاکستان د سوداګريز پلاوي سره وزارت د دغه ستونزو او آپټا تړون د عملي کېدو په اړه بيا خبرې کړي او پاکستاني پلاوي ژمنه کړې چې دغه ستونزې به د خپل دولت سره شريکوي او حل کوي به يې.
د پاکستان د ماليې وزير اسحاق ډار، چې ددغه پلاوي مشري يې کوله حاضر نه شو چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې وکړي، خو په خبري غونډه کې يې وویل چې خپلو وعده ته ژمن دی او هېواد يې غواړي په راتلونکي کې له افغانستان سره ښې اقتصادي اړيکې ولري.
د ۲۰۱۴ کال د فبرورۍ په ۲۴مه نېټه د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال وويل، له پاکستان سره يې په ځينو پروژه هوکړه کړې چې په دغه پروژو کې د پېښور، تورخم، جلال اباد ، چمن او کندهار د اوسپنې کرښې به هم پاکستان فعالوي، خو دا يې ونه ویل چې د دې پروژې کار به کله پيل شي.
د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني وايي اوسپنې کرښې د پروژې په اړه تر اوسه لومړنۍ خبرې شوي دي او له دې وروسته به يې په طرحه کار پيل شي چې د لګښت اندازه به يې هم معلومه شي. نوموړی وايي که د ريل پټلۍ د جوړېدو سره به د افغانستان موټرونه په لږ وخت کې تر ګمرکونو رسېږي او په ټوله کې به د ټرانزيټ د پراختيا لپاره لاره هواره کړي چې د افغانستان سوداګري به هم ور سره وغوړېږي.