فلیپو ګراندي

تاند- ملګروملتو نن /دوشنبه/ وویل، اروپايي هیوادونه باید د افغان پناه غوښتونکو په بېرته ستنولو کې له بیړې کار وانخلي او نه هم د فرانسې او جرمني د وروستیو ورځو د وژونکو حملو په خاطر ټولو افغانانو ته د جنایتکارانو په سترګه وګوري.

په جرمني کې ۲ افغانان د یوه ۲۲ کلن جرمن د وژلو په شک نیول شوي او تېره شپه په پاریس کې یوه افغان په چاړې ۷ تنه سخت ژوبل کړل.

د کډوالو لپاره د ملګروملتو لوی کمیشنر فلیپو ګراندي وویل، سره له دې چې د طالبانو او داعش له لوري د افغانستان په ټولو برخو کې انتحاري او انفجاري حملې روانې دي، په اروپا کې په دې غور کېږي چې افغانان خپل هیواد ته واستوي.

ګراندې، چې له افغانستان څخه تر تګ وروسته په جینوا کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې، زیاته کړه«په دې ډېر فشار دی چې افغانان خپل هیواد ته واستول شي، زموږ سپارښتنه دا ده چې دا پروسه په خورا احتیاط پر مخ یوسئ ځکه چې له امنیتي نظره (افغانستان) حالات خرابېدونکي دي.»

ګراندي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په اروپا کې د افغانانو پر ضد د احساساتو د پارېدو اندېښنه لري؟ وویل«که هر څوک؛ که هغه مهاجر وي یا پناه غوښتونکی جرمونه وکړي، باید مهاجرت ورڅخه واخیستل شي. په مجرم باید قانون تطبیق شي.»

خو ده په دې اندېښنه ښکاره کړه چې د یوه کس یا د سیاسي هدف په خاطر ټوله ټولنه (ملت) تورنه کېږي.

ده زیاته کړه«دا ډېره خطرناکه ده، ځکه چې د پناه غوښتونکو یا مهاجرو لوی اکثریت جرمونه نه کوي او تر بل هر چا د تبعیض له خطر سره زیات مخامخ وي.»

تېره اوونۍ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د جرمني له بلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي و چې باید د یوه یا دوو تنو د جرم په خاطر ټولو افغانانو ته د مجرمانو په سترګه ونه کتل شي.

«له افغان پناه غوښتونکو مه بېرېږئ او لطفاً د یوه یا دوو تنو په اعمالو د ټول افغان ملت په اړه قضاوت مه کوئ.»

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *