تاند، یکشنبه، د عقرب ۱۲مه: ولسمشر د یو حکم په ترڅ کې (ګران هېواد) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت نوی ویاند وټاکه.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي دا خبره په ټویټر هم لیکلې او تاند ته یې هم تایید کړه چې ولسمشر غني ګران هېواد د بهرنیو چارو وزارت نوی ویاند ټاکلی دی.
ولسمشر غني د صبغت الله احمدي پاکستان ته د طالبانو د سفر په تړاو د غیرمسوولانه څرګندونو په وجه د بهرنیو چارو وزارت له ویاندۍ لرې کړی و او تر دې دمه میرویس ناب د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي معین او سرپرست ویاندۍ دواړه دندې مخته وړلې.