تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: امریکايي سناتور لینډسې ګراهام وايي، ولسمشر ټرمپ به په راتلونکو څو اوونیو کې له افغانستان څخه د ۴ زره سرتېرو وتل اعلان کړي، خو په وینا یې چې په دې کار کې بیړه به ستراتیژیکه او لویه تېروتنه وي.
نوموړی په دې باور دی چې، د ترهګرۍ ضد ځواکونو په توګه پر طالبانو باور نشي کیدلی؛ نو له همدې امله امریکا باید خپل زرګونه سرتیري په افغانستان کې وساتي.
هغه همداراز هیله من دی چې، تر څو راتلونکو اوونیو پورې په افغانستان کې نوی حکومت په کار پیل وکړي؛ څو یو افغاني پلاوی له طالبانو سره جدي خبرې پیل کړي.
نوموړی چې تېره ورځ د پاکستان له سفره کابل ته راغلی دی وايي، ټرمپ به له ۱۲۰۰۰ څخه سرتېرې راکم کړي او دی به یې ملاتړ وکړي، خو په وینا یې له افغانستان څخه په بیړه وتل به تاوان وکړي.
د ګراهام په خبره افغان ځواکونه د لا پیاوړتیا هڅه کوي او هرڅومره چې دوی پیاوړي کېږي، د امریکايي سرتېرو شمېر به په هماغه اندازه کمېږي: (( ولسمشر ټرمپ کېدای شي د کال تر پایه پورې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د خروج اعلان وکړي.))
د راپورونو له مخې امریکا په اوس وخت کې شاوخوا ۴ زره سرتېري له افغانستان څخه ایستل غواړي چې له مخې به یې په افغانستان کې د ۸ او ۹ زرو تر منځ سرتېري پاتې شي.
د امریکايي رسنیو د راپور له مخې سناتور ګراهام په همدې اړه پاکستان او افغانستان ته سفر کړی دی تر څو د امریکايي سرتېرو ایستلو ته زمینه سازي وکړي.