ګرټ1
فتح الله د پلار مشر زوى وو، چي زوکړى وو په پښو شل وو، پلار يې د زړو اوسپنو- ترامو اخيستلو دوکان درلود، خو هسې مازې يې د کور ګوزاره په کېده، فتح الله ښوونځى هم وايه، خو پلار يې په دې ګرانه ګرانۍ کې تر پينځو روپيو زيات جېب خرڅ نه شو ورکولاى.
سږ يې د کوچني اختر لپاره يو خاورين جورى ښخ کړى وو، پيسې يې پکې جمع کولې، د کوڅې ملګرو يې ورته ويلي وو، چي د اختر پر دريمه به ګرټ جوړوو، د اختر په سهار يې چي جورى مات کړ، مور يې هم نيژدې ورته ولاړه وه، خو د جوري له اوسپنيزو پينځګونونو پرته يواځې درې د لسو روپيو نوټونه پکې نغښتي پراته وو، چي ويې ګڼلې ټولې اته اتيا روپۍ وې، زړه يې ولوېد، ناڅاپه يې مور ته وکتل او ژړغوني يې ورته وويل:
– د ګرټ يونيم سل روپۍ دي
مور يې ور مخته شوه، چي پر سر يې لاس ور تېر کړي او ورته ووايي چي ګوندې په اختر کې يې خپل- خپلوان کور ته د اختر مبارکۍ ته ورشي او اختر خرڅ ورکړي، خو د مور لاس يې په هوا کې نيولى پاته شو او ده د کوڅې پر لور منډه کړه، مور يې چي تر ورۀ سر پسې ور ويوست، فتح الله بيا په شلو پښو د کوڅې پر کونج جاروتلى وو.
لس مينټه به لا نه وو وتلي، بيا په ورۀ را ننووت، په لاس کې يې يوه پلاسټيک تېلۍ نيولې وه، نګوښېده او په لنډه ساه يې تر موره ځان را و رساوه:
– دا چولې (نخود) زر را پخې که
فتح الله په جمع کړو پيسو يو سېر نخود راوړل او مور يې ماسپښين ته ور پاخه کړل. د اختر نوي کالي يې چي سهار په ډېر هوس اغوستي وو ويې کښل، خيرن کالي يې واغوستل، چپل يې په پښو کړل، چي خولې يې څيرې وې، د نخودو دېګ يې کوڅې ته ويوست، د خپل کور څنګ ته پر يوه کوچنۍ زړه تاګۍ- چي له رنګارنګ ټوټو جوړه وه- ورته کښېنوست، په يوه بالټۍ کې يې اوبه اچولې وې، پيالې پکې پرتې وې، په کوڅه کې يې يوې بلې خواته وکتل، کوچنۍ نجونې او هلکان لږ لرې په نويو جامو کې ګرځېدل، ده فکر وکړ چي که ناره ونه کړي تر ماښامه به هم د چا ور پام نه شي. ناببره يې چيغه وکړه:
– چولې دي چولې، تازه ګرمې چولې وخورئ
له ځانه سره يې وخندل، ځکه دا لومړى ځل وو، چي د پلار له اجازې پرته يې نخود خرڅول. يو ځل يې بيا هماغه ناره وکړه، دا ځل د سترګو په رپ کې پينځه شپږ ماشومان پرې را ټول شول:
– خانه! ماته د دوو روپو چولې، خانه! ماته د درو، خانه! ماته د پينځو…
فتح الله په کور- کوڅه کې په خان مشهور وو، تندى يې له خوشالۍ و غوړېد، ژر- ژر يې کاچوغه له تودو نخودو ډکوله او په اندازه يې هر يوه ته نخود ورکول. ورته ناست ماشومان به چي ولاړ شول، ده به خپله شله پښه لږ و غزوله، په نخودو کې به يې کاچوغه ووهله، زړه به يې له خوشالۍ ټوپونه ووهل:
– تر يونيم سل به ډېرې په و ګټم
له ځانه سره ګډ وو او لا يې کاچوغه له دېګه نه وه را ايستلې، چي دوه درې نور کوچنيان ورته و درېدل، هغوى ته يې وکتل، د کوڅې له سره يې نور ماشومان هم د ځان خواته ور روان وليدل، خوشاله شو، خو ناببره يې د اسمان خواته و کتل، خړه وريځ ګرځېده، ده چي دوې پيالې له نخودو ډکولې، کــڼ کــڼ، تالنده شوه، دريمه پياله يې ور پورته کړه، پر مخ خپره خندا يې ورکه شوه، اندېښمن غوندې شو، هغو ماشومانو لا نخود خوړل، چي د باران څاڅکو د فتح الله سپين مخ توربخون واړاوه او د مخ خوله يې هم د باران په څاڅکو ګډه شوه.
څاڅکي وار په وار ګڼ شول، ماشومانو ځينو پيالې خالي کړې، ځينو نخود پکې پرېښوول او د خپلو کورونو پر خوا يې منډه کړه، فتح الله هم ژر- ژر لومړى تاګۍ را ټوله کړه، په تخرګ کې يې ونيوله، بيا يې بالټۍ او د نخودو دېګ را واخيستل او د کور په ورۀ ننووت. د کور ور يې د غولي خواته لږ پټ وو او پاس يې د اوږدو تيرانو (ډډونو) او لوخو لږ سيورى پر جوړ کړى وو، دى هم په يوه کونج کې غلى و درېد، له خپګانه يې دې ته هم پام نه وو، چي دېګ او بالټۍ پر مځکه کښېږدي، څو مينټه همداسې ولاړ وو، په زهيرو سترګو يې باران ته کتل، وروسته يې دېګ، بالټۍ او تاګۍ هملته کښېښوول او کوڅې ته يې سوکه سر ور و ايست، يوې بلې خواته يې وکتل، په ګڼ باران کې يې يواځې د کوڅې په سر کې تېرېدونکى يو سړى وليد. بيرته را ننووت، د نخودو دېګ ته کښېنوست، کاچوغه يې پکې ووهله، زړه يې تر تلو ولوېد، تر نيمايي زيات دېګ لا له نخودو ډک وو، پر دېګ يې بيرته سرپوښ کښېښوو، زړه نازړه وو چي پيسې وشمېري که نه، ځکه پوهېده چي تر اوسه خو يې خپل سر هم نه دى په ګټلى، جېب ته يې لاس کړ، اکثر اوسپنيز پينځګونونه وو، ټولې پيسې يې په موټ کې ونيولې، ژر يې بيرته په شرنګ سره په جېب کې وغورځولې، تابه ويل لړم يا کومې بلې خزندې يې لاس وچيچه، خو مينټ لا نه وو وتلى، چي بيرته يې په جېب کې لاس ونيو، د څنګ جېب يې ښوراوه، پيسې پکې شرنګېدلې، ده لا هم باران ته کتل، باران د درېدو نوم نه اخيست، د جولاى مياشت وه، د وسې (پشکال) د بارانونو شپې وې، لږ نور هم هملته تم شو، وروسته يې دېګ پر هغه ځاى پرېښوو او د کوټې پر خوا يې په شلو پښو را منډه کړه. مور يې په کوټه کې له يوې څنګلورې مېرمنې سره ناسته وه، هلته ور نغى، بيرته يې د غولي خواته مخ واړاوه او په برنډه کې يې په سيمټي تمبه پورې لاس ونيو او بيا باران ته ځير شو، پر يوه ځاى نه درېده، ناکرار غوندې وو، د باران په منځ کې يې د نخودو دېګ ته ور وکتل، سوکه يې له ځانه سره وويل:
– که مي سل پوره کړې هم په ګرټ مي ور ګډوي
لا په همدې چورتونو کې وو، چي باران په کمېدو شو، اسمان ته يې وکتل، خوشاله شو وريځ سره ختلې وه، څو مينټه وروسته باران و درېد، مور ته يې وکتل او بيا په بيړه په نګوښېدا د دېګ خواته ورغى، ژر يې دېګ او بالټۍ کوڅې ته و ايستل، پر هغه پخواني ځاى يې کښوول او دا ځل پر لنده مځکه په دوو تلو ورته کښېنوست، شلې پښې يې درد وکړ، ويې غزوله، په کوڅه کې يې وکتل، لا هيڅوک هم نه ښکارېدل، په دېګ کې يې کاچوغه ووهله، لږ- لږ دود ترې لټېده، سخت خوشاله شو، چي سړې شوې نه دي. ده لا سر پر دېګ ور ټيټ کړى وو، چي يو موټرسايکل يې کور ته و درېد، ماما يې وو، شرميندوکى غوندې يې مخ ترې واړاوه، چي هسې نه پر دې کار يې و ترټي، خو مجبور وو چي د کور ور ورته پرانيزي، پر مخ يې د شرم او خندا دواړو حالتونه ليدل کېدل، زړه يې خوشاله وو، ور ولاړ شو، اختر مبارکي يې ورسره وکړه، پر ورۀ را ځړېدلې پرده يې پورته کړه او ماما يې پر موټرسايکل ناست کور ته ور ننووت. دى بيرته په خندا- خوشالۍ ګوډ- ګوډ ورغى او دېګ ته کښېنوست.
نيمه ګنټه وروسته يې خالي دېګ په برنډه کې کښېښوو او ورغى د ماما څنګ ته کښېنوست، ډارېده چي هغه د نخودو خرڅولو پوښتنه ځنې ونه کړي، يو ځل يې په پټه د څنګ جېب ته لاس کړ، خوشاله شو او ځان يې د اختر پر دريمه د ملګرو په ګرټ کې په خندا او مسخولېدا احساس کړ، د ده لا د چاى پياله په لاس کې وه، چي مور ور ډکه کړې وه او مټايي يې ورسره خوړله، ماما يې د تلو تکل وکړ، د کيڼ اړخ جېب ته يې لاس کړ، فتح الله يې هماغه څنګ ته ناست وو، ناببره يې خپل جېب ته وکتل، تا به ويل ماما يې د ده جېب ته لاس کړ، د پينځوسو روپيو نوې- نوزې بنچه يې را و ايستله، يو نوټ يې ځنې را وکيښ، فتح الله ته يې ونيو:
– پينځوس دي بس دي، که نورې هم درکم؟
– بس دي، د عيد او ګرټ دواړو کار مي وسو
سترګې يې له خوشالۍ و برېښېدې، داسې نوى کړک نوټ يې پخوا هيڅ ليدلى نه وو، هغه هم پينځوسګون. دستي را ولاړ شو، په هغه بله کوټه کې يې د اختر نوي کالي واغوستل، نوې څپلۍ يې په پښو کړې او په خندا- خندا، په نڅا- نڅا- چي پر لنده مځکه د لوېدو او د نويو کاليو د خرابېدو اندېښنه هم ورسره نه وه- د کوڅې د ورۀ خواته لاړ، له ماما سره خداى پامانى يې بېخي له ياده و ووت، مور او ماما يې پسې خندل او دى له کوره و ووت، پر کوڅه چي جارووت، د دوکانونو مخې ته هګۍ جنګېدلې، پخو هګيو ته يې زړه وشو، خو له دې ډاره چي د ګرټ پيسې ور کمې نه شي، د هګيو اخيستلو ارمان يې په زړه کې غلى کړ، مګر بيا هم خوشاله وو، د نورو له هګيو جنګولو يې خوند اخيست، کله به يوې ډلې او کله بلې ته ودرېد، په ناپامۍ کې به يې په نخودو ګټلې پيسې په جېب کې و شرنګولې او مخته به تېر شو. د اختر دوې ورځې يې همداسې په خوشالۍ تېرې کړې.
د اختر دريمه ورځ را ورسېده، له ملګرو سره ګرټ ته زښته ډېر خوشاله وو، غرمه وه، لمر تود وو، اسمان تک شين وو، له ملګرو سره يې پيسې واچولې، د نخودو له پيسو يې يونيم سل پوره شوې، يو څو لا ځنې ور پاته هم شوې، د ماما پينځوسګون يې هماغسې کلک په جېب کې ايښى وو، پر دې سره ږغېدل چي ماښام ته به په ګرټ کې څه- څه او د چا- چا په کور کې پخوي، فتح الله تر ټولو لومړى په فاتحانه ډول وويل:
– وريځې يې په ما، مور مي وختي لا راسره منلې ده
ملګرو ته يې د ده زړورتيا ډېر خوند ورکړ، د ده مخ هم د غرور په خولو کې سوربخون و برېښېده، ملګرو يې هم يو په بل پسې د کتغ پخولو، مېوو او نورو شيانو د راوړلو دندې پر غاړه واخيستې او له همدې ځايه پينځه واړه بازار ته روان شول، چي غوښه، مېوه او نور شيان راوړي.
ماځيګر د لمر سترګه لا هسکه ولاړه وه، چي پر اسمان بيا د خړو وريځو څادر خپور شو. د لمر له پرېوتو سره واړه- واړه څاڅکي پيل شول، فتح الله دا مهال د کوڅې په سر کې له خپلو ملګرو سره ولاړ وو، پر غوږ باندې د څاڅکي له لګېدو سره يې په رډو سترګو اسمان ته وکتل، په زړه کې ور وګرځېدل، چي اسمان يې ولې ګرټ ته نه پرېږدي، څاڅکي ګڼ شول، په اندېښمنو زړونو سوکه- سوکه روان شول او سره ويې ويل چي باران و درېږي، نو د ګرټ ځاى ته به سره راځو. ګرټ به يې د يوه ملګري د کور څنګ ته په خالي سراى کې کاوه، چي له يوې مياشتې خالي ولاړ وو.
باران پسې ګڼ شو، ماښام شو، بتۍ هم نه وې، فتح الله د کور په تياره کوټه کې د نغري د اور په روڼا کې د خپلې مور څېرې ته وکتل، چي د دوى د ګرټ په وريځو پسې يې لرګي سمول. کله به برنډې ته را و ووت، کله به بيرته کوټې ته ننووت، مځکې ځاى نه ورکاوه، باران دومره په شرکي ورېده، چي له ده يې ګرټ هېر کړى وو او بيا- بيا به يې له دې ډاره د کوټې او برنډې بام ته کتل، چي پرې را ونه نړېږي. ماخوستن شو، باران لا هماغسې په غرور ورېده او د چا پروا يې نه کوله، لکه ريښتيا چي يې هم د فتح الله او د ده د ملګرو د ګرټ د خرابېدو او تر سهاره د ورېدو نيت کړى وي. د شپې د لسو بجو شاوخوا باران سوکه شو، خو لا درېدلى نه وو، چي فتح الله په خوبولو سرو سترګو د ګرټ ځاى ته د ورتلو نيت وکړ، مور يې منع کړ، چي ناوخته دى، په کوڅه کې يې خزندې ونه چيچي، خو ده د وريځو دېګ- چي سوړ شوى وو- په دواړو لاسونو کې واخيست، مور يې د کوڅې د ورۀ پرده پورته کړه او فتح الله د ګرټ د ځاى خواته ور روان شو.
د ملګري کور يې د خوړې په پورې غاړه وه، چي د کوڅې سر ته را رسېده، ډله خلک يې ولاړ وليدل، خوړه له اوبو ډکه وه، خړې اوبه له پاسه داسې په غورځنګ را بهېدې، لکه د باران غوندې چي په دې غرور کوي، چي ګواکې د فتح الله او د ده د ملګرو د ګرټ مخه يې ونيوله. فتح الله خوړې ته وکتل، تياره وه، خو برېښنا به کله- کله خړې اوبه ښکاره کړې، چي په همدې وخت کې به د خوړې پورې غاړې ته هم ولاړ خلک ښکاره شول. د فتح الله لا دېګ په لاس کې وو، چي د برېښنا په سپينه روڼا کې يې پورې غاړې ته خپل د ګرټ ملګري وليدل، ژړغونى شو، دېګ يې له لاسه ولوېد او په چيغو يې د خپل کور خواته منډې کړې. دېګ خړو اوبو واخيست، ولاړو خلکو اريان- دريان په دېګ او په فتح الله پسې وکتل، خو پوه نه شول چي څه پېښه وشوه.
***
٣١ جولاى ٢٠١٤م کال
ږوب، د کوچني اختر دريمه
______________
1 په ږوب او شاوخوا سيمو کې د کوچنيو هلکانو هغې مېلې ته ګرټ (Gárât) وايي، چي په کورونو کې دننه کېږي او اکثر ټول همځولي شيان په ګډه پخپلو کورونو کې پخوي او بيا يې د يوه ملګري په کور کې خوري.