له شور، زوږ او هیجانه ډکو لویو ښارونو کې د کورونا ویروس وبا له خپرېدو سره څنګه ژوند ناڅاپه سوکه شو، بلکې څنګه یې له انسانانو سره د ختمېدو او دریدو وېره پیدا شوه، خو په عین حال کې څنګه د دې ښارونو له ځانه بې پرواه او لالهاند اوسېدونکي ځان او ژوند ته متوجه شول، د نور محمد سعید په دې لنډه کیسه کې یې لولو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د لویدیځ له لوره د سوربخون ډوبېدونکي لمر ژیړه رڼا زما د خونې پر سپین دیوال وغوړېده. د مړژواندې رڼا په منځ کې خپل تک تور سیوری وینم. کټ مټ لکه د سینما پر پرده چې د جګړه ځپلي ښار پر لوګ واټ ولاړه توره اوسپنیزه مجسمه ولاړه وينو. له کړکۍ بهر ښار ژوندی دی. جګړه هم پکې نشته، خو غلی دی، ویران ښکاري.

کله نا کله د امبولانس یا پولیسو سایرن اورم. ګهیځ یو څو هلکانو زما کړکۍ ته مخامخ پارک کې پټه خوله ورزش کاوه. وروسته دوه له یوه بل سره وغږیدل او ژر دریم او څلورم هم په بانډار کې ور شامل شول، خو د پولیسو موټر راپیدا شو.

له لېرې یې په لاوډسپیکر کې ورته وویل:

مېله نه شته، وبا خپره ده، ګرځبندیز لګېدلی.. ورک شئ له دې ځایه!

هلکان مړه څټونه له پارکه ووتل. د پولیسو جدي اخطار مې خوښ شو. له ځان سره وایم، دوی ناپوهي کوي، زما هم زړه غواړي چکرې ووهم، خو د یو څه وخت ساعت تېری نورو ته د ناروغۍ د انتقال په بیه نه ارزي.

کړکۍ مې وتړله. پر کټ کیناستم. له کوتانو ډک څادر یې اته – لس ورځې کېږي په همدې حال پروت دی. برايي مې د ګولیو لپاره اوبه راواخیستې، ګلاس پرې چپه شو. وایم، باید له کړکۍ بهر یې د وچېدو لپاره ځوړند کړم، خو ناوسي راباندې زور شوه، وروسته خوب وړی وم.

ناوخته راویښ شوم. شپې ته وارخطا نه یم. هسې هم اوس شپه او ورځ فرق نه کوي. د کټ سر ته یو مېز ایښی، هغه ته ګورم، دا هم سمول غواړي، سر یې نه ښکاري. په کاغذونو کې پټ دی.

کاغذونه، یعني ورځپاڼې، اونیزې او میاشتنۍ مجلې او کتابچې چې په نیمايي لیکل شویو پاڼو کې یې نیمخوا یاداښتونه، شعرونه او کیسې لیکل شوي یا د زړو کتابونو شلیدلي ټوکان دي. دا د تېرو دریو کالو، دوو میاشتو او څلرویشتو ورځو انبار دی.

کره نېټه مې ځکه په یاد ده چې هغه وخت مې د نوي کال د رخصتۍ پر ورځ ټوله خونه ښه پاکه کړې وه، بلکې رنګولې مې وه. په الماریو، بیګونو، کڅوړو او یوه بل کونج کې پراته کاغذونه مې د دې لپاره د میز پر سر ایښي وو، چې ریسایکل بین یا هغې خشره دانۍ ته به یې غورځوم چې پکې پراته څېزونه بېرته له سره رغول کېږي، خو په بله ورځ کار ته لاړم، رانه پاتې شول او تر اوسه پاتې دي.

هره ورځ چې تېرېده، یو څه نور کاغذونه، کاغذي دسمالونه، د پیزا او کبابو د دکانونو بروشرونه هم پرې انباریدل، کله نا کله پکې د چایو یا کافي پیالې هم اوښتې او بالاخره میز پکې ورک شو.

د میز تر شا د کتابونو الماریو  غېږې خو د میز د سر غوندې ورکې نه دي، خو تر خولې ډکې دي، بلکې پر ژیو پورې یې هم د رنګینو کاغذونو او عکسونو پر ټومبلو ټوټو ځینې مهم یاداښتونه یا کیفیتونه او شمېرې لیکلي دي.

دا بله کيسه ده، چې د کاغذونو په دې ټوټو کې لږ مهم او ډېر مهم رانه اکثر ګډوډ شي، بیا یې ایسته پر خپل ځای پرېږدم او ترې تېر شم. څو ځله مې کلکه اراده وکړه، چې له ټولو به په موبایل کې عسکونه اخلم او د چا خبره ډیجیټل به یې کړم، خو ..

خیر! نن یې البته له یوه سره راټولوم او ګورم یې. مقصد دا دی چې حد اقل د یاداښتونو کتابچې ته یې ورسوم، یا یې په کمپیوټر کې ثبت کړم. د وختونو تقسیم الاوقات، د ضروري کارونو جدول، د صحي خوړو سپارښتنې، د ورزش لپاره نېټې او وختونه، د ملګرو ټیلیفون شمېرې، د وټامنونو نومونه،  پخواني عکسونه، د لیکنو لپاره سوژې، پاسورډونه، ټول پکې شته او ګومان کوم ځینې یې اوس هم  تازه دي یا عملي کېدای شي.

پرون مې د کتابونو یوه المارۍ کې د ماکسیم ګورکي د (مور) تر څنګ یو هارډ ډسک وموند. اوس وایم که له یوې مخې دا کاغذونه ډیجیټل کړم او په همدې هارډ ډسک کې یې د کالیو المارۍ کې خوندي کړم، چې قلف هم لري خو لا به ښه شي، بیا اندېښنه رالوېږي چې د قلف کیلۍ مې ورکه کړې،  کاغذونه خو په زنکندن کې هم سوځلای شم، خو که مړ شم او له دې ناپړیتو ډک هارډ ډسک د چا ګوتو ته ورشي، نو بیا؟

د دې موضوع حل ته به ګوندې وخت پیدا کړم، البته د الماریو د ترتیب په هکله یوه بل مشکل مې نژدې دی چې حل شي.

اکثر به عین دفتر ته د تلو پر وخت جرابې، نیکټايي، بنیان یا بې ادبي دې معاف وي، نیکر رانه ورک شو، اوس چې ګورم د کتابونو د الماریو په یوه بل ګوټ کې یا د کتابونو تر شا نه یوازې د کالیو د المارۍ دغه شیان پراته دي، بلکې د دوا او پرفیونو بوتلونه، د سګریټو قوطۍ، بسکټونه، چاکلیټونه.. ځکه خو  وایم د چم ګاونډ موږکان، مچان او خځنده هم مېلې ته د چت د سوړو سمبوړو له لارې ولې دلته راتلل.

ژوند چې یوازې له کتابونو سره نه تېرېږي، یو بل غم یې هم شته او هغه دا چې د خونې غولی مې د لوبیا، نخودو، اوبو او نورو بلا بترو له هغو ډبیو او بوتلونو ډک کړی، چې له ګرځبندیزه مخکې مې د همدې بدې ورځې لپاره راټول کړي. ما ویل، هسې نه چې له ناروغۍ بچ شم او لوږه – تنده مې تخته کړي..

ټلویزیون مې د کټ پښو ته پر کوچني یخچال سپور کړی، د لوبې د سکور غوندې ګړۍ په ګړۍ د مړو او ناروغو  تازه شمېر اعلانوي او د فېسبوک دوستان له یوناني نسخو نیولې د لیمبو اوبو تر څښلو پورې طبي نسخې رالېږي، خو ځان مې پرې ړوند – کوڼ اچولی او د خپل فېسبوک پروفایل عسکونه ګورم، یو ډېر پخوانی مې پکې خوښ شو، د نوروز په میله کې له عزیزانو او کلیوالو سره پکې ولاړ یم.

لوټن – برتانیا ۲۷ مارچ ګهیځ یوه بجه څلوېښت دقیقې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *