ګلان مې زښت خوښيږي، خو زه پخپله یې نشکوم، هیڅ مې زړه نکیږي چې یوه ګل له بوټې څخه جلاکړم؛ خو پر نورو باندې دا کار کوم. کله پر نصیب، کله پر نذیر او کله هم پر فرید باندې؛ خو د پوهنتون له بڼ څخه نصیب الله له هرچا نه زیات راته ګلان شکولی ده.
يوه ورځ زه او نذير د کابل په ښار کې د پل اتن سيمه کې مو مزل کاوه، سرک کې خاص ګڼه ګوڼه نه وه، پلې تلو ستر مازیګر و، د لمر وړانګې لکه د روغني څراغونو غوندې پیکه و، ځلانده نه وه، خو تته ځلېده. د یو جومات له څنګ نه تیرېدو چې ناڅاپه سترګې مې د جومات انګړ باندې ولیګېده. شین سمسور باغ، ډنګ وني، زرغون پاڼې، سپین د بسمل ګلونو …..، تک سره محمدي ګلان، ۱۰۰ پانې ګل غوټي، تته سره زکام ګلان او له ښایست نه ډکه بڼ چې د چنارو په ترتیب شوي ونې باندې چاپیر شوی و. پښې مې سسته شوه، په تپه ودرېدم. هیڅ امکان نه درلود چې زه هسې له دوی څخه تیر شم، سترګي مې دومره ورته نیغه شول، لکه د عاشق نظر پر معشوق باندې. داسي ښکلي ګلان مې کله هم نه و لیدلي، ډیر ښایسته ښکارېده، د هغوی عطر تر ۲۰ متري پورې خوره وه، بیا په ځانګړۍ ډول د محمدي ګلان بوی، خو مړي ته عم تازه سا بخښله. نذیر راڅخه مخکې شو، ډیر مخ ته…. هغه د تل په شان عادتی خپل پر سر روان و، څه د پاڅه شل ګامه مزل کړی و چې زما نشتون ته پام شو، مخ واړول او په حیرانتیا راته ناره کړ.
: – هييي! راځه. ولی ولاړ یې؟ راځه چې ناوخته کیږي. – ته راشه – ولی؟ – ته خو یو وار راشه – ولی؟ ته اوس چیرته ګوري؟! – …………….. – هـــــــا، اوس مې پام شو، د ګلانو دښمنه. راځه، نکیږي – له دوی څخه خوشي تیریدای نشم. – که ملاصیب مو ګیر کړي، مړ کوي مو – مړ مې کړي، خو…….. – یاره ستا د لاسه!، پوهیږم چې اوس بیا غواړي پر ما ګلان وشکوي. زه خو یې نشکوم، خپله ځان شکوی وشکوه، که نه راځه چې لاړ شو. – لالا!!! – هیڅ امکان نلري، زه خو څه لیونی نه یم چې….
– لالا!
– یاره ستا سره څه وکړم؟ ته ما نن په وهلو ورکوي. راځه په ګډ ځو – نکیږي مخ مې ورته ښکل کړ او ورته مې وویل چې ورشه لالا، خیر دی ورشه، له هاغه محمدي ګلانو څخه ……. او لاړ. زه د سرک هغه بل غاړې ته تیر شوم او کابو شل ګامه هم لیرې لاړم چې هیڅ چا ګومان راباندې ونکړی چې د نذیر ملګری یم او د لېرې څخه مې نذیر څاړل. نذیر لکه ناولده غل غوندې خپل شاوخوا ته ګوري او د ګلانو پټي ته نږدې کیږې.
زړه نا زړه لاس اوږد کړ، بیاهم غلې غلې خپل شاوخواته ګوري، یو ګل یې وشکول، به هماغه شیبه یو لاروی د جومات انګړ ته د ننه شو. نذیر چې ورباندې د جومات د موذن ګومان کړی و، ژر ګل په جیب کې واچاوه او په منډه ځان ماته ورسول، خو د خدای فضل و چې د موذن پام ورته نشو. زړه یې دربېده، رنګ یې الوتی و، ژبه یې ګونګه ګونګه کېده. هم ورته مې خندا راته او هم پړ وم او زړه مې ورباندې سوځېده، ځکه چې زما د لاسه قریب بیاب شوی و. داسې مالومېده، راته ډیر په خشم و، او راته وویل: راځه چې لار شو. د دې له پس بد به وکړم چې ستا سره چیرته لارشم. نږدې و چې سکته وکړم. – آخر ته ولی داسې یې؟ – بخښنه غواړم یاره، زه څه خبر وم چې داسې کیږي؟!
– ولی خپله دا کار نکوی، تل پر ما باندې دا کار کوي؟!
– بخښه کوه یاره. – هیڅ دې نه بخښم غلی شوم. پوهیدم چې څومره ورسره و غږیږم، هومره پاریږي. څو شيبې زموږ په منځ کې چوپتیا و. او هماغسي روان ولو. لمر نور نه ښکارېده، زموږ مزل هم لېرې و، ټکسي ته ودریدم، ورسره مې خبره وکړه، تر سیلو پورې مې دربست ونیوه.
نذیر راسره پر یوه څوکۍ باندې کښینناست. مخکې سیت ته لاړل، او هماغسي چې په غوسه و، کښیناست او موټر روان شو. که څه هم هوا توده وه، خو ډریور ته مې وویل چې د موتر ټول کړکې(ښیښي) وتړي، ځکه چې د ګل بوی دومره زورور و، چې ټول موتر یې بویناکه کړی و. او په هر ساه اخیستو مې ورڅخه خوند اخیسته.
ډریور هم ز موږ چوپتیا ته حیران شوی و. د ګیر بدلولو ګړهار، يواځنۍ غږ و چې زموږ چوپتیا یې ماتوله. نور طاقت مې نه کېده، په زړه کې مې تلوسه وه چې کله ګل له نذیر څخه واخلم. خو دریغ!!! کله چې ګل له جیبه وایستل، ګل پاڼې پانې شوې و. نور نه پکښې ښکلا پاتې وه او نه ښیرازه. یو څو مړاوي پاڼې و چې یوازې بوی پاتې و او ورسره یو لک د نذیر منتونه … تر اوسه پورې ورته ارمانجن یم….