تاند – د اسلامي ګوند مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار ته د کابل ښار په دارالامان سیمه کې درې کورونه ورکول شول.
د اسلامي ګوند یوه غړي، چې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه یې نه لرله، تاند ته وویل چې د ښاغلي حکمتیار دوه کورونه د ولسمشر اشرف غني د کور تر څنګ پراته دي.
نوموړي وویل، «په یوه کتار کې لومړی کور د حکمتیار بیا د ګلاب زوی بیا د حکمتیار او ورپسې د ولسمشرغني دی.»
د ګلبدین حکمتیار د ګوند دغه غړي تاند ته وویل چې، حکومت ښاغلي حکمتیار ته یو شمېر موټر چې صفر کیلومتره ګرځېدلي دي هم ورکړل. تاند ته په را رسېدلو عکسونو کې ښکاري چې د حکمتیار په نامه شوي کور کې درې لنډکروزر ډوله موټر او درې نور هایلکس ټویوټا دوه سیټه موټر ولاړ دي.

د اسلامي ګوند منبع وایي چې، حکمتیار به د راروانې پنجشنبې په ورځ د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار ته راشي خو دا یې ونه ویل چې له کوم ځای نه به جلال اباد ته راځي. په جلال اباد ښار کې له درې ورځو وخت تېرولو څخه وروسته به پلازمېنې کابل ته راځي چې په غازي سټیډیم کې به خپلو مینه والو ته وینا وکړي.
افغان حکومت د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي ګوند سره د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې د سولې هوکړه لاسلیک کړه او د روان /۲۰۱۷/ کال د فبرورۍ په لومړیو کې د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د هغه د نوم له اېستل کېدلو څخه وروسته دې ته لاره هواره شوه چې نوموړی کابل ته راتګ ته زړه ښه کړي.
ټول وایی چی حکمتیار راځی، مګر دا چا ونه ویل چی د حزبیانو امام غایب لکه د ده راکټ له آسمانه را نازلیږی او یاخو لکه ماین په جلال اباد کی له ځمکی را خلاصیږی ههههه
داچی سلیم دونه پریشانه دی دابه یا ده سلیم عزرائیل وی اویابه یی نیکه وی
الله دی په خیر سره راولی
دده په راتگ دی الله پاک دصلحه او امنیت لوی اهداف د افغانستان زوریدلو خلکو ته نصیب کری چه وطن مو د شر او فساد د بدبختیو سخه الله نور خلاص کری.
Pa kher de rashi hela da che solha war sara rashi aw khpalwaka we na de raketoono aw isi fakistan jasoosano sara.
Allah de nor hagha khalak che khpal hewad ghulam kawe na bood kri.
الله دی وکړی چه په خیر او خوشحا لی سره راشی
د غدارانو قاتلانو رشوت خورو او غاصبانو د سر دښمنه الله دی راوله
الله دی په خیر سره راولی
دده په راتگ دی الله پاک دصلحه او امنیت لوی اهداف د افغانستان زوریدلو خلکو ته نصیب کری چه وطن مو د شر او فساد د بدبختیو سخه الله نور خلاص کری.