په وروستیو کې د افغان دولت له خوا د اسلامي حزب له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې مذاکرات د پښتنو له پراخ هرکلي سره مخ شول. دا چې د هر هېواد پرمختګ هغه وخت ډاډه کیږي چې ملت یې له تاریخي تیروتنو څخه زده کړه وکړي.ښاغلی حکمتیار د افغانستان د وروستي تاریخ پېژندل شوې څېره ده چې د سولې له خبرو وړاندې یې هر افغان دهغه د نوم په اوریدا سره د کابل وحشت، دسوروبي وحشت او ترورو او قتل انځور راته او ترډيره ورته د خاین او وژونکي خطاب کیده خو د سولې د خبرو د پیل له امله دا ډول قضاوت په ناڅاپي ډول له مینځه لاړ، د خلکو په فکرونو کې د هغه پخوانی انځور په ناڅاپي ډول بدلون وموند. ټول هغه تاریخي خیانتونه چې ددې ښاغلي ترمشرۍ لاندې اسلامي حزب ترسره کړي ول، پرې سترګې پټې شوې. په افغانستان کې د څو لسیزو د جګړو، ناخوالو ، ظلمونو ، بې عدالتیو، خیانتونو، د دین او فرهنګ په نوم د خلکو له احساساتو څخه د شخصي او ګوندي موخه لپاره پراخه استفاده وشوه. یو عمده علت چې د ملتونو په ویښتیا کې رول لوبوي د عدالت پرځای کول او د بې عدالتۍ په وړاندې د د ظلم د حاکمیت پر مهال غږ پورته کول دي.
زموږ په هېواد کې جګړه پردۍ ده، د څارګره ادارو له خوا په ملیونو ډالر او په زرګونه خلک درواني او عملي جګړې لپاره ګمارل شوي دي. رواني جګړې موپر فکرونه بریدونه کوي، فکرونه مو محدودوي او قومي نشلیزم( نه د ملت په کچه) مو په فکرونو کې پیچکاري کیږي.
د یوه ملت د بقا، ابادۍ، او ښیرازۍ لپاره سوله ییزه چاپیریال، ولسواکي او مدني ازادي تر بل هرڅه اړین دي. زموږ ملت بدبختانه په محدوده ازداي او ځوانه ډموکراسي کې د تعلیم نشتوالي، د غربت د شتون او د امینت او سولې د نه شتون له امله فکرونه د مزدورې میډیا او ټولنیزه شبکو له امله مغشوش کړي دي. که څه هم چې د رسنیو زیاتوالۍ د ډموکراسۍ او د ښې حکومتولۍ په پلي کولو کې رغنده رول لوبوي خو دلته د اقتصادي خودکفايي ، پوهې او امنیت د نشتوالي له امله زموږ ملت په ځانګړي توګه ځوانان هره ورځ دومره مالومات ترلاسه کوي چې له امله یې نه شي کولای د سمو او ناسمو هغو تر منیځ تفکیک وکړي. هره ورځ د فېسبوک، ټویټر، انټرنټي ویبپاڼو، رادیويي، تصویري او چاپي رسنیو باندې د حکومت له خوا د ملي ارادې په رڼا کې د کنټرول نشتوالي له امله عامه اذهان د څارګریزه فعالیتونو لپاره هرې خواته بېول کیږي. همدا علت دی چې ځینې وخت د شته تعصب او تبعیض له امله بې عدالتي او په ظلم او خیانت باندې سترګې پټیږي . دا چې نور څه مو له لاسه پوره نه وي، خپله کینه او بدله په دې اخلو چې په بې عدالتۍ او خیانت باندې سترګې پټې کړو او د عقدې له مخې ناسم قضاوت کوو.
موږ ټول شاهدان یو چې د افغانستان څخه دروسانو د وتلو او د ډاکټر نجیب د حکومت د سقوط وروسته افغانستان د مجاهیدنو لاسونه ته ورغی. هغه بې عدالتۍ،وحشت، بربریت او خیانت چې په دې مهال ترسره شو ، دافغانستان په تاریخ کې یې ساری نه درلود. اوسني مجاهدین چې د حکومت اکثریت برخه تشکیلوي، د هغو ناخوالو مسولیت لري چې په کابل کې یې د څو ورځو په موده کې تر پنځوس زره افغانان ووژل، بیت المال یې چور کړ، دپوځ ټول تجهیزات یې په پردیو باندې خرڅ کړل. افغانستان کې د څو کلونو لپاره هره ورځ جنګي جنایتونه او د بشر حقوق تکرار له پښو لاندې شول.
دې ټولو بدبختیو ته د حامد کرزي په مشرۍ د نظام په راتګ او د نړیوالې ټولنې په مداخلې سره نسبي بدلون راغی. ددې بدبختیو یوه زیږنده چې د قومونو ترمینځ تعصب او تبعیض دی راپاتې شوه چې ترډیره به مو وځپي.
د افغانستان سیاست ته د ګلبدین حکمتیار په راتګ سره ځینې ښايي په هېواد کې د قدرت په توازن باندې استدلال وکړي. د کوم ځواک استدلای کیږي؟ دا چې د حکمتیار په راتګ سره موږ د دقدرت ملي توازن بحث کوو، په همدې دلالت کوي چې د شمالي ټلوالې ټولو لنډغرو او د وحدت ملي د جنګسالارانو د شته فساد او غیر قانوني زور ته یو قانوني بڼه ورکوو چې موږ ترې ځانونه بهر بولو او د یوه بل جنګسالار په راتګ سره دا تشه ډکوو.
هیڅ عام افغان چې د افغانستان په اوسنيو جګړو کې د رهبر په توګه برخه نه وي اخستي د سولې مخالفت نه کوي. د الهي قانون په رڼا کې د ظلم ، وحشت او بې عدالتیو په وړاندې غبرګون نه ښودل هم د ظالم په پلوي کولو توجیه کیږي. دا چې د ټولنې په وړ اندې موږ فردي او ټولنیزه مسولیت لرو، پکار ده چې ځوانان مو د عدالت پلويتوب وکړي.اوسنیو حالاتو ته په کتو سره مو ملت د پردیو جګړو قرباني دی چې په داسې وخت کې د جګړو د رهبرانو یا په بل عبارت په قدرت کې د شته جنګسالارانو او یا هم د وسلوالو مخالفینو محکمه کول او عدالت پرځای کول تر یوه مهاله ناشونی تلقین کیږي خو باید له یاده ونه باسو چې د ملت او د الهي قانون په وړاندې د پيژندل شوي مجرم څخه په پټو سترګوملاتړ هم په خپله جرم دی.
سمه ده دا به هم ومنو چې حالات ایجابوي چې دحکمتیار او امثالهم سره سوله وشي څو ملت مو په نسبي سوله کې ژوند وکړي خو باید د همدې جناب د سولې سره د یو ځای کیدا ترڅنګ دهغه خیانتونه هم یاد شي څو د عدالت ترپښو لاندې کولو عادت مو له مینځه لاړ شي. په یاد ولرئ چې همدې حکمتیار غیر پښتنو ته د پښتون په پرتله لس سلنه زیان هم نه دی اړولای. زموږ کدرونه، زموږ مشران، زموږ عالمان یې په پېښور ، کویټه او د هېواد دننه د خپلو ښځو، ماشومانو او کورنیو په وړاندې په رڼا ورځ ترور کړي دي. په یاد مو وي چې کابل ته لمر غورځول د همدې جناب شعار و. د پېښور د شمشتو کمپ کې د سیاسي مخالفیون او بې دینه افغانانو په نوم هدیرې دپښتنو له هډوکو ډکې دي!!
که چیرې د نړیوالو د ماموریت ګټې دا ایجاب کړي چې حکمتیار دقیقا د شمالي ټلوالې په څېر باید اوسني نظام یوه برخه وګرځي، پرته له دې چې د ملت هوکړه او مخالفت په نظر کې ونیول شي، دا به ترسره کیږي. په یاد مو وي چې ددې رهبر د راتګ څخه زموږ ملاتړ علت په اقتدار کې د نامتو جګسالارانو په وړاندې د غبرګون پایله ده. له دې ورهاخوا قومي تعصب ، تبعیض او عقده هم یو له عمده علتونو دی چې موږ د یوه جنګسالار په ټولو جنایتونو سترګې پټوو او ملاتړ یې کوو. که بیا یې هم راسره نه منئ ، لږ ترلږه یې د ملاتړ ترڅنګ د خیانتونو یادونه هم وکړئ څو اولاد یې او که خپله یې د وجدان په نوم کومه محکمه ژوندۍ پاتې وي، له ګوګله راونیسې او دژوند تر وروستۍ شېبې یې د عدالت په رڼا کې په تکراري ډول راځوړند کړي.
د تعصب او بې عدالتیو څخه د پاک افغانستان په هیله!