تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۰: د ملي لوبډلې پخواني کپتان په لومړي ځل د نړیوال جام پر مهال د لوبډلې په داخل کې د لانجو په اړه څرګندونې وکړې.

نوموړي نن د لوبډلې د مشر په توګه د اصغر افغان د بیا ټاکل کیدو په غبرګون د کرکټ پریښودلو اعلان وکړ او زیاته یې کړه تر هغو چې اصغر لوبډلمشر وي دی به لوبډلې ته را نه شي.

نوموړي دا خبره پر خپله فیسبوک پاڼه د لایف ویډیو له لارې کړې دي او وایي، اصغر د خپل ورور لپاره ټوله لوبډله خرابه کړې او د شخصي ګټو لپاره یې څو ځل افغان لوبډله له سختو ورځو سره مخ کړېده.

هغه ویلي،نبي او راشد به نن په دې پریکړه خوشحاله شوي وي چې اصغر کپتان شو، خو په وینا یې دی به تر هغې کرکټ نه کوي چې اصغر لوبډلمشر وي: ((اصغر افغان نړیوال جام کې د افغانستان په نوم رشخند وهلی دی، اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل هم له اصغر سره لاس درلود او د هغه ملاتړ یې کاوه.))

هغه زیاته کړه له کله چې مشعل کرکټ بورډ ته عاطف مشعل راغلی کرکټ بورډ ښه ورځ نه ده لیدلې: ((دا کرکټ یې چې خراب کړی، پوره ګروپ دی، چې مشري یې عاطف مشعل کوي.))

هغه ویلي اصغر افغان د دې پر ځای چې محاکمه شي، کرکټ بورډ لوبډلمشر وټاکه:(( اصغر د افغانستان بیرغ او د افغانستان خلکو ته سپک کتلي دي. افغان زه په نړیوال جام کې ژړولی یم، څومره بدبختۍ چې نړیوال جام کې وې، د اصغر له لورې وې.))

ګلبدین نایب کیسه کوي چې د نړیوال جام پر مهال به د هر یو په کوټه ګرځیده چې راشئ زما لپاره نه د افغانستان لپاره لوبه وکړئ، خو لوبغاړو ورسره لوبه نه کوله: ((حشمت شهیدي زما سره ملګری و، نو ځکه یې د تېرو لوبو له سکواډ ایستلی و.))

دا په داسې حال کې ده چې نن د ټولو فارمټونو د لوبډلمشر په توګه د اصغر افغان په ټاکل کېدو بیلابیل غبرګونونه مخې ته راغلي دي.

نوموړی په داسې حال کې لوبډلمشر شو چې راشد خان عمرې ته تللی دی او په هیواد کې نشته.

2 thoughts on “ګلبدین نایب: مشعل د افغانستان کرکټ برباد کړ او اصغر د افغانستان په نوم ریشخند واهه”
  1. ښاغلی ګلبدین نایب وروره سلامونه او نیکی هیلی!

    وروره دغه خبری تاسی مخکی ولی نه کولی؟ کله چه ښاغلی اصغر افغان دوباره کپتان شو نو تاسو دغه خبری راویستلی؟ ایا په دغه تازه وخت کی به افغانان ستاسی دغه احسا ساتی خبری ومنی؟
    ستاسی د دغه احساساتی ژوندیو او مخامخ خبرو څخه شاید افغانان داسی مطلب واخلی
    چه دغه خبری د افغانستان دملی ګټو او دکرکټ د بی ساری پرمختګ لپاره ګټوری نه دی.

    او بله خبره دا ده چه ستاسو خپله پخوانی کپتانی هم افغانانو ته شک، فکرونه او مهم سوالونه پیدا کوی؟ ځکه ستا دغه احساساتی خبری د یو کپتان او حتی د ملی او یا ولایتی ټیم د یو وړوکی لوبغاړی شایستګی او لیاقت هم نلری.

    دا چه ستا خوښه نه ده چه په کرکټ کی نوره لوبه وکړی؟ دا ستاسی خپل تصمیم دی. کولای شی د ژوند او کورنی د نفقی لپاره په چپه خوله بل کاروبار ته لاس واچوی. نه دا چه یو مسکین، بیچاره، داخلاقو او صمیمیت یو ښه انسان ، د کرکټ پخوانی اتل کپتان او د افغانستان د ملی ګټو کلک ساتونکی په میډیاوو کی خدای ناخواسته په هاغه او دغه نومونو بدنام کړی.

    د بلی خوا کله چه د کرکټ اوسنی محترمه اداره دغه سړی د بیا لپاره دوباره کپتان ټاکی، البته محترمه اداره به د ډیر سنجش او غور څخه وروسته دغه سړی په دغه وظیفه ټاکی، نو دلته ستا په دغه خبرو دیوی خوا د کرکټ محترمه اداره بدنامیږی او هم په افغاستان کی د کرکټ په نوم یوه لویه غوغاجوړیږی. چه په دغه غوغاوو نه حکومت او نه ولسی خلک خوشحالیږی. ځکه د افغانستان د کرکټ په چټک پرمختګ ځینی کورنی او ځینی بهرنی غمازان حیران او په غصه دی. او هم ستا د دغه ویدوی خبروڅخه غلطه استفاده کوی.

    الله ج دې وکړی چه ښاغلی نایب صاحب ځما په دغه تبصره خوابدی نشی
    والسلام

  2. مننه خانه تان آباد د افغانانو د خوشالۍ همدا یوه وسیله وه، هغه مو هم په غ.. ولړله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *