تکړه هنرمن ګلزارعالم وایي چې ناوړه مالي وضعیت او په پښتونخوا کې د موسیقۍ په لاره کې خنډونو دې ته اړ کړ چې خپل دوهم کور کابل ته کډه وکړي.
ګلزار عالم د خپل پلرني او مورني ښار پېښور له پرېښودو وروسته غواړي چې په کابل کې، چې د ده دوهم کور دی، د پښتو موسیقۍ خدمت ته دوام ورکړي.
ګلزار عالم وایي “مینه وال راته وایي چې خپل کور ته پخیر راغلې. ځان خوشقسمته ګڼم چې افغانستان ته راغلی یم.”