یو وخت چې له دري ژبې سره ناشنا وم، نو د فرهنګ عمید نه به مې ډيره استفاده کوله او دومره به مې لغتونو پسې لټه کوله؛ چې نور نو فرهنګ عمید هم ستړی شوی و. یو څه وخت وروسته مې د علومو اکاډمۍ پښتو قاموس مخي ته راغی او تر یوه اندازه به مې ستونزه حل شوه، خو د فرهنګ عمید ځای یې نه شو نیولی، ولی چې ایرانیانو ورته ډیر کار کړی و.
یو چا راته کیسه کوله، چې د ایران د علومو اکاډمۍ کارکوونکي دومره لایقه دي، چې دننه په یوه هفته کې د انګلیسي او فرانسوي ژبې نه خپلې ژبې ته ژباړه کوي. کیدای شي مبالغه وي او یا هم ریښتیا، ځکه کله چې کتاب پلورنځیو کې په پښتو کتابونو پسې ګورو، نو یو نیم چیرته پښتو کتاب په اقتصاد، حقوق، طب… کې پيدا کړئ او نور به په دري ژبه وي.
په دي وروستیو کې ځینو ځوانانو د پښتو کتابونو لیکلو او ژباړلو ته زړه ښه کړی او په لنډ وخت کې موږ د ډیرو کتابونو شاهدان یو، چې یوه هم وسیله بیانه ده، چې په خپل زیار یې یو ډير ښکلی او له محتوا ډک قاموس
(ګلژبه) په نامه خپلې ژبې ته ډالۍ کړو ، چې تر ډیره د فرهنګ عمید ځای نیولی شي. دا قاموس د څلورو شیانو مخفف دی، چې ګ په معنا د ګاڼې، ل/ لوبې، ژ/ ژوي او ب/ بوټي چې په ده کې د څلورو شیانو په اړه پوره معلومات (لغتونه او معنا) تر لاسه کولی شئ، چې ګاڼې، لوبې، ژوي او بوټې دي. د قاموس پوښ په ګلابي او سپین رنګ پوښل شوی. په لومړي مخ یې د ګلژبه نوم او تر لاندې یې د ګاڼو، لوبو، ژوو او بوټو نومونه دي. تر ده لاندې څلور انځورونه چې د همدې څلورو موضوع ګانو په اړه دي، وینی. د قاموس د پوښ په لاندېنۍ برخه کې د لیکوالي نوم (وسیله بیان) لیکل شوي.
کتاب په ۱۰۰۰ جلده کې د جهان دانش خپرندویه ټولنې لخوا (۳۴۰) مخونو کې چاپ شوی. هغوی که په پښتو ویيي (لغتونو) کې مطلب په پورتنیو شیانو کې له ستونزو سره مخ کیږي، نو کولی شي، چې له دغه قاموس نه ګټه واخلي.
ګلژبه نه یواځې موږ ته لغتونه معنا کوي، بلکې د فلکلور سره مو هم اشنا کوي. داسې لغتونه په کې شته، چې ممکن په یو یا دوو لهجو کې یې پيدا کولی وشو. له دغو لهجو او د هغه خلکو له زیوراتو لوبو مو هم خبروي.
په اخره کې ټولو هغه ځوانانو ته چې خپل فرهنګ ته خدمت کوي، نو ورته د بریاوو په هیله یم او الله ج وکړي ، چې همداسې اثار رامنځته کړي، چې نور نو د پریدو له احتیاجه خلاص شو.