سکوت خپله د يوې عالي شاعرانه شېبې نوم دى، شاعرانه شېبې زموږ ټولو په ژوند کې تېرېږي، لکه سيند، لکه هوا او لکه باد روانې دي، خو شاعر يې ځکه د ابدي کولو او ساتلو وړتيا لري چې دى هم د ژوند د زرې زرې په راز او نياز پوهېږي او هم د خپلو رازونو د شاعرانه بيان هنر لري.
شاعر هغه سترګور انسان دى چې د خپل ليد په زاويه کې له راغلو توکو سره د عادي خلکو په څېر سرسري چلند نه کوي، پالي يې، توږي يې او موږ ته شعر ترې جوړوي.
دا چې دغه خوندي کړې يا ابدي کړې شېبې موږ ټولو تېرې کړې، ورسره بلد يو، خو سرسري چلند مو ورسره کړى او يا مو ځان په کې هغسې نه دى ليدلى، نو ورسره بيا مخ کېدنه راته عجيبه ښکاري چې دا په حقيقت کې د هنري او شاعرانه تجربې خوند را څکي.
زه همدا شېبه د داسې ځوان شاعر د هنري او شاعرانه تجربو په نړۍ کې ګرځم چې هره خوا يې راته په اشنايي که نا اشنا ښکاري او فکر کوم چې ډېرې هېرې خبرې راته يو ځل بيا په نوي او ښکلي انداز تکراروي او هلته د حسن او استغنى په تابلوګانو پرېوتي ګردونه د تخيل په نازکو ګوتو څنډي.
د سکوت راز د ځوان شاعر فضل جبران د شعرونو لومړۍ ټولګه ده، خو په همدې لومړۍ تولګه کې يې د شعر په نړۍ کې د يوې ځلانده راتلونکې څرکونه ګورو.
دده په غزلونو کې هم يو ځانګړى درد او هم د حالاتو په توپان کې د زهيري ښکلا کيف او د موسيدو مړاوې هيله درک کولاى شو.
د اميدونو شهيدان مې سر پرې کړي ګرځي
سوي ارمان مې په مرۍ کې پرهرونه جوړ کړل
يا:
مستي ګونګۍ وه ترانې يې د نيستۍ لوستلې
عجيب انسان دی نه پوهېږي د نېستۍ په ژبه
بله بېلګه:
د وصال خيال دې بس له ډاګې، ډاګې ووېشتلم
يون د فرقت څه د ظالمو کږلېچونو ډک دی
کله به چا په دې جهان دوزخ ليدلی نه وي
جبرانه ژوند دې هر ساعت له غذابونو ډک دی
البته دا به په دې مانا نه وي چې ګني د هغه پر شاعرۍ د ناهيلۍ سيورى خپور دى. دى د درد په کليچونو کې هم د هيلې د خوږلت او د ژوند له ښکلا سره هم د وفا او دوام تار لري. له رواني اړخه هم د شاعر دا ډول ذهنيت لنډ مهاله او د يوې ځانګړې شېبې نه د مستقيم تاثر تصور دى.
ما چې کله د جبران صيب شعرونه کتل، د يوې شېبې لپاره بيخي د کوزې پښتونخوا د شاعرۍ په باغ او بڼ کې ګرځېدم ، د تورو او لفظونو د رنګينو او خوږلت ننداره مې کوله. ښايي په دې کې به راسره ډېر ملګري موافق وي چې د کوزې پښتونخوا د شاعرۍ د هنر مالګه زموږ په پرتله ډېره مناسبه ده.
د جبران د شاعرۍ ډېر ترکيبونه، کلمې او د غزلونو عمومي تصويرونه يې زما په نظر کټ مټ هغوى ته ورته وو. دا خبره مې له جبران سره شريکه کړه او په دې انتخاب مې وستايه ځکه چې ښه شاعري د ښې شاعرۍ له لوستلو پرته هم ډېر امکان نه لري، خو هغه ويل چې د غني خان، حمزه بابا او کاظم خان شيدا شاعري مې ډېره لوستې ده، نو ما ويل چې غوړي لا غوړ. دغه زموږ د غزل نه پرېوتونکي ستوري دي چې په وړانګو به يې د جبران د تخيل وادي هم روښنايي اخيستي وي.
زه نه غواړم چې د بېلګو په راوړلو سره يوازې خپلې ليکنې ته حجم ورکړم. خو ددې ويل اړين بولم چې د جبران غزلونه چې د سکوت راز لويه برخه جوړوي، د معاصرغزل په ټولو ښکلاييزو ځانګړتياوو مالامال دي او په هرغزل کې يې يو عمودي تصوير او تړون پاللى دى.
بله مهمه ځانګړتيا يې د چوستو رديفونو، ترکيبونو او تصويرونو لرل او تر ټولو مهم د قافيو او رديفونو شاعرانه او منطقي پخلاينه ده چې د غزل ښکلا يې لا زياته کړې او د اوچت ذوق راښکون ځواک يې ورکړى دى.
دغه شعرونه د ښکلا او هنر پر ځمکه د سکوت او غوغا ګډ مزل دى:
يو مې سکوت له واک اختياره وځي
بلخوا زخمونه له غوغا سره دي
د سکوت راز کې نغښتې شېبې له ځان سره شاعرانه شور لري، الفاظ په کې د يوه نا محدود حسن نارې وهي، ځان را يادوي چې ور وګورو، وايې ورو او په ساعتونو ساعتونو يې نندارې ته تم شو.
خداى دې وکړي چې جبران صيب د خپلې شاعرۍ پر ځمکه پښې ټينګي کړي. نور نو راځئ چې په دې ټولګه کې د سکوت په راز پسې په ګډه وګرځو او خپله ورکه ښکلا په کې ولټوو.
جبران صيب ته ددې ټولګې د چاپ مبارکي وايم، په شاعرۍ يې برکتونه.