ارواپوهان په دې عقیده دي چې د انسان د شخصت په روزنه کې دوه مهمم عوامل ارث او محیط عمده رول لري. ټول هغه بیولوژیکي خصوصیات چې له مور او پلار څخه د جنسي حجرو په وسیله اولادونو ته لیږدول کېږي ارثي خصوصیات بلل کېږي.تر بیولوژیکي خصوصیاتو ور اخوا ټول هغه عوامل چې باندنۍ ځانګړنه ولري او د شخص په سلوک او رفتار کې د بدلون لامل شي محیطي تاثیرات بلل کېږي.
دلته ده چې یو شمیر ارواپوهان وايي د ارثي خصوصیاتو په لیږد سره د مور پلار کړه وړه یا په زیاته کچه او یا هم په لږه اندازه په اولادونو کې رشد کوي او محیط بیا همدغو خصوصیاتو ته یو لوری ور کوي که محیط علمي و شخص هم علمي دی او که محیط د علم له نعمت څخه محروم و شخص هم د علم له نعمت څخه محروم دی. محیط مستقیما پر شخص تاثیر کوي او د هغه د شخصیت په روزنه کې مهمه دنده لري. پر محیط مسلط فرهنګ او باورونه د شخص په کړو وړو کې د بدلون لامل ګرځي که د نړۍ مختلفې ټولنې وګورو نو شخص یې هم د خپل فرهنګ ، عقیدې او باورنو مولود دی یعنې په دې معنا چې له استثناء پرته هندي ټولنه هندي زیږوي او عیسوي ټولنه عیسوي زیږوي. په دواړو ټولنو کې د فرد په کړو وړو ، اخلاقو ، سلوک او باورونو کې هماغه ایدیالوژۍ وده کوي کومې چې پر ټولنه حاکمې دي الپورت وايي: شخصیت یو خوځنده ارګان دی چې د شخص رواني او داخلي ځانګړنې له محیط سره برابروي. که د الپورت دغه تعریف ته وګورو دی هم د یو شخص شخصیت د محیطي عواملو څخه اغیزمن بولي او په دې عقیده دی ، چې پر ټولنې خورې ایډیالوژیانې د فرد د کړو وړو د تغیر لامل ګرځي.
ارواښاد ګل پاچا الفت هم د تعلیم او تربیت تر سرسلیک لاندې په یوه نثر کې د تعلیم او تربیت پولې او بریدونه سره بیلوي دی وايی ((د علم ښوونه د یو معلم او ملا کار دی مګر تربیه کول د محیط او جامعې، د مور او پلار ، د کور او کورنۍ د یو مشر او قاید کار دی)) لږ وړاندې لیکي: علم په کلماتو او الفاظو کې ځای لري مګر تربیت په عمل او کردار کې دی. که د الفت صیب همدغه دوه کرښو ته ځیر شو نو دې پایلې ته رسیږو چې دی هم د شخصیت په رامنځته کولو او د شخص کردار او سلوک ته د یو لوري د خپلولو لپاره محیط ستر لامل بولي خو په دومره تفاوت چې الفت د انسانانو تر منځ فردي تفاوتوتو ته هم قایل دی. دی وايي کیدای شي یو غروال شخص به ډېر وخت په ښار کې تېر کړي وي، له ښاره به یې علم او پوهه غره ته خېژولې وي خو ښاري عادتونه به نه لري . ډېر پوهان به وي په ډېر دقیقو مسایلو به پوهیږي مګر کوم نواقص او عیبونه چې د محیط په تربیه کې وي هغه به نه شي لیدلی او په دې باب به له عوامو ډېر فرق نه لري.
دی وايي کیدای شي چې د یوه سړي فهم او ادراک ، پوهه او هوښیاري زیاته وي، کتابونه یې ډېر لوستي وي مګر د تهذیب او تمدن په لحاظ په ډېرو ابتدايي مراحلو کې پاتې وي. استاد په دې نظر دی که شخص هر څومره کتابونه ولولي معلومات حاصل کړي بیا هم له خپله نژادي او محیطي تربیه نه شي بدلوی د خپلې ادعا د ثبوت له پاره د پښتو مشهور متل چې څنګه غر هغسې کربوړی راوړي.
که موږ خپل چاپیریال ته ځیر شو وبه وینو چې هیڅ انسان هو به هو د بل انسان په څېر نه وي په همدې ډول موږ نه شو کولای چې په ټولو موضوعاتو کې د وګړو تر منځ د نظر یوالی ومومو چې همدغې تفاوتونو ته ارواپوهانو د فردي تفاوتونو نوم ورکړی. د وګړو ترمنځ فردي تفاوتونه په عادتاتو، د پوهې په کچه ، په اخلاقو ، برخوردونو ، زغم ، صبر او دې ته ورته نورو مواردو کې توپیر لري د وود ورت wood worth د هغې څېرنې په پایله کې چې ویل یې کچر او د آس بچی له تولد وړاندې په یو ډول محیط کې وده کوی خو تر تولد وروسته دواړه ځانګړي خصوصیات لري آس د ارث له مخې دا ځانګړنه لري چې بچی وزیږوی مګر کچر بیا دا ځانګړنه نه لري او په همدې ډول د دوی د رشد او ودې کچه هم یو له بله متفاوته ده. دې څېرنې د ډېرو ارپواهانو توجه را جلب کړه او په نتیجه کې یې ارواپوهان فردي تفاوتونو ته قایل شول.
ارواښاد الفت هم په همدې نثر کې د استاد او شاګر یادونه کوي چې دواړه په یو محیط کې ژوند کوي. د دوی په سیمه کې دوه غرونه دي چې یو یې ایلم او بل یې دوه سرې نومیږي. د دې سیمې د خلکو تل په دې سره شخړه وي چې یوه ډله د ایلم او بله ډله د ددوه سري غر د ارتفاع له مخې لوړ بولي. شاګرد استاد وویل موږ ولې ټول عمر په خوشې خبرو سره جنګ کوو او یو بل ژوبلوو؟ دا ناپوهې باید ورکه کړو او دا عادت پریږدو استاد هم دده تائید کاوه او دا جنګونه یې د حماقت او نادانۍ سند او حجت ګاڼه. په دې بحث کې له طالب نه وویل شول معلومه خبره ده چې د ایلم غر جګ دی او دوه سرې ټیت دی دلته د ملا صیب هغه ټولې خبرې هیرې شوې او طالب ته یې په بدو او ردو ویلو شروع وکړه ، طالب هم د ایلم په غره ټینګ ولاړ و او له استاد سره په جګړه اخته شو. وګورئ دوی دواړه د علم او پوهې له خوا پوهیدل چې دا جګړه د ناپوهۍ علامه ده مګر د محیط له تاثیره یې ځانونه خلاص نه شو کړی او که هرڅه و ، بیا هم یو د ایلم او بل د دوه سري و. علم او پوهه سړی پوه کولی شي مګر منع کولی یې نه شي ځکه چې تربیه په علم باندې غلبه لري. یو سړی دا کولی شي چې یو په خبره پوه کړي مګر ښه کولای یې نه شي، انسان په ډېرو خبرو پوهیږي مګر کوي یې نه. پوهول د علم کار دی ، مګر ښه کول او په ښه لاره بیول صحیح تربیت غواړي.
د پورته توضیحاتو په رڼا کې دې پایلې ته رسیږو ، چې د شخصیت په تربیت کې د ارثي خصوصیاتو سربیره محیط هم ستر رول لري. فرد د ټولنې مولود دی او پر ټولنه خوره ایډیالوژي یې په شخصیت کې راڅرګندیږي. انساني وګړي په خپلو کې فردي تفاوتونه لري او موږ باید د ټولنې تر منځ د فردي توپیرونه منلو ته قایل شو.
د لاښه وضاحت له پاره د الفت صیب د تعلیم او تربیه تر سرلیک لاندې نثر کټ مټ د لته را نقلوو.
تعلیم او تربیت
چا چې د تعلیم او تربیت ټکی اوریدلی او د دواړو په مفهوم او مانا کې یې غور او دقت کړی دی ، هغه پوهیږي چې تعلیم بیل شی او تربیت بیل شی دی. علم په ټوله نړۍ کې تقریبا یو راز وي ، مګر تربیت په هر ملت او مملکت کې بل راز کېږي. علم په لږ وخت کې د یو څو کتابونو په وړلو او ترجمه کولو له یوه ځایه بل ځای ته نقل شي، مګر د تربیت انتقال عمرونه او ډېر وسایل غواړي.
د علم ښوودنه د یو ملا او عالم کار دی ، مګر تربیه کول د محیط او جامعې ، د مور او پلار ، د کور او کورنۍ د یوه قاید او مرشد وظیفه ده.
علم په الفاظو او کلماتو کې ځای لري، مګر تربیت په عمل او کردار کې ځان ښيي. دغه تغیرات زښت ډېر دي او سړی کولای شي د تربیت راز راز تعریفونه وکړي او بیل بیل لفظونه ورته په هره ژبه کې پیدا کړي. تعلیم ته ښوودنه یا پوهونه ووايي او تربیت روزنه او پالنه وبولي. هغه آسان او دا ګران کار وګڼي، د مدنیت او تهذیب ، اخلاقو او عاداتو اساس تربیت بولي او په اختراعاتو او اکتشافاتو کې علم ته زیاته برخه ورکړي. دا کیدای شي چې د یو سړي فهم او ادراک ، پوهه او هوښیاري زیاته وي ، کتابونه یې ډېر لوستي وي، معلومات یې له مدني اشخاصو څخه هیڅ کم نه وي ، مګر د تهذیب په لحاظ به ډېرو ابتدايي مراحلو کې پاتې وي. یو سړی دا کولی شي د معلوماتو او نظریاتو په اعتبار د خپلې جامعې او محیط له عمومي سطحې ډېر لوړ شي ، خپل لباس او خپل ظواهر بل راز کړي، مګر خپله محیطي او نژادي هغومره نه شي اړولی او د هغه ترقي چې په هغه خوا کې کوي ، دلته په لسمه برخه هم نه شي کړی. رښیتا وايی چې څنګ غر هغسې یې کربوړی که یو سړی هر څه وکړي او سل رازه صابون په ځان ووهي بیا هم د خپل هیواد تربیوي رنګ له ځانه نه شي لرې کولی او خپله ملي تربیه نه شي اړولی.
ښايي چې تاسې په غرونو کې له سمې نه ښه ښه ملایان پیدا کړئ چې د کتاب په حاشیو او نکتو به ډېر ښه پوهیږي ، په منطق او فلسفه کې به یې شهرت لرې ځایونو ته رسیدلی وي ، مګر وضعیت او ناسته ولاړه به یې د غره والو وي او په اخلاقو او عاداتو کې به له هغوی نه څه ډېر فرق نه لري.
هغه به په ښارونو کې ډېرې شپې کړي وي ، علم به یې له سمې او اوارې نه غره ته خیژولی وي ، مګر د ښاروالو او سمه والو تربیت به یې له ځانه سره نه وي وړی. ډېر پوهان به وي چې په ډېرو دقیقو علمي مسایلو به پوهیږي ، مګر کوم نواقص او عیبونه چې د محیط په تربیه کې وي ، هغه به نه شي لیدلی او په دې باب به له عوامو نه ډېر فرق نه لري. دلته هغه مشهوره کېسه را یادیږي چې د پښتنو په غورونو کې دوه غرونه دي یو ته ایلم او بل ته دوه سری وايي. څه خلک د ایلم په لمنه کې اوسي هغوی خپل غر جګ ګڼي ، څه نور چې د دوه سري په اړخ کې پراته دي هغوی وايي چې دوه سری هسک غر دی.
د دوی په منځ کې تل په دې خبره جګړه وي او کله کله په سرونه هم ماتیږي په دغه ځای کې کوم وخت یو طالب العلم له خپل استاذ سره دا بحث را واخیست چې موږ ولې ټول عمر په خوشې خبرو سره جنګ کوو او یو بل ژوبلوو؟ دا ناپوهې باید ورکه کړو او دا عادت پریږدو استاد هم دده تائید کاوه او دا جنګونه یې د حماقت او نادانۍ سند او حجت ګاڼه. په دې بحث کې له طالب نه وویل شول معلومه خبره ده چې د ایلم غر جګ دی او دوه سرې ټیت دی دلته د ملا صیب هغه ټولې خبرې هیرې شوې او طالب ته یې په بدو او ردو ویلو شروع وکړه ، طالب هم د ایلم په غره ټینګ ولاړ و او له استاد سره په جګړه اخته شو. وګورئ دوی دواړه د علم او پوهې له خوا پوهیدل چې دا جګړه د ناپوهۍ علامه ده مګر د محیط له تاثیره یې ځانونه خلاص نه شو کړی او که هرڅه و ، بیا هم یو د ایلم او بل د دوه سري و. علم او پوهه سړی پوه کولی شي مګر منع کولی یې نه شي ځکه چې تربیه په علم باندې غلبه لري. یو سړی دا کولی شي چې یو په خبره پوه کړي مګر ښه کولای یې نه شي، انسان په ډېرو خبرو پوهیږي مګر کوي یې نه. پوهول د علم کار دی ، مګر ښه کول او په ښه لاره بیول صحیح تربیت غواړي.
لیکوال: عارف الله عارف د ښوونیزو علومو ماسټر
ډیره مننه ښکلی معلومات. که امکان لري د حل لاری چاری یی هم تشریح کړۍ. مثلا ښه تربیت ته وده ورکول او هغه کسان چی د محیطی تربیت تر اغیز لاندی راغلی وي نو څنګه یی مخنیوی کولاۍ شو