تاند، پنجشنبه، د حمل ۲۱مه: ولسمشر غني د سیاسي مشرانو په غوښتنه د لویو مقرریو له پنځه ورځني ځنډ وروسته خپل ځانګړی سلاکار فضل محمود فضلي د چارو ادارې رئیس ټاکلی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې ښاغلی فضلي به خارج رتبه بست کې د چارو ادارې عمومي رئیس وي.

څو ورځې وړاندې همدې ته ورته اوازه خپره شوې وه چې ښاغلي صدیقي رد کړه او زیاته یې کړه ولسمشر د سیاسي مشرانو په غوښتنه خپلې مقررۍ تر پنځو ورځو ځنډولې دي.
ولسمشر غني شاوخوا یوه نیمه اوونۍ وړاندې د کابینې لپاره ګمارنې پیل کړې.

په دغه بهیر کې یې د حزب اسلامي مشر عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزارت، طاهر زهېر د اطلاعاتو او فرهنګ او حنیف اتمر د باندنیو چارو وزارت ته نوماندان او سرپرستان کړل، دغه راز یې ضیا سراج د ملي امنیت ریاست او داوود سلطانزوی یې د کابل ښاروالۍ ته وګماره او د سولې مذاکراتي پلاوی یې هم اعلان کړ.

خو حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په ګډه اعلامیه کې ولسمشر نه وغوښتل چې له عبدالله سره د جوړجاړي پور‌ې دې ګمارنې ودروي.

وروسته د ولسمشر سلاکار وحید عمر اعلان کړه چې ارګ د سیاسیونو غوښتنه منلې او پنځه ورځې ګمارنې نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *