ډاکتر محب زغم

که په ښېوه کې یو څوک خپله ناوې په دې تور شړي چې باکره نه وه او بیا یې وړه خور د دې پرځای بیايي، خلک پیغورونه کتاروي چې «واه واه! پنځه زره کلن تاریخ لرو او داسې کارنامې کوو.» که په جلال‌آباد کې یو رواني ناروغ له خپل تي‌خوره زوی سر پرې کوي، بیا همدا نارې پورته کېږي. که په تخار کې څوک پر ماشومې جنسي تېری کوي یا په بغلان کې یو وحشي د ښځې پوزه غوڅوي … که هره بله ناروا د وطن په هر ګوټ کې کېږي، ځینې کسان همدا خبره کوي چې موږ وحشي ملت یو، دا پنځه زره کلن تاریخ مو هېڅ دی او دغسې نورې خبرې.

دا سمه ده چې تاریخ او تاریخي ویاړونو ته هغه کسان/ هغه قومونه/ هغه ملتونه پناه وړي چې نن د ویاړ د زېږولو جوګه نه دي او زه پر تاریخ چندانې باور نه‌لرم. زه د دې پر ځای چې د چا پيغور ته غوږ ونیسم چې فرضاً پښتو ادبیات د مثنوي، شهنامه، منطق الطیر، … په شان غوره کلاسیک اثار نه‌لري، خپل کار کوم او خپلې کیسې (که ښې دي، که خراب) لیکم. خو له بلې خوا، په هره خبره خپل تېر تاریخ ننګول او هېڅ ګڼل هم منطقي کار نه‌دی.

موږ باید د چا فردي ستونزې یا خطاګانې په قوم/ټولنې/ملت پورې ونه‌تړو او د پلار نیکه هډونه پرې سپک نه کړو. کله چې موږ د غرب د بریاوو، پرمختګ او قانونمندو ټولنو کیسې اورو، او بیا د خپلو ځینو وګړو وحشي کارونو ته ګورو، ځان راته هېڅ، خوار، حقیر او له تمدنه لرې ښکاري خو واقعیت بل څه دی. په غربي ټولنو کې هم سره له دې چې له خواوشا یوې پېړۍ راهیسې د انسان سمې روزنې ته پوره پام کېږي، بیا هم داسې کارونه کېږي چې زموږ د ځینو وګړو له وحشتونو څخه کم نه‌دي؛ خو موږ ته هغه خبرونه اکثراً نه رسېږي. موږ یوازې د غربي ټولنو د سیکې دغه ښکلی مخ وینو خو هغه بل ځيږ او ناوړه مخ یې معمولاً زموږ له سترګو پټ پاتې کېږي.

په امریکا کې د لیکوالۍ په نړۍوال پروګرام کې یوه جرمنۍ لیکواله راسره وه. دې راته کیسه وکړه چې: «پلار به مې هره ورځ نشه کوله، د مور به مې ورسره جنګ و او ده به هغه وهله. مور چې به مې کور کې نه وه، دی به له ما سره څملاسته. زه یې ګواښلې وم چې که چا ته ووایم، مور به مې ووهي. زه هم له ډاره غلې ومه. آخر مجبوره شوم چې له کوره وتښتم او مکتب نیمګړی پرېږدم.» د دې لیکوالې په اکثرو داستانونو کې د همدغه وحشتونو صحنې انځور شوې وي. اوس نو تاسې فکر وکړئ، په جرمني غوندې پرمختللې ټولنه کې، چې موږ ته ډېره انساني ښکاري، هم داسې ظلمونه کېږي. همدارنګه د امریکا په متحده ایالتونو کې د خورا پرمختللې ټکنالوجۍ، وسایل، مسلکي پولیس، معیاري ښوونیز نظام … او هر څه سره سره، داسې وحشتونه کېږي چې انسانیت ورباندې شرمېږي خو د دوی ټولنې دا یوازې د یوه فرد ستونزه بولي، نه د ټولنې او نه د خپل تاریخ.

وحشت او ګناه ته تمایل د انسان په خټه کې اغږل شوي دي او ټولنه که هر څومره متمدنه هم وي، بیا به هم ځینې وګړي په کې وحشي پاتې شي. دلته چې تېرو او روانو جګړو زموږ د ارزښتونو نظام دړې وړې کړی دی، په ښوونه او روزنه کې د فرد اروایي روزنې ته توجه نه‌کېږي، قانون په ټولو سیمو کې نه‌تطبیقېږي او خپل‌سرۍ ته لاره هواره ده، نو طبیعي ده چې ځینې وحشتونه به په کې خامخا کېږي.

نو د محدودو ناوړو پېښو او د ځینو وحشي وګړو د عملونو په خاطر، ټوله ټولنه عیبجنه او ټول تاریخ بېکاره ګڼل د انصاف خبره نه‌ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *