احسان الله ارینزی
ګرانو لوستونکو! لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د افغانستان د اسلامي جمهوریت، ولسمشر داکتر محمد اشرف غني، څلور ورځې مخکې د لومړي ځل له پاره طالبانو ته د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت، د نهو ورځو اوربند وړاندیز وکړ.
اټکل داسې و چې طالبان به د تل په څېر په جګړه ټینګار وکړي او دا اوربند به و نه مني؛ خو دوه ورځې وروسته، د افغانستان خلک او نړیوال هغه وخت هیښ پاته شول چې طالبانو دا وړاندیز په لږ توپیر ومانه او په خپلو جنګیالیو یې غږ وکړ چې د اختر په دریو ورځو کې له افغاني اړخونو سره اوربند وکړي!
موږ په دې ګڼه کې د ګنج د کال 2010 د اګست د دېرشمی ګڼی(1389 هـ ش سنبله) هغه مقاله رااخلو چې په همداسې یوه موضوع لیکل شوې وه.
موږ په هغه لیکنه کې په دولت او طالبانو غږ کړی و چې راشئ او دې پردی جګړې ته د پای ټکی کېږدئ.
اوس دا دی نهه کاله وروسته، دولت او طالبان داسې یو فکري پړاو ته ورسېدل چې پوه شي چې دا جګړه ګټونکی نه لري او باید حل لار ورته وموندل شي.
دا هم تاسو او دا هم همغه لیکنه چې د کال 1389 هـ ش د کمکي اختر په درشل کې خپره شوی وه او کټ مټ لکه و نن ورځی د اوربند وړاندیز پکې شوی و!
د هغې مقالې نوم دی: د اختر له پاره یو ښه وړاندیز!
په افغانستان کې دوه شپیتمه روژه، له بده مرغه په داسې شرایطو کې د تېرېدو په حال کې ده چې د وطن په ګوټ – ګوټ کې د جګړې اورونه بل دي او افغانان پکې مري.
په تېرو دوه شپیتو اخترونو کې د افغانستان خلک له راز راز ستونزو، کړاوونو، مصیبتونو او ناورینونو سره مخامخ شول. په هېواد باندې د شوروي اتحاد د سرو پوځونو یرغل زموږ شل اخترونه په وینو لاهو کړل، یو نیم ملیون کسان ووژل شول، یو نیم ملیون افغانان معیوبان او معلولان شول، په سلګونو زره ښځې کونډې او په لکونو تنکي ماشومان یتیمان شول. شوروي یرغل په ملیونونو افغانان جبري مهاجرت ته اړ او په سلګونو کلي د ځینو کورنیو خاینو کړیو په توطیو او دسیسو په کنډوالو بدل او له انسانانو تش کړل.
له هېواده د شوروي پوځونو د تېښتې وروسته، د پخواني دولت د پاتې شونو او مجاهدینو جګړو زور واخست او د خلکو شپږ اخترونه یې په ماتمونو بدل کړل. بیا مجاهدین واک ته ورسیدل. دې وروڼو چې د ګاونډیو هېوادونو پټو کړیو د جګړې له پاره روزلي وو، د دولت جوړونې هېڅ راز تجربه اوپوهه نه درلوده او چې وزګاره پاتې شول؛ نو د پردیو په اشاره یې یوه ډېره خونړۍ کورنۍ جګړه پیل کړه. د هېواد د مرکز په هره کوڅه باندې د یوه تنظیم واکمنۍ وه، حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، اتحاد اسلامي، حرکت اسلامي، محاذ ملي اسلامي، شورای اخوت اسلامي، وحدت اسلامي، برکت اسلامي، سوټک اسلامي او داسې نورو له خپلو توپونو او ټانګونو سره میدان ته ودانګل او د خدای(ج)، قران عظیم الشان او حضرت محمد مصطفی(ص) د قطعي اوامرو، ایاتو او احادیثو د صراحت په ضد یې، په خپل وطن اور بل کړ او د ګاونډیو هېوادوو د پټو اجنسیو په اشاره یې د خپلو خویندو او وروڼو په ضد، داسې ضد اسلامي، ضد انساني او ضد بشري باړونه وچلول چې تاریخ یې ساری نه لری او په ډېرو مواردو کې یې د بشري حقونو د ډېرو سترو ناقضینو مخونه سپین کړل او هغوی ته یې برائت ورکړ او د افغانستان د خلکو په لسګونو اخترونو یې په وینو رنګ کړل.
د تش په نامه مجاهدینو له دور څخه وروسته د طالبانو وار شو، دوی له پخوانیو تنظیمونو سره پنځه کاله وجنګېدل.
په دې جګړو کې هم ډېرې تباهي وشوې او د خلکو ډېر ښکلي اخترونه په وینو، اوښکو او چیغو کې تېر شول.
له طالبانو څخه وروسته بیا د پخوانیو ټوپکیانو وار شو، دا خلک د مشهد او کولاب له سوریو څخه راووتل او د امریکا د B-52 په مرسته بیا د افغانستان په برخلیک لاسبري شول. د داسې یو غلط انتخاب له امله دا دی بیا نژدې ټول افغانستان په اور کې سوځي او هره ورځ زموږ میندې او پلرونه خپل تنکي بچیان خاورو ته سپاري او له ټوله هېواده د چیغو او ساندو غږونه اورېدل کېږي.
اوس په افغانستان کې داسې یو حالت دی چې هېڅوک نه پوهېږي چې څه روان دي او څه به کېږي؟ نه امریکایان سم پوهېږي، نه ښاغلی ولسمشر او نه ډېر چارواکي او عادي خلک چې افغانستان کومې خوا ته روان دی او سبا به څه کېږي؟
یو څه چې اوس پوره روښانه شوي هغه دا دي چې امریکایان د افغانستان جګړه نه شي ګټلای، دا خلک ستومانه شوي او نن یا سبا تلونکي دي. اوس د افغانانو دنده ده چې په خپل هېواد زړه وسیزي او هغه کار چې سبا به یې هرومرو کوي، نن وکړي؛ یعنې له مخالفینو سره د صفا، روښانه او منطقي خبرو تګلاره جوړه او دا پروسه عملاً پیل کړي.
د داسې خبرو او تفاهم د پیل له پاره تر هر څه مخکې باید شنه څراغونه ولګول شي. د مثال په توګه د اوسنۍ روژې په پای کې کوچنی اختر راتلونکی دی، کیدای شي چې د افغانستان دولت او مخالفین، دواړه د دې اختر له پاره په یوه لنډمهاله اوربند موافقه او خلکو ته موقع ورکړي چې خپل دا اختر د اسلام سپیڅلي دین او زموږ د ملي دودونو د احکامو په چوکاټ کې په ښه توګه ولمانځي او یو څو روځې په ارامه سا وباسي.
د ګنج اداره به هڅه وکړي چې په اختر کې د اوربند غږ د هر چا تر غوږه ورسوي. که داسې وشي دا به په افغانستان کې د سباني اعتماد، یو ښه بنسټ وبلل شي.