د روح موسکا مې چېرته ورکه کړې؟ نه پوهېږم. خو داسې راته ښکاري چې مړه یم. ځان وینم چې د ژوند پر دېوال را ځوړند دی. باران راباندې وري لېکن ساه مې نه چلېږي. باد مې د خوځولو هڅه کوي. خو رګونه مې له یو بل سره ګنډه شوي، وچ ولاړ دي.
زما ګرانه، که راغلې له ټټره مې اوښکې دروسپړه. له سترګو مې سندرې درواخله. د ټېکري له پېڅې مې ګنهکارې هیلې د غره پر یوې ډبرې کېږده. غواړم زما هیلې ها د پورې غره په زړه کې راشنې شي. د ډبرو په رګو کې غځونې وکړي. خاموشي یې لمس کړي او ستا تر څنګ لکه د وخت سیوری بې غږه روانې واوسي. دا هیله به مې ته پوره کړې؟

متن په لوستلو خپل شعر را په زړه شو یو بند به تری ولیکم هیله ده څوک خوابدی نه شی
د خاموشه محبت ګونګا فضا کی فلسفه ده
د فراق د سرو لمبو په هره خوا کی فلسفه ده
Po Adabyato deer na pohigam, kho likana deer po zra pore da, po qalam de barakat shah.
ډېره عالي او ډېره شاعرانه