افغان غيمزه به خدای خبر تر کومې لا نوره هم وغځېږي، نه کورني اتلانو او نه نړیوالو کفري او اسلامي چارواکو  په دې اړه کوم عملي قدم واخيست. په منځ کې یې یو ګنګار ملت لولپه کيږي، هره ورځ لکه د سکروټو پر سر چې ناست وي، سوزيږي، غږ یې تر هېچا پورې نه رسي. نپوهېږم، چې د نړۍ د خلکو ضميرونه که مړه وي، زموږ د خپلو اتلانو(!) ولې په ډې غريب او بیچاره ولس باندې زړه نه دردېږي، ولې دوی پر دا ۴۰ کلونو کې داسې کار ونکړ، چې لا اقل دا سره وينه ودروي؛ او په ځای یې د سولې بېرغ رپانده کړي. اصلي کيسه څه ده؟ ایا زموږ چارواکي او دولت دا کار کوي نه، که یې تر وس نه ده پوره؟ نړيوالې لوبې لا نه دي تمامې؟ نړيوال لا هم د افغان ملت وينې نه تږي دي؟

تر ډېره پورې، چارواکي په دې اړه ملامت دي، ځکه د کرزي د حکومت په لومړیو کلونو کې ډېر داسې احتمال و، چې د سولې بيرغ د تل لپاره اوچت شوای وای او دې بدرنګې جګړې ته د پای ټکې اېښدل شوای وای، ځکه هغه وخت کې نه طالب دا وس درلود، چې بيرته لا پاڅي او نه هم ملت ورته اجازه ور کوله، مګر د هغه وخت ځينې مشران چې اوس شکر دی نشته دی، په ډېر خبيثانه ډول ملت او طالب په وچ زور د جګړې ميدان ته کش کړ، تر څو په په جګړې کې ددوي هغه لوټلي مالونه خوندي او هغه تور تجارت چې د افغان ملت په وينو روان وو، ونه درېږي. هغه وخت چې ولس کې نسبي امن شتون درلود، کولای شوای چې هر څه د ولس او مخورو لخوا کنټرول شي، مګر برعکس ددې ولس مخور او د خبرې سړي وژل کيدل، چې دا وژل یوازې د امريکایانو لخوا نه، بلکې خپله دلته ځينې کړۍ وې، چې د سپينې او یا تورې لونګۍ انسان یې تروريست باله زور او زیاتی به ور سره کيده، نو خبره داده، چې چارواکي ملامت وو، ځکه په ټول ولس باندې د تروريست نوم اېښودل، وهل او اذيت کول، همدا وو چې د جګړې ليکې قوي شوې؛ او بيرته د جنګ سنګر هماغسې تود او د ملت وينه د بیا بهيدو لپاره په کمه پيسه باندې خرڅه شوه. خو اوس وخت کې دا هر څه بدل شوي، بلکې د سولې لپاره قوي اراده او ښه مخلص کسان دي، تر ډېره ،پرې کیدای شي دا ميدان هم وګټو.

نړيوالې لوبې تر ډېره پورې اوس زموږ په وطن کې ښې په کش کې روانې دي، موږ او تاسې که به اوس وخت کې دې دوو ټکو ته ځير شو، دې نتيجې ته رسيږو، چې نړیوالې لوبې لا هم روانې دي او موږ یې د سون توکي یوو. څو ورځې مخکې ولسمشر غني پر طالبانو باندې غږ وکړ، چې د سولې لپاره هر راز خبرو ته چمتو یوو، هر رنګ چې تاسې غواړئ، اساسي قانون تعديل، د امن لپاره ځای، رسمي دفتر. د بندیانو خلاصون او داسې نورې مادې چې هغه هم د ملت غوښتنې وې، او هم ور سره منل کيږي. مګر کيسه دلته خرابه ده چې نړيوالې لوبې لا هم روانې دي، نه غواړي چې دا ولس د ارام ساه واخلي.

نړيوال که یوې خواته د افغان د وينې تږي دي، بلې خواته د افغانستان د هغو شته ذخایرو په لټه کې دي، چې دوی یې وباسي. همدا اوس ورځو کې اوازي دي چې هلمند کې د یورانيمو په غلا باندې لګیا دی، او ددوی دا دوييم ځل تګ هم همدا ښيي چې هلمند کې کيسه د جګړې نه ده، بلکې د شته ذخایرو پر سر یې د جګړې اور تود ساتلی دی.

خلاصه، افغان دولت او په ټوله کې سیاسیون باید، دې لوبې ته نور د پای ټکی کيږدي، تر څو نور دا غريب ولس د مګر سلګۍ ونه وهي، نور د افغان وينه داسې په وړیا ډول خرڅه نشي، نور د وطن واټونه د مرګ خبر ونه لري، نور د وطن مور، خور، زوی، پلار او کورنۍ د وير ساندې ونکړي، پردئ چې ژوند وکړي، هغه د لایق صیب خبره، پرېږدئ دا ويده مارغان له ځالې والوزي، پريږدئ. چې د ژوند د اصلي خوند مزه وڅکي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *