تاند- د پخواني شوروي اتحاد وروستنی دولتمشر میخاییل ګورباچوف وايي، په ۱۹۸۹ م کال له افغانستانه د شوروي پوځونو د ایستلو پرېکړه له ډېرو بحثونو وروسته وشوه.
ګورباچوف وايي، د شوروي اتحاد ملکي او پوځي مشرتابه او تر ټولو مهم؛ خلکو د دې پرېکړې ملاتړ وکړ.
ګورباچوف دا خبره نن /جمعه، د فبرورۍ ۱۵ مه/ له افغانستانه د وروستي شوروي پوځي د وتلو د دېرشمې کالیزې په مناسبت په یوه غونډه کې وکړه او ویې ویل«دا پرېکړه له ډېرو خبرو اترو وروسته وشوه. وروسته د کمونیست ګوند د سیاسي بیرو د غړیو په ګډون پوځي مشرتابه او لویې درستیزوالۍ له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو ملاتړ وکړ، دوی په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د حضور د مادي او معنوي زیانونو په اړه خبرې وکړې او په یوه خوله یې د ځواکونو د ایستلو ملاتړ وکړ.»
د پخواني شوروي اتحاد وروستي دولتمشر، چې د واک په موده کې یې شوروي پوځونه له افغانستانه ووتل، همداراز وویل، د خبرو له پیله هر یوه ټینګار کاوه چې د افغانستان جګړه پوځي حللار نه لري.
ګورباچوف افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځ د لېږلو پرېکړه تېروتنه وبلله.

شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ م کال د دسمبر په ۲۷ نېټه (د ۱۳۵۹ د جدي ۶ مه) پر افغانستان پوځي یرغل وکړ، د افغانستان د هماغه وخت دولتمشر حفیظ الله امین یې وواژه او ببرک کارمل یې له خپلې خاورې څخه ارګ ته راوست.
شوروي اتحاد د افغانستان د یرغل په پای کې اعلان وکړ چې په دې ۱۰ کلنه جګړه کې یې ۱۴۴۰۰ پوځیان وژل شوي او تر ۵۰ زره ډېر نور ژوبل شوي دي.
شوروي پوځیان د ۱۹۸۹ د فبرورۍ په ۱۵ نېټه په بشپړ ډول له افغانستانه ووتل.